د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مڼې لومړۍ ګڼه چاپ شوه

ګل آغا احمدي وردګ 09.01.2010 08:57

زموږ د ټولنې د هیلو او غوښتنو سره سم چې ګواکي زموږ کلتوري کړۍ باید د یوې منظمې میاشتنۍ خبري رسنۍ درولودونکي وي دا دي د وردګو کلتوري یون ستاسو هیلو ته د مثبت ځواب په موخه د مڼه مجلې بنسټ کیښود او خپله لومړۍ ګڼه یې چاپ او د مینه والو د مطالعې وړ و ګرزوله.

په دې حقیقت خو ټول ښه پوهیږو چې موږ د وردګو د دې لوی، هڅاند او علم پروره قوم په کچه داسې د پام وړ خپرونه په حاضر وخت کې وجود نه درلود چې زموږ د ټولنې، خلکو او کلتوري کړیو هیلې په اغیزمن او ریښتني بڼه منعکس کړي. سره له دې چې په پخوا وختونو کې موږ د خپلې سیمې په کچه د جغتو، ګوربت، وردګ او داسې نورو نومونو رسنۍ درلودې چې په خپل وخت یې ګټور مطالب خپاره کړي او د ملي رسالت په ادا کولو کې یې خپل رول لوبولی دی خو د مختلفو دلایلو له کبله نوموړې اوس د چاپ له بهیر څخه وتلې دي. له همدې کبله زموږ ټولنه اوس مهال د داسې یوې خپرونې له موجودیت څخه بې برخې ده چې زموږ د خلکو هیلو ته د انعکاس جامه ور واغوندي. د دغه لویې تشې د ډکولو په موخه د وردګو کلتوري یون و پتیله چې مڼه مجله به ستاسو په مرسته او لارښوونه د هرې میاشتې په پای کې زموږ د وګړو د تږو هیلو ورشوګانې خړوبوي.

د مڼه مجلې په لومړۍ ګڼه کې دغه مطالب چاپ شوي دي:                                                    

۱. سرليكنه

۲. د حضرت محمد (ص) سیرت

۳. ماشومه مینه

۴. غازي محمد جانخان د ویاړونو سرلښکر

۵. ښاري كېدل او د ژوند د بڼې بدلون

۶. د ځوان نسل د زېور بنسټونه

۷. ډالۍ كه رشوت

۸. وردګ څنګه يو كېداى شي

۹. كلتور او د زدكړې په چارو كې مورنۍ ژبه

۱۰. پروفيسور او زده كوونكي

۱۰. د پرلپسې وعدو يوه ژمنه په ځاى كېدونكې ده

۱۱. انفلاسيون او د هغه ناوړه اغېزې

۱۲. د مڼو لېڅۍ

۱۳. جګړه په جګړه نه ګټل کیږي

۱۲. د افغانستان اوسنۍ ستونزې او د حل لارې

۱۳.د پښتو په نړيوال كنفرانس كې د استاد رفيع وینا

۱۴. په هندوستان کې د افغانانو لپاره د زده کړې فرصتونه

۲۰. د هېواد لپاره قرباني شوي وردګ

۲۱. قـرآن تـل پاتې معجـزه

۲۲. د بدلون مديريت په اړه  یو سل او یو ټکي

 ۲۳.د ماشوم لپاره مور د شېدو ګټې

 د وردګو کلتوري یون ټینګ هوډ کړی دی چې د خپل کاري پلان له مخې مڼه مجله هره میاشت د مینه والو د مطالعې وړ و ګرزوي او په دې توګه د خپلو خلکو، افغاني ټولنې او هیواد په وړاندې خپل ملي رسالت ادا او د خپل ولس هیلې منعکسې کړي.

د دې حقیقت یادونه هم ضروري ده چې مڼه مجله به د خپل کلک هوډ سره سره ستاسو له هراړخیزو مرستو او همکاریو پرته د خپل سفر په لړ کې هرو مرو له ستونزو سره مخ کیږي خو که چیرې ستاسو مرسته ورسره ملګرې وي نو نوموړې مجله به وکولای شي چې ډیر ژر ژر د خپلو موخو د تحقق په لوري ګړندي ګامونه اوچت کړي او د ویاړونو هسک منارونه د خپلې فتح د قلمرو په سرحداتو کې  راولي. اوس نو دا کار په تاسو پورې اړه لري چې د مڼه مجلې هر اړخیز لاسنیوی کوی او که نه؟

موږ به ډیر ژر د مڼه مجلې لومړۍ چاپ شوې ګڼه د خپلې بریښناپاڼې او یا PDF  له لارې هم ستاسو د مطالعې وړ ګرځوو. همدارنګه مڼه مجله  د بیهقي د مرکزي کتاب پلورنځۍ په شمول د هیواد په ځینو کتاب پلورنځیو کې د پیدا کیدو وړ وي.

 

د وردګو له کلتوري یون سره آشنا شی

د وردګو کلتوري یون د خیرښیګڼې یوه علمي، کلتوري او غیردولتي موسسه ده چې د خپل موجودیت اعلان یې د یو شمیر هیوادپالو او زړه سواندو اشخاصو په وسیله د ۱۳۸۷ کال د وږي په ۲۱ نیټه  کړی دی او تر دې مهاله یې د خپلو خلکو د خدمت په لاره ګې ګڼې کلتوري بریاوې لاسته راوړې دي چې په لاندې توګه یې یادونه کیږي:

په ۱۳۸۷ کال کې یې د دریو لویو مشاعرو او څلورو مسلکي روزنیزو ورکشافونو په جوړولو  سربیره د لومړي ځل لپاره د وردګو تاریخ چاپ او د مینه والو د مطالعې وړ یې و ګرځاوه. دویمه لویه لاسته راوړنه یې د غازي محمد جانخان ژوندلیک چاپول وو چې د دې لړۍ دویم کتاب ګڼل کیږي. دریم کتاب یې د هیواد د وتلي خدمتګار ارواښاد محمد ارسلان سلیمي کتاب دی چې د وردګو د ولایت د مقام په مرسته د ۱۳۸۸ په پسرلي کې چاپ شو. په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې  د وردګو د تاریخ، پوهنې، شخصیتونو، فولکلور، اقتصاد، سوداګرۍ، لوبو، او کلتور په هکله لس عنوانه کتابونه چاپ او د هیوادوالو د مطالعې تنده پرې ماته کړي. مڼه د وردګو د کلتوري یون خپرنیز ارګان دی چې لومړۍ ګڼه یې نوې له چاپه راوتلې او تاسو د هغه خبر لولی.  د وردګو کلتوري یون هوډ کړی دی چې د هرې میاشتې په پای کې به مڼه مجله د مینه والو د مطالعې وړ ګرځوي. د وردګو کلتوري یون د ژوند په مختلفو څانګو کې د خپلو خلکو د یووالي لپاره ګڼ شمیر ګټور ګامونه پورته کړي او د یو زیات شمیر دوستانو تر منځ یې د انټرنیټ په مرسته د اړیکو یوه لړۍ رامنځته کړې او په کابل کې یې د خپلو خلکو لپاره د ښارګوټو د جوړولو د زمینې د برابرولو په لاره کې عملي ګامونه ایښي دي. د وردګو کلتوري یون له خپلو ځوانو محصلینو او زده کوونکو سره د دوی د علمي کاروان د ښه پرمختګ، جشنوارو د جوړولو، ذهني آزموینو د برابرولو او داسې نورو چارو په لاره کې عملي ګامونه ایښي او له هغوی سره یې اوږه په اوږه کار کړی دی. د ۱۳۸۸ کال په دوبي کې د وردګو کلتوري یون د یوې شاندارې غونډې او مشاعرې په ترځ کې خپله لومړۍ کلیزه د نمانځله او په پام کې ده چې زموږ د ټولنې هغه ټول فعال اشخاص د یوې غونډې په ترځ کې تقدیر کړي چې د پوهنې، یووالي او پرمختګ په ډګر کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې او د مثبت فکر خاوندان دي.

د وردګو د کلتوري یون د  موخو لنډیز په لاندې ډول دی:

۱.د لوی خداى(ج) د رضا حصول تر ټولو لویه او مقدمه دنده ګڼي

۲.د ژوند د هر اړخیزو چارو د سمون لپاره د خپلو سره خلکو د غونډو له لارې د نظر شریکول

۳.د ښوونې او روزنې خوا ته د هېوادوالو رابلل

۴.په اسلامي او ملي بنسټونو سره د فرد، كورنۍ او ټولنې د اصلاح لپاره د هڅو د سمون پیاوړتیا

۵.د علمي، كلتوري، ټولنيزو، تعليمي او تربيتي مركزونو په رامنځته کول او د ګټورو آثارو چاپول.

۶.د سیمې د ښوونیز سیستم د ستونزو په مخنیوي کې د خپل مسوولیت ادا کول

۷.د خلکو ترمنځ د  هر ډول اختلافاتود د لرې کولو  لپاره مبارزه کول

۸.د ځوانانو، محصلینو او زده كوونكو د علمي وړتياوو د لوړولو لپاره هلې ځلې كول

۹.د هېواد په اداري جوړښت كې د تخصص پر بنسټ د اصلاحاتو د شعور پياوړتيا او له اداري فساد سره مبارزه

۱۰.د بې سوادۍ، او په ټولنه کې د هر ډول ټولنیز استبداد پر وړاندې مبارزه کول

۱۱.د هر ډول نشه يي توكو پر وړاندې مبارزه

۱۲. هېواد ته د سراسري سولې په بېرته راوستلو کې د خپل اغېز ادا کول

د یوه پرمختللي، هوسا، سوله ایز او علمي افغانستان په هیله