د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسويلي آسياپه سيالیوکې به افغان لوبډله لوبېږي. د هند،پاکستان، بنګلادېش او سريلانکا سره به هم لوبې کوي

خبري - څانګه 09.01.2010 12:24

د سویلي آسیا المپيک سيالۍ (South Asian Games) به په بنګلادېش کې د جنوري په ۲۹ پيل کېږي او د فروري تر ۱۰ پورې به دوام کوي.

 افغانستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده چې په دې لوبو کې برخه واخلي.


په دې لوبو کې د افغانستان سربېره د پاکستان، هندوستان، سريلانکا، بنګلادېش، نېپال، بوتان، او مالديف برخه اخلي. دا یولسم ځل دی چې د سويلي آسيا هېوادونه په خپل منځ کې د المپيک لوبې کوي. په دې سياليو کې به ټولې ۲۳ ډوله لوبې ترسره کېږي چې کرکټ په کې د لومړي ځل لپاره شامل کړای شوای دی.

په دې سيالۍ کې به د کرکټ لوبه ۲۰ اوريزه وي او د دې هېوادونو له ۲۱ کاله ټيټ لوبغاړي به په کې برخه اخيستلی شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ تخنيکي مرستيال الله داد نوري ټول افغان ته له جلال اباد څخه د ټيلي فون په ليکه وویل چې دې لوبو ته یې لوبډله تياره کړې ده او ډېر زر به یې بنګلادېش ته ولېږي.

نوري زياته کړه چې دا لوبډله یې له هغو لوبغاړو تياره کړې ده چې له ملي لوبډلې او د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې څخه زيات شوې دي. همداراز د جلال اباد د سياليو په پايله کې هم دې لوبډلې ته یو شمېر لوبغاړي غوره شوي دي. نوموړي وويل چې دا هم تکړه لوبغاړي دي.

د يادونې وړ ده چې ملي او د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې له هېواده بهر په لوبو مصروفي دي او د سويلي آسيا په سياليو کې برخه نه شي اخستلای.

 (د ملي لوبډلې د ۲۰۱۰ کال د بشپړمهال ويش لپاره دلته ټک ورکړﺉ).