د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

متعصب مخدوم رهين ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړل

خبري څانګه 30.12.2009 10:40

د ولسمشر حامد کرزي له خوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند متعصب او فاشيست مخدوم رهين پرون د افغانستان ولسي جرګې ته ځان وروپېژاند او د وينا په دوران کې یې د ځان د سپيناوي کوښښ وکړ.

مخدوم رهين وويل چې د پښتو ژبې کتابونه یې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزرات نه دې لرې کړي او که وزير شي نو په رسنيو کې به غير اخلاقي او غير اسلامي خپرونې بندې کړي. دا په داسې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پښتو لوحه نوموړي درې کړې وه او غير اخلاقي او غير اسلامي خپرونو د نوموړي د وزارت په مهال پيل شوې او رهين ترې تل د بيان د ازادۍ په نامه دفاع کړې ده. داسې ښکاري چې رهين غواړي د ولسي جرګې غړې غافله کړي او ورته وښايي چې بې ګناه دی.

د يادونې وړ ده چې د طلوع په ډول رسنۍ چې غير اسلامي او غير اخلاقي خپرونې کوي د مخدوم رهين د وزير کېدلو کلک ملاتړ کوي او ورته کمپاين کوي. دا ناشونې ده چې ګنې مخدوم رهين به د طلوع په شان رسنيو فشار راوړي. له بله پلوه مخدوم رهين د غير اسلامي فکر څښتن دی او په هيڅ ډول به د غيراسلامي او غير اخلاقي خپرونو مخنيوی ونکړي.

مخدوم رهين متعصب او په مجلسونو کې خپل فاشيست خویونه نه پټوي. په ډېری مجلسونو کې یې د پښتنو ضد سياسي جبهه جوړول تاييد کړي دي او په هندوستان کې د سفارت په مهال یې د لسګونو کلونو پښتو لوحه په دري اړولې او پښتو کتابونه یې د سفارت له کتابتون څخه ورک کړي دي.

رهين دولسې جرګې د یو غړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ده د وزارت په مهال د ملي ترمنالوژۍ درناوی نه کېده او په راتلونکې کې به د دې سکالو سره څه ډول چلند وکړي هيڅ ونه ويل. نوموړې ځان تېرويست او دې پوښتنې ته یې ځواب ونه وايه. دا روښانه کوي چې مخدوم رهين پاک سړی نه دی. که ولسي جرګې ته احترام نه لري او پوښتنو ته یې ځواب نه وايي نو د ملت او ولس پوښتنو ته به څه ځواب ووايي.

مخدوم رهين د ولسي جرګې نورو پوښتنو ته هم ځواب ونه وايه او ټول وخت یې د خپل ځان په صفت ضایع کړ.

رهين د خبرو په مهال وويل چې په راتلونکي پنځه کلونو کې به ملي راديو تلويزيون، باختر اژانس، او دولتي ورځپاڼې له دولتي چوکاټ څخه وباسي او شخصي به یې کړي. نوموړي ونه ويل چې د دې کار ګټه به څه وي.

د نظار شورا د خوشالولو لپاره رهين وويل چې په راتلونکو پنځه کلونو کې به د جهاد او مقاومت د تاريخ ساتنې په موخه یو موزيم جوړ کړي. جهاد او مقاومت هغه ټکي دي د نظار شورا او جمعيت ډلې یې د سياسي ګټو لاس ته راوړلو لپاره کاروي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د مخدوم رهين په کانديدو افغان ولس هک پک دی. نوموړی داسې څېره ده چې یواځې او يواځې د افغانستان دښمنان یې په شتون خوشالېدی شي. خو ويل کېږي چې نوموړی د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم او صبغت الله مجددي ملاتړ لري او ورته ډاډ ورکړ شوی دی چې د ولسي جرګې غړي به یې بيا رد نه کړي.

ولسې جرګې پخوا دوه ځلې مخدوم رهين رد کړی دی او د همدې وزارت لپاره یې د باور رايه نه ده ورکړې. ولسي جرګه د یو ستر اخلاقي چيلنج سره مخ ده. که مخدوم  رهين ته د دوه ځلو بې باورۍ څخه وروسته د باور رايه ورکړي نو د ولسي جرګې به هيڅ اخلاقي حيثيت پاتې نه شي.

مخدوم رهين د هېواد د تاريخې ابداتو په پټولو، غير قانوني کېندلو، او قاچاق هم تورن دی.