د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي جرګې ۷ وزيرانو ته باور او ۱۷ نورو ته د نه باور رایې ورکړې. بشپړ رپوټ او جدول

خبري څانګه 02.01.2010 14:59

نن ولسي جرګې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د وړانديز شوې کابينې په ۲۴ وزيرانو د باور / نه باور لپاره رایه اچونه وکړه. د ولسي جرګې ټول حاضر غړي ۲۳۲ کسان وو چې هر نوماند وزير بايد د باور لاس ته راوړنې لپاره ۵۰٪+۱ رايه (۱۱۷ رایې) لاس ته راوړې وې.

یواځې ۷ وزيرانو چې په کې متعصب او فاشيست مخدوم رهين هم شامل دی وکړای شول چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي. پاتې ۱۷ نوماندو وزيرانو ونشو کړای چې د ولسي جرګې باور وګټي.

ټول افغان ته باوري سرچينو د ګل خانې ماڼۍ په حواله ويلي دي چې ولسمشر حامد کرزی دهيچا په ردېدو دومره نه خفه کېده لکه څومره چې د متعصب او فاشيست مخدوم رهين په ردېدو خفه کېدو. همدا لامل دی چې خپل ټول زور په همدې اچولی و چې دا فاشيست کس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره د ولسي جرګې رايه لاس ته راوړي.

په دې ترتيب ۳۰٪ وړانديز شوې کابينه ولسي جرګې ومنله او پاتې ۷۰٪ یې رد کړله. په رد شوو وزيرانو کې د اميرزي سنګين ، نورالحق احدي، سرور دانش، تورن اسماعيل خان، محمد امين فاطمي،  حسن بانو غضنفر، جنرال خدايداد، او یوسف پښتون په شان وزيران هم شامل دي چې په تېره کابينه کې وزيران وو.

د تاييد شوو او رد شوو نوماندو وزيرانو ليست:

نوماند وزير

 محمد اصف رحيمي

وزارت

 کرهڼه

باور

 ۱۳۶

نه باور

 ۸۹

باطلې

 ۲

سپينې

 ۳

 ستر جنرال عبدالرحيم وردګ ملي دفاع  ۱۲۴  ۱۰۰  ۶  ۱ 
حنيف اتمر  کورنۍ چارې  ۱۴۷  ۷۷  ۳  ۲ 
دوکتور حضرت عمر زاخېلوال  مالیه  ۱۴۱  ۸۴  ۵  ۱ 
وحيدالله شهراني  معادن  ۱۴۰  ۷۸  ۱ ۱۳
 ډاکټر فاروق وردګ ښوونه او روزنه (معارف)  ۱۵۵  ۷۳  ۲  ۱ 
 سيد مخدوم رهين  اطلاعات او کولتور  ۱۲۰ ۹۳  ۴ ۱۴
 تورن اسماعيل خان اوبه او برېښنا  ۱۱۱   ۱۰۹  ۵  ۵
 عنايت الله بليغ حج او اوقاف   ۱۰۸ ۱۱۵  ۲  ۶ 
 ميرزا حسين الهي  عامه ګټې (فوايد عامه) ۳۳  ۱۷۹  ۲  ۱۷ 
 عبيدالله عبيد   لوړې زده کړې  ۹۴ ۱۲۱  ۴  ۱۲
 ډاکټر سيد محمد امين فاطمي عامه روغتيا  ۱۰۲  ۱۲۰  ۳  ۵
 دوکتور انوارالحق احدي  اقتصاد  ۹۱  ۱۳۰  ۳  ۷
  سرور دانش عدليه ۹۶ ۱۲۲  ۶  ۷
 اميرزی سنګين مخابرات  ۹۲  ۱۳۰  ۱  ۸ 
 غلام محمد ايلاقي سوادګري او صنايع   ۷۶ ۱۳۸  ۴  ۱۳ 
 ويس برمک کلي او پراختيا ۹۰  ۱۲۷  ۴  ۹ 
 اسماعيل منشي   ۳۹   ۱۷۶  ۲ ۱۴ 
 محمدالله بتاش ترانسپورټ  ۸۲  ۱۳۸  ۳  ۹ 
 حسن بانو غضنفر د ښځو چارې   ۱۱۵  ۱۰۸  ۱  ۸
 عنایت الله نظري د مهاجرينو د ستنېدو  ۸۲  ۱۳۳  ۳  ۱۱ 
 سيد حامد ګيلاني سرحدات  ۶۰  ۱۴۹  ۲  ۱۱ 
 جنرال خدايداد د مخدره توکو د مخنيوي  ۳۶  ۱۷۶  ۳  ۱۷ 
محمد یوسف پښتون  ښاري پراختيا ۸۸  ۱۲۷  ۱  ۱۵ 

د عامه روغتيا وزارت لپاره: ډاکټر محمد امين فاطمي د باور رايه خپله نه کړه. ټولې ۱۰۲ رایې یې لاس ته راوړې.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت لپاره: متعصب او فاشيست مخدوم رهين له ولسي جرګې د بارو رايه خپله کړه. ۱۲۰ د تاييد رایې یې واخيستې.

د حج او اوقاف وزارت لپاره: عنايت الله بليغ ونه منل شو. ټولې یې ۱۰۸ رایې واخيستې.

د اوبو او برېښنا وزرات لپاره:  تورن اسماعيل خان ونه منل شو. ټولې یې ۱۱۱ رایې واخيستلې. په رایو کې ګډوډي شته دی. اسماعيل خان ته حج او اوقافو د وزير پنځه رایې ايښودل شوې وې چې بېرته ترې وويستل شوې. پخپله د اسماعيل خان هم تر اوسه ۲ رایې ورکې دي. د اسماعيل خان ردول به دا اندېښنې راپورته کړي چې نوموړی کېدای شي بېرته هرات ته ولاړ شي. په کابينه کې د نوموړي ساتل تر ډېره د دې لپاره و چې په هرات کې د نوموړي اغېز مهار کړل شي.

د لوړو زده کړو وزارت:  لپاره عبيدالله عبيد ته ولسي جرګې د باور رايه ورنکړه. مارشال قسيم فهيم نوموړي او مخدوم رهين ته ډاډ ورکړی و چې له ولسي جرګې به ورته رايه اخلي. عبيدالله عبيد او مخدوم رهين دواړه سرسختي متعصب او فاشيستان دي. دوی تل په دولتي ادارو کې ملي يووالی وهلی ټکولی او په ځانګړې توګه یې د پښتنو سره دښمني او تعبیضي چلندکړی دی. د عبيد ردول ولس ته ښه زېری دی.

د ښوونې او روزنې (معارف) وزارت لپاره:  فاروق وردګ د باور رايه لاس ته راوړه. نوموړي ۱۵۵ د تاييد رایې خپلې کړې.

د عدليې وزارت لپاره: سرور دانش ونشوکړای چې د باور رايه واخلي. په ۱۲۲ رایو رد شو. نوموړي ټولې ۹۶ رایې لاس ته راوړې.

د ماليې وزارت لپاره: دوکتور حضرت عمر زاخېلوال وکړای شول چې له ولسي جرګې د باور رايه واخلي. نوموړي ۱۴۱ د باور رایې خپلې کړې.

د کورنيو چارو وزارت لپاره: حنیف اتمر د باور رايه واخيسته.

ملي دفاع وزارت: ولسي جرګې عبدالرحيم وردګ ته د ملي دفاع وزارت ته د باور رايه خپله کړه.