د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کریسمېس او د حضرت عیسٰی ع ریښتینی زېږد

محمدکریم نور 27.12.2009 20:27

کرېسمېس له انګریزي ویي
Christ´s Mass
څخه اخېستل شوی دی . دغه ویی له آره له یوناني هغه
Christos missa
څخه اخېستل شوی دی چې د "عیسویانو سپیڅلی ټولی" مانا ترې اخیستل کېږي . په څرګندنه یا اصطلاح کې هرګوره د حضرت عیسٰی ع د زېږد نمانځنې ته وایي چې عیسویان یې د دېسېمبر پر 25 سرته رسوي .  ځینې ملکونه لکه روسیه، اوکراین، جورجیا، ارمینیا (ارمنستان)، سېربیا او مصر یې د جنوري پر 7 نمانځي . د حضرت عیسٰی ع د زېږد نېټه مالومه نه ده . عیسویان هم په یوه خوله نه دي . یوه یوناني عیسوي راهب تیتوس کلېمېنس چې له 150-250 زیږدیز کال پورې ژوندی وو او د کلیسا په اړه یې لیکوالي هم کوله د حضرت عیسٰی ع د "زېږد او وفات ورځ" د یهودي جنتري سره سم د نیسان پر 14 وګڼله چې د دېسېمبر له 25 سره سمون خوري . په 1889 کال کې لوییس دوشېزنې فرانسي عیسوي فیلسوف، د خپلې څېړنې پر بنسټ وویل چې جبرائېل ع د مارچ پر 25 بي بي مریمې ته د ماشوم زیری ورکړ . ده په دغه ورځ نهه میاشتې ورډېرې کړې او د عیسٰی ع زېږد یې د دېسېمبر پر 25 ومنه، حال دا چې ځینې اسلامي پوهان په دې اند دي چې بي بي مریم ع په عسٰی ع یوازې درې ساعته حامله پاتې شوه، په دې مانا چې عیسٰی ع وروسته له دریو ساعتونو څخه پیدا شو، ځینې اسلامي پوهان ان لا وایي چې یو ساعت وروسته پیدا شو . نیوټن ادعا کوله چې د عیسٰی ع د زېږد نېټه ځکه پر 25 د دېسېمبر ومنل شوه چې په دې وخت کې مځکه له لمر څخه د 23۔26 درجو پورې په لرې ترین واټن کې راځي . او دغه ورځ به په تېر وختونو کې نمانځل کېده . خو دا چې ولې، کوم دلیل نه لري . الماني عیسوي راهب پاول اېرنست یکوبلېنسکي ویل چې د کرېمس ورځ ځکه 25 د دېسېمبر وټاکل شوه چې د یوناني لمریزي جنترۍ له رخصتۍ سره سمون وخوري . ډېر یې وایي چې کله عیسٰی ع وزیږېد، شپانه له خپلو رمو سره په شنو فصلو کې ګرځېدل . خو سړی پوښتي چې شنه فصلونه د دېسېمبر پر 25 چې د ژمي پیل وي، څنګه پیدا کېږي .

عیسویان د دېسېمبر 25 ځکه نمانځي چې :
● د دوی په اند د حضرت عیسٰی ع د زېږد ورځ ده .
● حضرت عیسٰی ع د انسان په بڼه راښکاره شوی دی . ځکه چې عیسویان ادعا کوي چې عیسٰی ع د خدای  زوی او خدای دی (استغفروالله) .
● عیسٰی ع په همدې ورځ بیت المقدس ته راغی .
● عیسویان پر دغه ورځ د حضرت عیسٰی ع بیا راتګ ته سترګې پر لاره دي .

د حضرت عیسٰی ع زېږد د هر ملک کلیسا او راهب کابو ډول-ډول شني . ان دا چې د دوی په ډول-ډول توراتونو او انجیلونو کې رنګارنګ سپړلی شوی دی . د بېلګې په توګه د مرقس او متٰی په انجیلونه کې راځي :
مریم د عیسی مور د یوسف په نکاح کې وه، خو له واده مخکې د روح القدس له خوا حامله شوه . یوسف چې اخلاقي اصولو ته سخت ژمن وو، غوښتل یې چې له واده څخه لاس پر سر شي، خو دا یې مناسبه وګڼله چې دا کار په پټه او د خلکو له خبرولو پرته وکړي تر څو مریمه بې پته نه شي . په دغو سوچونو کې عرق وو چې خوب پرې راغی او یوه فرښته یې ولیده چې ده ته یې وویل : یوسف، د داؤد زویه، له مریمې سره د واده په اړه اندېښنه مه کوه . د دې په رحم کې ماشوم د روح القدس له لوري دی، هغه به یو زوی وزیږوي او ته به یې نوم عیسٰی (ژغورونکی) کېږدي، ځکه دی به خپل قوم له ګناهونو وژغوري . او دا همغه پیغام دی چې خدای څو پېړۍ مخکې خپل نبي اشعیا په ژبه لېږلی وو چې :
وګورئ، پیغله نجلۍ به حامله شي، زوی به وزیږوي، او همغه به اېمانوئېل یا عمانوئېل (مانا دا چې خدای له موږ سره دی) ونومول شي . کله چې یوسف ویښ شو، د فرښتې له وینا سره یې سم عمل وکړو ، مریم یې کورته راوسته چې د ده مېرمن وي . خو ده تر هغه وخته ورسره نېږدیکت (کورواله) ونه کړ چې زوی یې پیدا شو او عیسٰی یې ونوماوو .
د یادښت وړ ده چې دغه انجیل د حضرت عیسٰی ع نه دی، بلکې ډېر وخت وروسته کوم بل چا په خپله خوښه هغه څه لیکلي دي چې زړه یې وو . ځینې عیسویان یې په خپله هم ردوي .

الله سبحانه و تعالیٰ هر ګوره د سوره عمران په 35-37 آیتونو کې فرمایي :
»هغه وخت چې د عمران مېرمنې وویل : زما په رحم کې چې څه دي، هغه مې ستا لپاره نذر کړي دي، آزاد له بل هر کار څخه، نو زما څخه یې قبول کړه . بې شکه چې ته ښه پوه اورېدونکی یې . نو کله یې چې وزیږوله، نو ویې ویل : اې زما ربه، ما خو نجلۍ وزیږوله، او الله ج ښه پوهېږي چې څه یې زیږولي، او نارینه خو د ښځې په څېر نه وي، او ما هغه مریم ونوموله، او زه دا او اولاد یې له رټل شوي شیطان څخه ستا په پنا کې درکوم . نو خپل رب یې په ښه توګه قبوله کړه او  د دې روزنه یې وکړه او زکریا یې د دې روزونکی او کفیل وګرځاوو . چې کله به زکریا د دې عبادتځي ته ورننوت، نو د دې په خوا کې به یې خاص خوراک وموند، وبه یې ویل: اې مریمې دا له کومه درته راغلي؟ دې (مریمې) به وویل : دا د الله ج له لوري ده، بې شکه چې الله ج وغواړي هر چاته بې حسابه روزي ورکوي . «

مریم ع یوه ورځ چې له خلکو ګوښه او یوازې وه، یوه فرښته د سړي په شکل ورته راڅرګنده شوه . هغې (مریم) ورته وویل : زما خواته مه راځه، زه رحمان خدای ته له تا پنا وړم . هغې (فرښتې) ورته وویل : زه د الله تعالی له لوري رالېږل شوی یم چې تا ته هغه زوی در پر برخه کړم چې د الله ج د یوې کلمې (امر او حکم) په وجه به پیدا کېږي، نوم به یې مسیح عیسی د مریم زوی وي . هغې (مریم) وویل: اې زما ربه زه به څنګه اولاد وزیږوم حال دا چې د هېڅ انسان لاس نه دی راباندې لګېدلی او نه زه بدلمنې یم . په ځواب کې ورته وویل شو : ستا رب چې د څه شي عراده وکړي، نو یوازې دا کافي ده چې ووایي، وشه، او هغه به له ځنډه پرته وشي . ستا زوی به په وړکتوب او زړښت کې خبرې کولای شي . په انجیل او تورات به پوهېږي، پېس او له موره ړوند به د الله تعالی په اذن روغولی شي . مړی به په دعا سره ژوندی کولی شي . خلکو ته به ویلی شي چې نن یې کوم خوراک په برخه کېږي . او سبا ته به څه ذخیره کوي .

قرآن د عیسٰی ع د زیږد په اړه د مریم په سورۀ مبارکه (16-36 آیتونو) کې فرمایي :
د آیتونو خلاصه :
کله چې د ماشوم د زېږد نېټه را نیږدې شوه، نو د معبد شرقي لوري  ته د خلکو له سترګو پټه او د خورما د یوه نوي رسېدلي نیالګي لاندې کښېناسته او ویې ویل : اې زما ربه، کاش تر دې د مخه مړه شوې او هر چا هېره کړې وی، فرښتې ورته وویل : اندېښنه مه کوه، دا دی رب دې ستا تر پښو لاندې چینه راخوټولې ده، که وږې شوې، ونه وخوځوه، تازه خورما به درته راتوی شي، د زوی په پیدا کېدا به د سترګې خوږې شي، که کوم انسان د تر سترګو شو، ورته ووایه چې ما نن روژه نیولې ده، له هېچا سره خبرې نه کوم . ماشوم یې وزیږېږد، په غېر کې یې واخېست، او د خپل ټبر پر لوري وخوځېده . خلک ورته راغونډ شول او ورته ویې ویل: دا د څه بد کار کړی دی؟  د هارون خورې، نه خو ستا پلار بد سړی وو، او نه د مور بد لمنې وه . دې (بي بي مریم) ماشوم ته اشاره وکړه چې له ده څخه پوښتنه وکړئ ، دوی وویل چې څنګه له وړوکي ماشوم سره چې د زانګو دی خبرې وکړو؟ ماشوم ځواب ورکړ : زه د الله بنده یم، کتاب یې راکړی، پیغمبر یې ګرځولی یم، برکت یې را پر برخه کړی دی، د ژوند تر پایه یې په لمانځه، ذکات او له خپلې مور سره په ښه سلوک ګمارلی یم  . الله زما او ستاسو رب دی، د هغه عبادت وکړئ چې مستقیمه لار همدا ده . دا د عیسی بن مریم حقیقت دی، دا همغه حقیقت دی چې دوی پکې شک کوي، الله تعالی تر دې ډېر لوی دی چې ځانته زوی غوره کړي، د ده کار داسې دی چې د څه شي اراده وکړي، ورته ووایي چې وشه، او هغه سملاسي تر سره شي.  
پوښتنه را پیدا کېږي چې آیا دغه کسان چې یو خوا د عیسٰی ع د پیروۍ ادعا کوي، بلخوا هغه حضرت ته سپکاوی کوي، آیا د دې وړتیا لري چې سړی دې دوی ته عیسویان ووایي؟
د دغې پوښتنې ځواب به له اسلامي پوهانو سره خوامخوا وي .

د کلیسا مشران یا راهبان په خپله یو څه ووایي او هغه بیا په عیسٰی ع پورې وتړي . د بېلګې په توګه، عیسویان ادعا کوي چې عیسٰی د خدای زوی دی، استغفروالله، حال دا چې داسې خرافات نه په تورات کې شته او نه په انجیل کې . اصل تورات او انجیل شتون نه لري، ځکه چې هغه یهودانو وسوځول . راهبان له خپلې خولې لیکلي دي چې عیسٰې ع الله ج ته د "زما پلار" خطاب کوه، یا هم وایي چې فلاني وویل چې عیسٰی ع داسې خبره کوله . حضرت عیسٰی ع هر ګوره له خپل زېږد وروسته په همغه ماشومتوب کې وویل چې :

قَالَ إِنِّى عَبۡدُ ٱللَّهِ ءَاتَٮٰنِىَ ٱلۡكِتَـٰبَ وَجَعَلَنِى نَبِيًّ۬ا (٣٠، سورۀ مریم)
(عیسٰی ع وویل چې زه د الله ج بنده یم، ماته یې کتاب راکړی دی او زه یې نبي ګرځولی یم)

عیسٰی ع هېڅ وخت الله سبحانه و تعالیٰ ته د پلار خطاب نه دی کړی . په سوره مریم کې راځي چې :
وَإِنَّ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمۡ فَٱعۡبُدُوهُ‌ۚ هَـٰذَا صِرَٲطٌ۬ مُّسۡتَقِيمٌ۬ (٣٦، سورۀ مریم)

او بې شکه چې الله زما او ستاسو رب دی، د هغه عبادت وکړئ چې مستقیمه لار همدا ده .

عیسویان له کرېسمېس سره نورې ورځې هم نمانځي چې د ادوېنت په نامه یادېږي . ادوېنت له یوناني ویي ادوېنتوس څخه اخېستل شوی دی چې راښکاره کېدا او شتون ته وایي . خو ادوېنت همدارنګه د نوي کال راتګ ته هم وایي . د ادوېنت د مودې پر اوږدوالي د عیسویانو مذهبي ډلي په یوه خوله نه دي . ډېر یې په دې نظر دي چې ادوېنت د نووېمبر له 11 څخه د جنوري تر 6 پورې دوام لري . له اوومې پېړۍ څخه راوروسته عیسویانو په دغه وخت کې روژه نیوله، هر ګوره پرته له شنبې او یکشنبې څخه . خو د 1917 کال راهیسي  واتیاکان دغه روژه خلکو ته وبښله .

کرسېمېس په رسمي توګه د دېسېمبر پر 24 ماښام پیلېږي چې سبا ته یې 25 وي . دې ماښام ته "سپېڅلی ماښام هم وایي" . په همدې ورځ وروسته له غرمي څخه د کرېسمس ونه هم درول کېږي چې ډېر خلک یې په ستوریو، رنګارنګ زري کاغذونو او کوشنیو ګروپونو سمبالوي . د ونې رواجول هم کومه مذهبي مخینه نه لري، بلکې یو کلتوري دود دی چې په 19 پېړۍ کې پیل شو . دا چې دغه ونه د ناجو ده او تل شنه یا تازه وي، نو عیسویان یې د نوي کال او همدارنګه دا مانا ترې اخلي چې ژوند یې تازه وي . په همدغه "سپېڅلي ماښام" د کورنۍ ټول غړي سره راټولېږي، یو ځای ډوډۍ خوري (یو ځای خوراک نه عادت دی او نه هم خلک دومره وخت لري) او یو بل ته تحفې ورکوي .


ډېرې خلک په دې اند دي چې په یوه سیکیولرېستي نړۍ کې د مذهبي ورځې نمانځل له آره مذهب ته د درنښت له امله نه، بلکې د سوداګرۍ ګټې پر بنسټ کېږي . لکه چې مخکې وویل شول چې د هرې کورنۍ غړي یو بل ته هدیې ورکوي، نو ځکه د ټول کال په اوږدو کې یوازې په همدغه وخت کې بازار ډېر توود وي . هر سوداګر هڅه کوي چې د کرېمېس وخت کې نوي شیان خلکو ته وړاندې کړي . که څه هم چې په لویدیځه نړۍ کې لګښت، پېر اوپلور په هر وخت کې خورا ډېر دی، خو د کرېسمېس په وخت کې بازار د بل هر هغه په پرتله لوړترین ټکي ته رسیږي .  د ډېر پېر او پلور لپاره ان د کرېمېس په نامه نوي لنډ مهالي (یوه میاشتیني) بازارونه جوړېږي چې د شپي تر ناوخته پورې د پلور اجازه لري . که څه هم چې ځینې راهبان له دې ډول بازارونو سره نه باندې دي او وایي چې په دې سپېڅلیو ورځو کې باید خلک لګښت ته نه، بلکې سپماو ته وهڅول شي، خو د هر ملک اساسي قانون د دې بازارونو مخه نه نیسي .



عیسویان په دې اند دي چې ګواکي په پینځمه پېړۍ کې په ترکیه کې یو عیسوي راهب وو چې ماشومانو ته به یې تحفې راوړلې، دوی به یې خوښ ساتل او د عیسویت پیغام به یې ورته رسوه . دوی دغه کس د بابا کرسېت، بابا نوئېل، سانت نیکولوس، سنټه کلوس، یا په الماني ژبه وینختس من یادي . ځینې وایي چې نوموړی هسې یو خیالي یا افسانوي شخص دی چې د ماشومانو د خوښولو لپاره یادېږي . خو دغه افسانوي شخص تر اوسه پورې نه چا په سترګو لیدلی دی، نه یې چاته پټه یا برلا تحفه ورکړې ده، او نه یې پر شتون کوم تاریخي لاسوندونه شته . خو د کره لاسوندونو پر بنسټ دا د کوکاکولا د فابریکې یو نوښت وو چې پر ماشومانو خپل مواد وپلوري . دغه افسانوي شخص سره چپنه، سپینه  لویه ږیره او وېښتان لري . ډېر نارینه او ښځې د کرېسمېس په شپو ورځو کې همدا ډول کالي اغوستي وي او ماشومانو ته په لاس کې یو څو چاکلیت ورکوي . ډېرې مېرمنې بیا هر ګوره همدا ډول کالي واغوندي او خپل ملګري یا مېړه جنسي اړیکو ته هڅوي، او ورته وایي چې نن یې یوه "ځانګړې تحفه" ورته تیاره کړې ده .



اخځونه :
انګریزي او الماني ویکي پېدیا
بابیل د قران په رڼا کې (حکمتیار)
المانی تفسیر شریف (ابو رضا، ابن محمد، ابن احمد، ابن رسول)
د عمر بن الخطاب د جومات (ماربورګ ښار) خطیب