د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کانتربري A له ۱۹ ټيټ لوبډلې وګټله.

خبري - څانګه 08.01.2010 13:58

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کاله ټيټې لوبډلې نن په نيوزيلانډ کې د کرايسټ چرچ دیوې سيمه ييزې لوبډلې Canterbury A سره د تمرين په موخه لوبه وکړه.

لوبه د کانتربري لوبډلې په پنځه ويکټو وګټله. د تمرين په موخه لوبو کې افغانستان لومړۍ لوبه ګټلې وه. ننۍ لوبه دويمه لوبه ده چې افغانستان یې بايلي.

په ننۍ لوبه کې لومړی افغان لوبډلې بيټنګ وکړ او ټول لوبغاړي یې په ۴۳،۳ اورونو کې په ۱۶۹ منډو وسوځېدل. جاويد احمدي ۴۳ او نورالحق ملکزي ۳۵ منډې وکړې.

کانتربري لوبډلې وکړای شول چې ورکړل شوی هدف په اسانه پوره کړي. نوموړې لوبډلې په ۳۲،۵ اورونو کې د پنځه ويکټو په غورځېدو ۱۷۱ منډې وکړې.

د کرکټ نړيواله شورا وايي چې په ننۍ لوبه کې يامين احمدزی په بالنګ یا توپ اچونه کې ښه وځلېده چې دوه ويکټې یې واخيستې.

د افغانستان په ګروپ کې درې نورې لوبډلې هانګ کانګ، انګلستان او هندوستان دي. نن په تمريني لوبو کې هانګ کانګ  د امريکا لوبډلې ته ماته ورکړه.

د تمرين په موخه رسمي لوبې به د دوشنبې په ورځ پيلېږي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د ايرلينډ سره د جنوري په ۱۱مه او د زيمبابوی سره د جنوري په  ۱۲مه کوي.

سيالي به په رسمي ډول د جنوري په ۱۵مه د افغانستان اوهندوستان په لوبه پيل کېږي. هندوستان د نړيوال جام مخکېنی ګټونکی دی او د بيا ګټلو په نيت په دې سياليو کې برخه اخلي. شنونکي په دې باور دي چې افغانستان ته به له هندوستان څخه ګټل سخت وي او هندوستان له لومړي پړاو څخه دويم پړاو ته په اسانه تللای شي. خو افغانستان کولای شي په انګلستان او هانګ کانګ د دويم مقام ګټلو لپاره فشار راوړي او خپل یې کړي.

له هر ګروپ څخه به دوه لوبډلې دويم پړاو ته ځي. د افغانستان په ګروپ کې هندوستان تر ټولو ځواکمن بلل کېږي خو شنونکي په دې باور دي چې د انګلستان ماتول شوني دي. افغانستان پخوا هانګ کانګ ته په کاناډا کې د غوراوي په مهال ماته ورکړې وه. که افغانستان دوه لوبې وګټي نو دويم پړاو ته تګ به یې باوري وي.

افغانستان تېر کال په کاناډا کې د غوراوي په مهال ښه لوبه وکړه او له ايرلينډ څخه وروسته په دويم مقام راغی، خو دا چې د افغانستان پنځه تکړه لوبغاړي په کاناډا کې پټ شول او بېرته هېواد ته راستانه نه شول نو معلومه نه ده چې دې ناوړه کار به په افغان لوبډله څومره منفي اغېزه کړي وي. د دا ډول اغېزې د معلومولو لپاره به د ايرلينډ او زيمبابوی سره د جنوري به د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د افغانستان تمريني لوبې څارو.