د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ولسي جرګه کې د وړاندې شوې کابينې لپاره د باور/نه باور پروسه روانه ده

خبري څانګه 02.01.2010 11:02

د افغانستان په ولسي جرګه کې له نن سهار راهيسې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د وړاندې شوې کابينې لپاره د باور/نه باور رایه ورکونې پروسه روانه ده.

د رایو لپاره دوه صندوقان ايښودل شوي دي.  هر غړي ته د کانديدو وزيرانو کتابچه ورکول کېږي چې د هر وزير لپاره په کې یوه یوه پاڼه ځانګړې شوې ده او وزير نوم انځور په کې دي. د باور /نه باور رايو ټوله کتابچه په صندوق کې اچول کېږي.

د رایه اچونې له بهير څخه وروسته به رایې سمدستي شمېرل کېږي او ولس ته به پايلې همدا نن اعلانېږي.

ولسي جرګه یو شمېر کانديدو وزيرانو ته رایه ورکونې د اخلاقي چيلنج سره مخ کړې ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات ته مخدوم رهين کانديد دی چې ولسي جرګې دوه ځل په تېره کابينه کې د دې وزارت لپاره نه دی منلی او بې باوره یې اعلان کړی و. همدا راز لوړو زده کړو ته د عبيدالله عبيد په شان متعصب او فاشيست کس د ولسي جرګې لپاره بل چيلنج دی.

تر اوسه یواځې د رمضان بشردوست رایه معلومه شوې ده چې ټولو ته یې د نه باور رايه ورکړه. نوموړي ټولې ولسي جرګې ته خپله کتابچه پاڼه پاڼه وښودله چې یو وزير ته یې هم د باور رايه نه وه ورکړې.