د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د يوه وژل شوي والي وروستۍ خبره

محمد نعمان دوست 30.12.2009 19:38

د لوګر پخوانى والي عبدالله وردګ دې خداى وبښي ، د ژوند په وروستيو کې راته يوه ډېره درنه خبره ، په تېلېفون وکړه.
هغه مهال خو مې د يوه نقل قول په توګه په راپور کې وکاروله ، خو اوس مې کله – کله په زړه اوړي را اوړي .

په هغو ورځو کې بهرنيو پوځيانو په ياد شوي ولايت کې عمليات کړي و او د عادت په څېريې ملکي وګړي وژلي وو .

په همدې اړه مې راپور چمتو کاوه ، خبر دردونکى و ژورنالستيک اصول رانه هېر شول ، احساساتي شوم ماويل :
ته ددې لوګر والي يې ، ولې دلته بهرنيان خپلسري عمليات کوي ؟
هغه سوړ اسويلى وکېښ او بيا يې راته وويل : وروره ! موږ پردۍ ښوروا ته ټيکله وړه وو ، والي د ځان واک نه لري ....
د والي صاحب زړه ډک و ، خبرې نورې هم اوږدې کړې او ښه يې زړه تش کړ .

رښتيا هم زموږ له ولسمشره نيولې تر وزير او نورو مقاماتو پورې ، پردۍ ښوروا ته ډوډۍ وړه وي.

د والي صاحب خبره مې يو ځل بيا هغه مهال په زړه را واوښته کله چې دوه ورځې وړاندې د کونړ وکيلانو په ولسي جرګه کې ددغه ولايت د ملکي وګړو وژنه راپورته کړه .

بهرنيانو د کونړ د نرنګ ولسوالۍ په باډيل کلي کې يو کور لولپه کړى و او ١١ تنه يې د وسلوالو مخالفانو په نوم وژلي و ، چې وروسته ملکي و ګڼل شول .
د کونړوکيلانو ويل چې دوى نور زغم نه لري ، ددې غم بايد وخوړل شي .

خو پوښتنه داده چې څوک يې غم وخوري؟ د کوم يو غم تراوسه خوړل شوى ؟
دا ځکه چې موږ د داسې يوه بدبخته هېواد ولس يوو چې له ولسمشر نه نيولې تر عادي ماموره پورې يې پردۍ ښورواته ډوډۍ وړوي.
وګوري ! کونړ زموږ دى خو د ترسره شويو عملياتو په اړه د ولسمشر حامد کرزي وياند وويل چې ، دغه عمليات له ځايي امنيتي مسوولينو سره نه و همغږي شوي ، خپل سر شوي دي .

دلته هرڅه خپلسري دي ، څوک په خپلسر نوې وسله ازمايي ، څوک خپل جنګيالي ازمايي او څوک ....!

موږ د داسي يوه هېواد ولس يوو چې ولسمشر يې يواځې د ملکي وګړو د وژنې د غندنې ، په هغوى د اوښکې تويونې ، د قربانيانو کورنيو ته د څو روپيو ورکولو او يا حج ته د دغو کورنيو د يوڅو کسانو د لېږلو ، واک لري .

خو ايا دا درد دواکولى شي ؟؟

ايا تقبيح، چې شايد له پخوا لکه متحد المال مکتوبونه ليکل شوي وي او کنده يې د ارګ په ماڼۍ کې پرته وي او يواځې نېټه او سيمه يې بدليږي ، ويرجنې کورنۍ ته د هغې غړي بيا ورکولى شي ؟

ايا څو نغدى روپۍ چې ايله د يوه بهرني پوځي د څو ورځو لګښت برابرې وي ، د هغوى د يتيمانو ژوند تامينولى شي او ايا د سعودي سفر له هغوى څخه د وژل شويو اولادونو غم لري کولى شي ؟؟؟
نه ، هيڅکله هم نه .
نو دلته دغه نارى سورى وهل هيڅ ګټه نه لري او نه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه نيولى شي .

موږ بې وسه يوو او ورځ تر بلې بېوسه کېږو او ترڅو چې بې وسه يوو له ژوند څخه به مو د يوې وسيلې په توګه کار اخستل کېږي ، څوک به مو په وژلو ځانته د جنت لاره هواروي او څوک به مو په وژلو خپلو اوږد مهالو سياسي او اقتصادي ګټو ته ځان رسوي .

د حل لاره مانه هم ورکه ده ، خو دومره پوهېږم چې ترڅو د پردۍ ښوروا له احتياجه خلاص نه شوو، له دې حالته نشو وتلى .

محمد نعمان دوست ، کابل
د مرغومي ٩مه ، ١٣٨٨

*
عبدالله وردګ د ميدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ د تنګي د سېمې اوسېدونکى او د جهاد د کلونو پر مهال، د استاد سياف په مشرۍ د اتحاد اسلامي له مشهورو قوماندانانو څخه و .
وردګ ، د ١٣٨٧ کال په لومړى مياشت د لوګر دوالي په توګه په دنده وګومارل شو او بيا د هماغه کال د وږي په ٢٣مه ، د کابل د پغمان ولسوالۍ په پجک سيمه کې د ريموټ کنټرول ماين په يوه چاودنه کې له دوه ساتونکيو او يوه موټر چلونکي سره ووژل شو .

--
تبصرې وکړئ ، خو د کلام عفت مه هيروئ !