د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تورې بوړې محاذ په ننګرهار کې د ۶ امريکايانو د وژلو دعوه کوي

خبري څانګه 24.12.2009 07:56

دتورې بوړېجهادي محاذ په نامه د یوې وسله والې ډلې ویاند قاري سجادټول افغان ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ((نن ماسپخین ناوخته تقریبا درې بجې دننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ مربو‌ط دګړباوي په سیمه کې یې دامریکایي عسکرو یو ټانګ)) له منځه وړی دی.

سجاد وايي چې ټانګ یې د ريموټ کنټرول په واسطه الوزولی دی چې په کې ناست شپږ کسه پوځيان یې وژلي دي.

سره د دې چې دولت لا تر اوسه د دې پيښې پخلی نه دی کړی خو سجاد وايي چې دبریدڅخه وروسته امريکايانو سيمې ته نور پوځيان لېږلي دي او او خپل وژل شوي کسان یې د چورلکوپه واسطه له سيمې وړي دي.

بلې خپلواکې سرچينې هم لا تر اوسه د دې خبر پخلی نه دی کړی.