د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او کورنيګالا مساوي شول. د سريلانکا دې سيمه ييزې لوبډلې سره لوبه مساوي پای ته ورسېده

خبري - څانګه 06.01.2010 09:12

شفيق الله شفق

په سريلانکا کې د تمرينونو په ترڅ کې د افغانستان د ملي لوبډلې د دویمې لوبې چې د کورونيګالا د لوبډلې سره وه نن په دویمه ورځ مساوي پای ته ورسېده.

د لوبډلې روزنکي تاج ملوک ټول افغان ته له سريلانکا څخه د ټيلي په ليکه وويل چې بايد دواړو لوبډلو دوه دوه ځلې لوبه کړای وای. خو دا چې لومړۍ لوبې یوه نيمه ورځ واخيسته او کورنيګالا ته د دوهم ځل بيټنګ کولو نوبت ورنه رغی نو ځکه لوبه مساوي پای ته ورسېده.

تاج وايي چې افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۰ منډې جوړې کړې او نن یې په دويمه پاڼۍ کې یواځې د درې ويکټو په غورځېدو ۲۵۰ منډې وکړې خو د ورځې په ختمېدو لوبه تر پايه ونشوه او مساوي پای ته ورسېده. کورنيګالا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټول لوبغاړو په سوځېدو ۳۹۸ منډې وکړې او د دويمې پاڼۍ نوبت ورونه رسېد.

تاج ملوک وايي چې لوبډله نن د سريلانکا یو بل ښار کينډي ته ځي. په کينډي کې به درې ورځې تمرين کوي او د سيمه ييزو لوبډلو سره به دوه لوبې کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د لومړۍ ورځې رپوټ

نن د چارشنبې په ورځ په سريلانکا کې د تمرينونو په ترڅ کې د افغانستان د ملي لوبډلې بيا هم د کورونيګالا د لوبډلې سره لوبه وکړه. د ملي لوبډلې دا دويمه لوبه ده چې د کورونيګالا سره یې کوي. ننۍ لوبه دوه ورځنۍ لوبه ده چې سبا ته به هم دوام لري.

په ننۍ لوبه کې افغانستان لومړی بيټنګ وکړ. افغانستان نن خپل ۸  نوي لوبغاړي ولوبول او په پخوانو لوبغاړو کې یواځې شفيق الله شفق، هستي ګل، او سميع الله شينواري ولوبېدل.

له سريلانکا څخه د کرکټ د ملي لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۶۶م اور کې په ۲۷۰ منډو وسوځېدل. شفيق الله شفق ۶۶، پامير حسيني ۶۰ او سميع الله شينواري ۶۰ منډې وکړې.

په ځواب کې د کورونيګالا لوبډله چې له پرون څخه بدله وه او له نورو ولاياتو یې هم لوبغاړي راغوښتي و ښه لوبه وکړه او تر ۱۵۰ منډو پورې یې یواځې ۱ لوبغاړی سوځېدلی و. خو افغان توپ اچونکو له دې وروسته ۴ نور لوبغاړي وسوځول او د ۵ ويکټو په غورځېدو کورونيګالا وکړای شول چې ۱۸۰ منډې جوړې کړي.

لوبه به سبا هم دوام لري.

تاج ملوک وايي چې نوو لوبغاړو حيرانونکي لوبه وکړه او ډېر ښه فيلډ او بيټنګ یې وکړ. نوموړی وايي چې لوبغاړو د ده له له تمې ډېره ښه لوبه وکړه. تاج وايي نوي لوبغاړي ځکه لوبوي چې استعداد یې معلوم کړي.

د ۱۹ ټيټ لوبډلې حال:

له بله پلوه نن د هېواد د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې د تمرين په ترڅ کې نن په نيوزيلانډ کې دويمه لوبه وکړه. د کرکټ د نړيوالې شورا د ويبپاڼې د معلوماتو له مخې ننۍ لوبه افغان لوبډلې د Canterbury XI لوبډلې ته په ۱۹۶ منډو بايلودله. د نن ورځې د لوبې افغان کپتان نور الحق ملکزي د کرکټ نړيوالې شورا ويبپاڼې ته ويلي دي چې نن یې ځکه بری لاس ته رانه وړ چې نوي لوبغاړي یې ولوبول او د هوا د حالاتو سره یې ځانونه اشنا کول. نوموړی وايي نوي لوبغاړي یې ځکه ولوبول چې تمرين فرصت په لاس ورشي.

سمونه

په لانديني رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی دی موږ يادونه کړې ده چې د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبډلې په نيوزيلانډ کې د اوکلانډ د لوبډلې سره لوبه کړې وه. دا لوبه د اوکلانډ نه بلکې د Canterbury XI سره ترسره شوې ده. له تېروتنې بښنه غواړو.

افغانان خپل تمرينونه کرايستچرچ سيمه کې کوي او بله لوبه یې د جنوري په ۸ مه نېټه د Canterbury ‘A سيمه ييزې لوبډلې سره ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پرون د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبډلې په نيوزيلانډ کې د دې هېواد یو سيمه ييزې لوبډلې ته په یوه ويکټه ماته ورکړه.

تاج ملوک پروان ټول افغان ته ويلي و چې دا لوبه پرون د نيوزيلانډ د اوکلانډ په ښار کې د افغان لوبډلې د تمرينونو په ترڅ کې ترسره شوه.

په پرونۍ لوبه کې لومړی اوکلانډ لوبډلې لوبه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې ۲۵۰ منډې جوړې کړې. په ځواب کې یې افغانانو ټاکلی هدف په ۹ ويکټو پوره کړ او لوبه یې په یوه ويکټه وګټله.

د يادونې ده چې د اوکلانډ لوبډله د پوره عمر لوبډله وه او افغان لوبډله د ۱۹ کاله ټيټه ده.

افغان لوبډله د ۱۹ کاله ټيټ عمر نړيوال جام ته تياری نيسي چې د جنوري په ۱۵ پيل کېږي.

د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ لوبډله به د جنوري په ۱۱ نېټه د ايرلينډ او وروسته به د زيمبابوی سره تجربوي لوبې کوي. په نړيوال جام کې یې لومړۍ لوبه د هندوستان سره ده چې د ESPN STAR تلويزیون به یې په ژوندۍ بڼه خپروي او د www.espnstar.com. ويبپاڼه به یې لحظه په لحظه ويډيوګانې خپروي.