د کرکټ ۲۱ کسيزه ملي لوبډله سريلانکا ته د تمرين لپاره وخوځېده
02.01.2010 21:54نن سهار د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې ټول ۲۱ کسان لوبغاړي په کې شامل دي د سريلانکا پلازمېنې کولومبو ته وخوځېده.
د ملي لوبډلې لوبغاړي ريس احمدزي ټول افغان ته نن سهار له کابل څخه د تيلي فون په ليکه وویل چې لوبډله به مخکې له دې چې د جنوري په ۳۱ مه نېټه په i cup کې د کاناډا، ايرلينډ او د سريلانکا A لوبډلو سره برخه واخلي، د تمرين په موخه به کيمپ کوي. په کيمپ کې به د ملي لوبډلې لپاره دلوبغاړو په غوره کونه غور کېږي او لوبغاړي به د ۲۰۱۰ کال یو شمېر سياليو ته غوره کول کېږي.
د کيمپ په مهال به د سريلانکا د یو شمېر سيمه ييزو لوبډلو سره افغانان لوبېږي.
د يادونې ده چې سريلانکا د کرکټ په نړۍ کې ستر نوم لري او افغان لوبغاړي کولای شي د سريلانکايانو سره په لوبو کولو ډېره تجربه لاس ته راوړي.
له i cup څخه مخکې به افغان ملي لوبډله په سريلانکا کې د جنوري په ۲۳مه نېټه د ايرلينډ سره یوه ځلور ورځنۍ او دوه یو ورځنۍ لوبې هم کوي .
د سريلانکا له لوبو وروسته به افغان ملي لوبډله عربي متحده اماراتو ته د د ۲۰۱۰ کال د ۲۰/۲۰ اوري لوبو د نړيوال جام غوراوي سيالۍ په موخه سفر کوي.
د ملي لوبډلې د ۲۰۱۰ زکال د لوبو بشپړ مهال ويش دلته کتلای شﺉ.