د کابينې په اړه د ولسي جرګې پرېکړې هېواد د بحران سره مخ کړی دی
04.01.2010 11:49ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچينې وايي چې ولسمشر داسې تمه نه کوله چې د کابينې دوه په درې برخه به ولسي جرګه ونه مني. سرچينه وايي چې ولسمشر د یو څو وزيرانو د ردېدلو تمه لرله خو دومره هم نه چې د کابينې ۱۷ وزيران دې په یو وار رد شي.
دې کار ولسمشر کرزی او شاوخوا کړۍ خفه کړي او په تشويش کې کړي دي. ګل خانې ماڼۍ ته دا نږدې سرچينه ولسي جرګه تورنوي چې هېواد یې د یو بحران سره مخ کړی دی.
له بله پلوه د ولسي جرګې یو شمېر غړي چې ټول افغان ورسره غږېدلی د ولسي جرګې پرېکړه یو ډول نرم انقلاب او مثبت اوښتون بولي.
د رهين مخدوم د برياليتوب په اړهد ټول افغان پوښتنې ته چې ايا دا هم مثبت اوښتون دی، یو شمېر غړو په ځواب کې وويل چې دوي په خپل منځ کې پرېکړه دا کړې وه چې نوموړی دې رد شي، خو نه پوهېږي چې څه وشول او کومو غړو ورته د دوی د خپلمنځۍ پرېکړې خلاف رايه ورکړې ده.
ويل کېږي چې په خپله ګل خانې ماڼۍ په یوشمېر وکيلانو فشار راوړی و چې په هر ډول وي مخدوم رهين بريالی کړي.
دا چې په ولسي جرګه کې رايه اچونه پټه ده نو نه معلومېږي چې چا چا ته رايه ورکړې ده.
شنونکی کمال الدين رنځو وايي چې ډېر امکان لري چې یو شمېر غړو پيسې خوړلې وي او يا هم ورته د دندو او يا په راتلونکو ټاکنو کې د بيا بريالي کولو ژمنې شوي وي نو ځکه د ګل خانې ماڼۍ فشار ته سرټيټي شوي دي او مخدوم رهين یې بريالی کړی دی. نوموړی وايي چې همدا وجه وه چې ځينې وکيلانو په موبايلونو د خپلو رايو انځورونه اخيستل تر څو یې د دليل په توګه کانديدو وزيرانو ته وړاندې کړي.