د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په قتل پښېمانه يم

محمد نعمان دوست 26.12.2009 16:28

هغه ورځ مې د ډېرو ښکلو مرغانو ژوند اخستى و ، په يوه لاس کې مې د هغوى جسدونه له پښو نيولې و او په بل لاس کې مې بادي ټوپک و.
د مرغانو پرېکړو غاړو نه څاڅکى _ څاڅکى وينه څڅېد ه او يوه نرۍ ليکه يې راپسې جوړه کړې وه.

مرغۍ به د ونې په شنه څانګه ناسته وه ، خوږۍ نغمې به يې غږولې او يا به يې د خپلو بچيانو لپاره دانو ټولولو پسې پټيو کې ټوپونه وهل .
خو زما زړه دومره ډبرين و چې د هغوى ښايسته ځوانۍ او د ګېډې مجبوريت ته مې نه کتل ، د بادي شپيلۍ به مې ور مخامخ کړه او د ماشې په کشولو به ښکلى غږ ټپ شو او ښکلۍ مرغۍ به شا په تخته واوښته .

نور کورته راستنېدم ، هوا توده وه ، د ويالې په غاړه – غاړه په شنو وښو کې راروان وم . يو ناڅاپه ودرېدم :

هلته د ويالې په ډنډ اوبو کې يو ښکلى مرغه ناست و ، کله به يې مښوکه اوبو کې ښکته کړه ، کله به يې ځاى په ځاى ټوپونه وهل او کله به يې وزرونه رپول .
ورنږدې شوم ، د پښو غږ يې واوريد ، سر يې راپورته کړ خو هماغه شان يې غاړه له مينې کږه وږه کوله او وزرونه يې رپول .
مرغه ، پوهېده چې زه له غوښو جوړ انسان يم او دغه مخلوق له مينې او عاطفى سره ټينګ پيوند لري نو ځکه ډاډه و .

ما د ټوپک شپيلۍ ور برابره کړه ، خو هغه بيا هم باور نه کاوه چې دغه شان مخلوق دي دومره ظالم وي ، بيا يې سر اوبو کې ښکته کړ خو چې کله يې راپورته کړ نو زما خواته يې د خپلو همنوعو پرېکړۍ غاړۍ وليدلې ، ور خطا شو خو هيڅ يې نشو کولى.
ځان يې الوت ته جوړ کړ خو لا پورته شوى نه و ، چې ساچمه يې پر سينه ونښته او بيرته په شا ولويد ، شاوخوا اوبه يې سرې شوې ، ورټوپ مې کړ، ما يې په مرۍ چاقو کشوه او هغه دواړه سترګې ، داسې زما په سترګو ښخې کړې وې تا به وې ، ترحم او زړه سوى په کې لټوي .
خو چې وه يې نه موند، نا هيلۍ شو او بيا يې ورو- ورو سترګې پټې کړې .

له هغه وخته شاخوا ١٢ کاله تېر شوي ، خو اوس هم راته د هغه مرغه مينه ، ناز او خپل ظلم را ياديږي او کله – کله راته ځان قاتل ښکاره شي ، له ځانه مې نفرت وشي ، ډېر پښيمانه شم خو هغه راته نه جبرانېدونکې ګناه ښکاري .
چې اوس هم کله ، هماغه حالت د شپې را ياد شي ، خوب را نه وتښتي او تر سبا نارامه يم.

کله خو يو دم کښينم ، سترګې ومښم ، ځان رانه هېر شي په نورو فکرونو سر شم ، له ځانه وپوښتم :

د انساني قاتلانو به څه حال وي ؟
هغوى چې په ښايسته ځوانيو خاورې اړوي ، هغوى چې د مور ايکى يو زوى وژني ، هغوى چې تنکي ماشومان د پلار له خوږ نعمته بې برخې کوي او هغوى چې ... !!!
دوى هم له غوښو جوړ انسانان دي ، دوى به د خپل مقتول وروستۍ سلګۍ څومره پريشانه کوي ؟ څومره به نارامه وي او ... ؟
خو بيا وايم ، چې که قاتلان انساني احساسات لري نو ولې پښېمانه کېږي نه ؟ او که پښېمانه کېږي نو ولې د قتلونو لړۍ روانه ده ؟ او ولې .. ؟
اوس په دې فکر کې يم چې خدايه ددغه شان کسانو په کالبوت کې زړونه دي او که ... ؟؟؟

محمد نعمان دوست ، د مرغومي ٣مه ١٣٨٨
کابل