دعيسويانو پر مذهبي غونډه شوي بريد اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
07.01.2010 18:31نجم الله شينواري .مصر..قاهره : مصر د قنا ولايت نجع حمادي سيمه كې په يوه وسله وال بريد كې 7 عيسويان وژل شوي او 8 نور ټپيان شوي چې د روغتيايي حالت نازك ښول شوي .
ا منيتي چارواكي وايي دنجع حمادي په كنيسه وسله وال بريد هغه مهال وشو چې عيسويان د عيسى عليه سلام د كليزې د لمانځنې پر مراسمو بوخت ول.
د سرچينو په وينا بريد كوونكي په موټر كې سپاره ول او د پيښې له ځايه په تېښته بريالي شوي .
د عيني شاهدانو په وینا د كنيسي مسلمان څارونکي هم په ډزو كې وژل شوي دي .
دڅارنوالۍ ديو تن چارواكي احمد شرقاوي په وينالومړنۍ پلټنې شيي چې دنجع حمادي پيښه انتقامي بڼه لري , هغه زياته كړه موده وړاندې په دغه سيمه كې يو عيسوي ځوان پر يوې كوچنۍ مسلمانې نجلۍ جنسي تېری كړى و.
امنيتي سر چينې وايي د پېښې عاملين یې پېژندلي او په راتلونكو څو ساعتونو كې به د قانون منګولو ته ولويږې .