د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان ناټو ته د کارتوسو برابرولو وړانديز وکړ

خبري څانګه 10.01.2010 14:37

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير محمود قريشي وايي چې د برتانیې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميلبنډ ته یې په افغانستان کې د برتانيه او نورو ايتلافي ځواکونو د استعمال لپاره د پاکستاني کارتوسو وړانديز کړی دی.

د بي بي سي د یو رپوټ په اساس محمود قريشي دا وړانديز ميلبنډ ته پرون هغه مهال کړی دی چې د جنوري په اخره کې د افغانستان په اړه د کېدونکي نړيوال کنفرانس په اړه سره ناست وو.

محمود قريشي وايي چې په دې وړانديز کې یې په ارډيننس فيکټري کې د تياريدونکي کارتوسو وړانديز کړی دی. نوموړی وايي چې ((د پاکستان په ارډيننس فيکټري کې معياري کارتوس تيارېږي او که داسې کوم هيله [موږ ته] وښودل شي نو موږ تيار یو چې برتانيې او ايتلافي پوځ ته معياري کارتوس برابر کړو)).

د لندن د کنفرانس په اړه د خبرو لپاره د برتانيې د بهرنيو چارو وزير پرون پاکستان ته رسېدلی دی چې په دې کنفرانس کې به د پاکستان د شرکت په اړه د دې هېواد د مشرانو سره خبرې کوي.