د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان وايي په ۲۰۰۹ کال کې یې خپل تلفات ۵۴۰ کسان او د دولت او بهرنيانو تلفات ۱۸۵۷۷ دي

خبري څانګه 30.12.2009 10:12

د افغان دولت مخالفې وسلوالې ډلې (طالبانو) ټول افغان ته په یوه خبرپاڼه کې چې د ۲۰۰۹ کال رپوټ یې بولې ويلي دي چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د دولت او بهرنيانو  ۱۸۵۷۷ پوځيان وژلي او ژوبل کړي دي.

طالبان خپل مړه او ژوبل سرتېري ۵۴۰ ښايي. خو نه یې دي ويلي چې په دې کې مړه څو دي او ژوبل څو دي. خو بهرنيانو د مړو شمېره یې ۵۵۸۷ ښودلې ده. او د ملي اردو د مړو پوځيانو شمېر یې ۷۲۵۴ ښودلی دی.

بهرني ځواکونو او افغان دولت په ۲۰۰۹ کال کې د خپلو او مخالفينو د تلفاتو شمېر نه دی اعلان کړی خو د icasualties.org ويبسايټ ښايي چې په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې ۵۰۸ بهرني پوځيان وژل شوي دي.


icasualties.org ښايي چې د جګړې له پيله تر اوسه د بهرنيانو ډېرتلفات په هلمند او کندهار کې او ورپسې په لويه پکتيا، ارزګان، او زابل کې دي.  فراه او هرات تر دې وروسته دي. په داسې حال کې چې بدخشان، دايکندي او یوشمېر نورو ولايتونو کې هيڅ تلفات نه دي ښودل شوي.

طالبانو په خپل رپوټ کې د بهرنيانو له خوا د ولسي وګړو وژنې ته هم اشاره کړې ده او د بهرنيانو په بمباريو او عملياتو کې یې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره ((تر۵۰۰ زياته)) ښايي.

طالبانو په رپوټ کې نه دي ويلي چې د دوی په عملياتو، سړک غاړې بمونو، او ځانمرګو بريدونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره څومره ده. د يادونې ده چې د طالبانو په ډېرو عملياتو او په ځانګړې توګه ځانمرګې بريدونو کې ډېری قربانیان بې ګناه ولسي وګړي دي.

شنونکی کمال الدين رنځور په دې اړه وايي چې د دې شمېرې نه ښودل د پوځي تبليغاتو سره اړخ لګوي. ((په جګړه کې ښکېلې خواوې هيڅکله په دې اعتراف نه کوي چې ګنې ولسي خلک وژني. دوی تل کوښښ کوي خپل کمزوري ټکي پټ او د دښمن ښکاره کړي.))

رنځور وايي چې طالبان ولس ته د دوی له خوا د ولسي وګړو د وژلوپه اړه پوره حقيقت وړاندې کول نه غواړي ځکه پوهېږي چې د داسې شمېرې ښودل به د دوی په اعتبار منفي اغېزه وکړي.

په رپوټ کې طالبانو ويلي دي چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د بهرني او دولتي ځواکونو ۳۶۶۷  عراده جات او شوبلې ويجاړې کړي دي او ۴۴ الوتکې یې نسکورې کړي دي.

طالبانو ۲۰۰۹ کال ((دمجاهدینو بریا او داشغالګرو [د] اضطرار)) کال بللی دی او ويلي یې دي چې په ۲۰۱۰ کال کې به د دښمن په ضد نوي تکتيکونه او مهارتونه په کار واچوي او بهرنيان به له افغانستان څخه وتنې ته اړ کړي.

د طالبانو د ۲۰۰۹ کال بشپړ رپوټ کټ مټ دلته لوستلای شﺉ.