د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دماشوم د ادبياتو موخې

رفيع الله نيازی 06.01.2010 16:43

په ټوله کې ادبيات د بشري ژوندانه د سمون، ښېرازۍ، جوړښت او د راتلونکې لپاره د يو باهدفه او با مقصده انسان په توګه ژوند کولو لپاره پنځول کيږي. ماشومان هم چې د بشري ژوند له کاروان سره تړلي، د سباني ژوند او انساني ټولنې اداره کوونکي دي ، نو هغه ادبيات چې د پوهانو او ليکوالو له اړخه د دوى لپاره رامنځته کيږي د يو لړ ټاکلو او مقصد لرونکو موخو په پام کې نيولو سره رامنځته کيږي، چې ماشومان له ماشومتوبه وروسته له هغو موخو او مقصدونو سره مخامخېږي ، هغه موخې په لاندې ډول دي :
• په ماشومانو کې د ازادې مطالعې شوق ، ذوق او لېوالتيا پيدا کول .
• کوچنيانو ته د خپل ځان په اړه سم معلومات ورکول ، چې زه څوک يم ، چا پيدا کړى يم ، د کوم
مقصد لپاره پيداشوى يم او په کوم لور به ځم؟
• ماشومانو ته د طبيعت په اړه سم او بشپړ معلومات ورکول .
• د الله (ج) د مخلوقاتو له ډلې د حيواناتو په اړه ورته پوهه او معلومات ورکول .
• په نړۍ کې د تېر شوي ژوند د تاريخي پېښو په اړه معلومات ورکول .
• د نړۍ پېژندل او په اړه يې معلومات ورکول .
• د ژوندانه له بېلابېلو چارو سره د کوچنيانو اشنا کول .
• ماشومانو ته د روغتيا په اړه پوهه ورکول .
• کمکيانو ته د فکري ودې او بلوغ لارې چارې ور ښودل .
• د کوچنيانو ذهني استعدادونه غوړول او ورته وده ورکول .
• له زده کوونکو سره د زده کړو په پرمختګ کې مرسته کول .
• د نورو درسونو په څنګ کې له زده کوونکو سره مرسته کول .
• د درسي کتابونو د نشتوالي يا کموالي په جبرانولو کې د ماشومانولاس نيوی کول .
• ماشومانو ته د تفريح زمينه مساعدول .
• له وزګار وخت څخه ګټه اخيستل .
• له پراخې نړۍ او په کې له بېلابېلو بشري فرهنګونو سره اشنا کول .
• له ښوونکو سره د ښوونې او روزنې په برخه کې مرسته کول، چې که زده کوونکي تفريحي يا بل
ډول کتابونه ولولي، معلومات تر لاسه کړي او په نورو څا نګو کې پرمختګ وکړي .
• په زده کړه او د ملي ژبې په يادولو کې له ماشومانو سره مرسته کوي .
• په کوچنيانو کې د ويلو، لوستلو ذوق او هنر پياوړی کول .
• په غير مستقيم ډول له دنيا او خپل چاپېريال سره د ماشومانو اشنا کول .
• ماشومانو ته اخلاقي لارښوونې ښوول، پرته له دې چې زور، هڅونې او تنبيې ته اړشو.
• په ماشومانو کې د ريښتينې او صميمي ټولنيزې مرستې علاقه پيداکول او وده ورکول .
• له ديني او مذهبي امورو سره اشنايي پيدا کول .
• په ټولنه کې د يو فعال او با هدفه انسان په توګه ژوند کول .
• د ښه او بد، ښايسته او بدرنګ په اړه بشپړ انځور ورکول .
د روسيې وتلى ليکوال ماکسيم ګورګي په دې اړه ځينو نورو برخو ته هم اشاره کوي:" کېداى شي ماشومان د خپلو پلرونو په نسبت د نوې نړۍ بنسټ ايښودونکي واوسي، موږ دنده لرو چې له همدغه ماشومتوب څخه ماشومان د ژوندانه له پخواني ډول او د هغې د ارتجاعي اغېزو په وړاندې يې د علم په ټول ځواک سره غښتلي او سمنبال کړو ، بايد هڅه وکړو چې غوره ليکوالان او هنر مندان داسې کتابونه او مجموعې موږ ته برابرې کړې، چې په بېلابېلو ملتونو پورې ځانګړي وي، د دوی کتاب کولى شي دملي ادابواو دودونو د تکامل په سير کې بدلون رامنځته کړي ، داسې تصور بايد ونکړو چې د ماشومانو ټول کتابونه فقط يو موټي معلومات نه وي، دا کتابونه بايد وچ او درسي بڼه ونه لري، ژبه يې بايد هنري، تصويري، او ډېره غني وي ، موږ هغو تفريحي کتابونو ته اړتيا لرو، چې په ماشومانو کې د طنز او شوخۍ قوه وروزي، اړتيا لرو چې نوي او خندوونکي شخصيتونه رامنځته کړي ، چې د ماشومانو د کتابونو اتلان شي، ماشومان له ښوونځي څخه د مخکې دورې لپاره ساده او هنرمندانه اشعارو ته اړتيا لري، چې د دوى د لوبو وسيله وګرځي . د ننيو استاذانو د شعرونو تر څنګ د ماشومانو کتاب بايد د ملي اشعارو هم يوه ښه بېلګه وي".1
1 _ القرايي، ډاکټرصادق سلطان، ادبيات کودکان و نو جوانا باهويت فرهنګي، انتشارات دردانه، ۱۳۸۴ کال، ۳۶ مخ.