د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سي ايي اى په خوست کې سخت ګوزار خوړلى 

عبدالهادي حېران 31.12.2009 09:33

د امريکا استخباراتي شبکې سي ايي اى تېره ورځ د افغانستان په سرحدي ولايت خوست کې يو داسې دروند ګوزار خوړلى چې امريکايي چارواکي يې د سختې حېرانۍ او پرېشانۍ سره مخ کړي دي. د خبري سرچينو له مخې يو ځانمرګى بريدکوونکى تېره ورځ د خوست په ولايت کې د بهرنيو قواوو په يو مرکز کې دننه د سي ايي اى د کارکوونکيو ورزشي کلب ته ننوت او بريد يې وکړ چې له امله يې ٨ تنه د سي ايي اى افسران وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

پرون په لومړنيو راپورونو کې امريکايي مطبوعاتو وويل چې په ځانمرګي بريد کې عام امريکايان وژل شوي دي خو وروسته امريکايي چارواکيو تاييد کړه چې وژل شوي کسان عام امريکايي ټېکه داران او کارکوونکي نه بلکې د استخباراتي شبکې سي ايي اى افسران دي. د دغو چارواکيو لخوا د سي ايي دومره شمېر کسان چېرته په کوم بريد کې ندي وژل شوي پرته له هغه يوه بريده چې څو کاله وړاندې د لبنان په بېروت ښار کې ترسره شوى و. په افغانستان کې دا د سي ايي اى لپاره تر ټولو سخت ګوزار و.

خو امريکايي چارواکيو په دې اړه تفصيلات ورنکړل چې دا پېښه څنګه رامنځته شوه. امريکايي مطبوعات په دې لټون وو چې معلومه کړي چې په خوست کې د بهرنيو قواوو دغه تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې مرکز ته ځانمرګى بريدکوونکى څنګه ننوت او بيا د مرکز دننه هغه کلب ته څنګه ورغى چې د سي ايي اى افسران پکې په عامو کاليو کې ناست وو. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبري ادعا کې، چې په خپله وېبپاڼه، www.alemarah.info، يې خپره کړې ويلي چې دغه بريد د ملي اردو د يو افسر، سميع الله، لخوا ترسره شوى او شل تنه د سي ايي اى کارکوونکي يې وژلي دي.

دغه ادعا تر دې دمه امريکايي او افغان چارواکيو نده تاييد کړې خو که تاييد شي نو دا به د بهرنيو قواوو لپاره په افغانستان کې يوه بله غټه د پرېشانۍ خبره وګرځي ځکه چې په دې وروستيو کې د افغان پوځيانو لخوا په دوى بريدونه زيات شوي او هر بريد درنه مرګ ژوبله اړولې ده. دوه ورځې د مخه يو د ملي اردو عسکر په بادغيس کې يو امريکايي عسکر ووژاه او دوه ايټالويان يې ټپيان کړل او څو مياشتې د مخه په هلمند کې د ملي اردو يو عسکر پنځه تنه برتانوي عسکر ووژل. تر دې پخوا هم داسې پېښې رامنځته شوې دي خو په دې وروستيو کې په دا ډول پېښو کې زياتوالى راغلى دى.

همداراز پرون په يوه بل خونړي بريد کې يوې چاودنې په سويلي ولايت کندهار کې پنځه تنه کاناډايان ووژل چې څلور يې پوځيان او يوه ژورنالسته وه. دې وژنو سره په ٢٠٠٩ کال کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو شمېره تر تېر کال ډېره لوړه شوه. دا په داسې حال کې ده چې امريکا پلان لري په نوي کال کې دېرش زره نور عسکر افغانستان ته راولېږي څو د طالبانو فعاليتونه پرې کم کړي او فشار پرې راوړي چې د سولې خبرو ته اماده شي. خو بلخوا ته طالبانو هم دوه ورځې د مخه په خپله يوه بيانيه کې وويل چې راتلونکى کال به د بهرنيو قواوو د ايستلو لپاره خپل بريدونه او فعاليتونه نور هم پسې تېز او خونړي کړي. طالبان د سولې خبرې او وړانديزونه د بهرنيو قواوو او افغان حکومت د ماتې په مانا بولي.

دا چې ٢٠٠٩ کال د دغې خونړۍ جګړې، چې په زرګونو ولسي خلک او بهرني او داخلي عسکر او جنګيالي پکې وژل شوي، د تر ټولو سختې برخې شاهد و، نشي ويل کېداى چې ګنې په راتلونکي کال کې به پکې څه کمى راشي، بلکې په جګړه کې د ښکېلو اړخونو د ارادو او ګواښونو څخه مالومېږي چې دا مرګونې لوبه به لا هم پسې توده شي، ځکه چې که يو خوا ته امريکا دېرش زره نور عسکر رالېږي، نو ناټو هم د اوه زره عسکرو ژمنه کړې، او يواځې دغه نه بلکې په زرګونو نور امريکايي کارکوونکي هم د افغانستان په لور راروان دي. په مقابل لوري کې پاکستاني طالبانو ادعا کړې چې په افغانستان ته يې د دغو عسکرو د ماتولو لپاره په زرګونو جنګيالي رالېږلي دي. په همدې ترڅ کې د ناټو قوماندانان او امريکايي چارواکي وايي چې د جګړې د ګټلو لپاره ورته نور همدا يو کال پاتې دى نو د خپل پوره واک او ځواک څخه به کار اخلي چې طالبانو ته ماتې ورکړي، خو دا هم ورسره وايي چې طالبان هم ارام ندي ناست بلکې د جګړې لپاره يې ځانونه سم چمتو کړي، ان تر دې چې د ناټو د يو قوماندان په وېنا يوه کابينه يې هم جوړه کړې او تقريباً د افغانستان د ټولو ولايتونو لپاره يې واليان ټاکلي دي. اوس نو هر څوک دا تصور کولى شي چې راتلونکى کال د افغانستان لپاره څومره جګړې په خپله لمن کې لري.