د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ۲۰۰۹ کال راپور

الاماره 30.12.2009 10:17

(۲۰۰۹)کال : دمجاهدینو بریا او داشغالګرو اضطرار

تیرمیلادی کال دالله په نصرت او د مجاهدینو دبریالیو عملیاتواو کلک مقاومت او دافغانستان د اسلامی امارت دمنسوبینو دسیاسی پوهی او بصیرت له امله له پوځی ،سیاسی او مطبوعاتی اړخه د پخوا په نسبت یو له بریاوو او لاسته راوړنو ډک کال وو .

تیرکال په اشغالګرو ځواکونو او دهغوی په لاسپوڅو باندی دمجاهدینو له لوری جبهی ،چریکی او مخامخ جنګونه او دمځکی لاندی دښخ کړل شویوماینونو بریدونه او حملې د نورو کلونو په پرتله دومره زیاتی وې چی مغرور دښمن یې په نارو کړ او له مجاهدینو سره یې دروغی جوړی اوسولې دخبرو اوازې اوګنګوسی پیل کړل چي داخپله د اشغالګرو فوځی او سیاسی ماته او دافغانستان داسلامی امارت یوه لاسته راوړنه ده .

له سیاسی پلوه دافغانستان داسلامی امارت دمشرتابه سیاسی بصیرت ، پوهی او دهرې پېښی او مسلې په وړاندی په برحقه دلایالو ولاړ دریځ او دمجاهدینو پرله پسې او نه ستړی کیدونکی کارنده بریدونو، دشمن په اضطرار اونا قرارۍ کی اچولی او په کوردننه له زیات شمیر جنجالونو او ولسی مخالفتونو سره مخ کړی ،ثابته او پخه پالیسی نلری ،له یوې خوا کله دنورو ډیرو فوځونو درالیږلو خبرې کوی او له بلې خوا یی ډیرژر په بیرته وتلو غیرمعقول نظر څرګندوي اوله سیاسی لوری دمسلې د حل په لارو چارو دغور کولو غوښتنه کوی.

همداراز له سیاسی بریاوو نه یو ه داچی دتیرکال دولسمشرۍ دانتخاباتود لوبې او ډرامې په مهال ، ولس داسلامی امارت بلنې ته لبیک ووایه او دا پروسه دولس په عام پریکون او دمجاهدینو دکارنده بریدونو اوقبلی پلان شویو تکتیکونو له برکته ناکامه او دلویدلو رایو شمیره یی تر اټکل زیاته ټیټه او دټولو سیاسی کتونکو او مبصرینو په وینا یوازې د راواردې شوې دیموکراسۍ دبقا لپاره یوه نمایشي پروسه وه او بس .

که تیرکال ته نظروکړو په مجموع کې داویلی شوچې دمجاهدینو دبریالي اوافغانستان شموله مقاومت له برکته دملګروملتونو دادارې اواروپايي ټولنې په شمول زیاتره غربي مغرورقدرتونه داسلامي امارت دسیاسي ځواک اوپرستيژ په منلو اړشول هغه نړۍ چې یووخت یې داسلامي امارت مجاهدین یوسطحي او لنډمهالی خوځښت باله بالاخره دیوه معتبر افغاني اواسلامي تحریک په توګه ددوی دسیاسي ځواک په منلوقائل شول .

تیرمیلادي کال دالله تعالي دنصرت او دمخلصو مجاهدینو دهلو ځلو په برکت له پوځي او جهادي اړخه دپخواپه نسبت یوتراټکل لوړ بریالی کال وه چې یرغلګرو ځواکونو په کې دسراومال درانه تلفات وزغمل دکال په سرکې له پسرلي وړاندې ددرست افغانستان په سطحه دمجاهدینو په تشکیلاتو کې داسلامي امارت دمشرتابه شورا له تصمیم سره سم ژور ادلون بدلون او نوي تقرري راغله دغه راز دجهادي جبهاتو دلاموثریت لپاره په ټولو ولایاتو کې په نوې بڼه نظامي اوملکي تشکیلات رامنځته شول چې الحمدلله دجهادي بریاوو په لاسته راوړلو کې یې سترنقش درلود.
دتیرکال دمارچ دمیاشتې په پيل کې امریکایی اولس مشر بارک اوباما دافغانستان په اړه نوې ستراتیژي اعلان کړه اوویې ویل چې دې هیوادته به لسګونه زره اضافي عسکر ولیږي دهمدې پیښې په تعقیب دثور دمیاشتې له لسمې څخه داسلامي امارت دمشرتابه شورا لخوا په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې په درست افغانستان کې مجاهدینوته دنصرت په نامه دنویوعملیاتو دپیل امرورکړل شو اوپه دې ډول په درست هیوادکې ددښمن په ثابتو او سیارو ځواکونو او نورو اهدافو بریالي او همآهنګ عملیات پیل شول داعملیات دپخواپه نسبت خورابریالي اومنسجم چې دهرې ورځې اومیاشتې په تیریدو ورسره ددښمن دسرتیرو مرګ ژوبله او مالي زیانونه لوړیدل.دثبوت لپاره به په لاندي ترتیب شوی جدول کي یرغلګرواودهغوی ومزدورانوته د تیرکال په مهموفوځی عملیاتو کې د وراوښتوزیانونودقیقه اومستنده احصائیه وړاندي کړو، چي جزئیات یې وخت په وخت داسلامي امارت دویندویانولخوادرسنیوپه واک کي ورکړل سوي دي .


وژل شوي او ژوبل شوې بهرنيان5587
وژل شوې داخلي عسكر7254
ټپي شوې كورني عسكر2069
ويجاړشوي عراده جات او شوبلې 3667

رانسكوري شوي الوتكې44

شهيدان او ژوبل شوي مجاهدين540

په تأسف سره چي په همدې کال کي دوحشي یرغلګروپه ړندوبمباریواومخامخ ډزوکي دهیوادپه بېلابیلوسیموکي په سلګونوملکي افغانان هم شهیدان سوي اوکورونه یې وران سوي دي چي ؛دبېلګې په توګه یې دفراه دبالابلوک اودکندزدچهاردرې خونړۍ اوبوږنونکي پیښي یادولای سوچي ،په ترڅ کي یې تر«۵۰۰»سوه زیات هیوادوال چي ډیری یې ښځي اوماشومان ووشهیدان اوټپیان سول . دافغانستان اسلامی امارت لکه څرنګه چی دهرې یادې شوې دردونکی پیښې دپيښېدو پرمهال دخواخوږۍ او تسلیت پیغام خپورکړی یوځل بیا دشهیدانو کورنیو ته الله تعالی له درباره دصبرجمیل او اجرعظیم غوښتنه کوي .

دافغانستان اسلامي امارت به په راتلونکي (۲۰۱۰)زکال کي دنړیوالونیواکګروځواکونوپه وړاندي دلوی او ځواکمن څښتن په نصرت او دډول ډول پوځي مهارتونواوپرمختللوتاکتیکونوپه کارولوسره دسپیني ماڼۍ اوبروکسل مغروراوجنګ خوښي چارواکي اړکړي چي له افغانستان څخه پښې سپکي کړي .

دافغانستان اسلامی امارت