کرکټ:هند سره د ۱۹ څخه د ټيټ لوبډلې لوبه په ESPN STAR. ښودل کېږي
04.01.2010 15:17د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبډله چې په نړيوال جام کې دا مهال په نيوزيلانډ کې شتون لري خپله لومړۍ لوبه د جنوري په ۱۵مه د هندوستان خلاف کوي. هندوستان د ۱۹ کاله ټيټ عمر نړيوال جام اتل دی. دا لوبه به د ESPN STAR په نامه تلويزيون په ژوندۍ بڼه خپروي.
دا به افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل وي چې یوه لوبه یې د تلويزيون له لارې د کرکټ مينه وال وکتلای شي.
د کرکټ په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې یو داسې هېواد چې یواځې affiliate حیثيت لري د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبغاړو په نړيوال جام کې لوبه کوي.
موده مخکې د ملي لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک ټول افغان ته ويلي و چې افغانستان کولای شي چې د کرکټ نړيوالې شورا سره خپل حیثيت له affiliate څخه Associate ته پورته کړي که چېرته په نړیوال معيار درې لوبغالي ولري. درې لوبغالي په درې لکه ډالره جوړېدلای شي.