د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په راروانه کابينه کې د پښتنو ونډه ۳۰٪ ته راټيټه شوه، د سواد او ښاري پراختيا وزيران هم اعلان شول

خبري څانګه 23.12.2009 13:17

د افغانستان ولسي جرګې ته په وړانديز شوې کابينه کې د افغانستان د اکثريت خلکو (پښتنو - ۶۵٪ نفوس) برخه ٪۳۰ ته ټيټه کړای شوه. درې ورځې وړاندې دا ونډه ۲۴٪ وه خو د ډېرو نيوکو په پايله کې ولسمشر حامد کرزي دوه نور وزيران (وږمه زرمتي د سواد او یوسف پښتون د ښاري پراختيا وزارتون لپاره) هم ولسي جرګې ته وروپېژندل.  په دې ترتيب له ۲۶ وزارتونو ۸ یې پښتنو ته ورکړل شوي دي. او پاتې ۱۸ وزراتونه د زورواکانو ترمنځ ويشل شوي دي.د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې په حکومت کې د پښتنو ونډه تر دې کچې راټيټېږي.

د طالبانو د رژيم له سقوط څخه وروسته په افغانستان کې هم په پښتنو نادودو ښکاره بڼه غوره کړې ده. د پښتو ژبې ملي حيثيت له لاسه ورکړ او د ټولې نړۍ د استکباري ځواکونو په مرسته یو شمېر فاشيستانو د پښتنو د نفوس په اړه درواغجنې ډنډورې وکړې. په دې ډنډورو کې دوی په هېواد کې د پښتنو شمېر د ۶۵٪ په ځای کله ۳۸٪ کله ۴۲٪ او کله ۴۸٪ ښايي. له پرچميانو برسېره د جهاد او مقاومت په نامه سوداګرو او د ولسمشر حامد کرزي بېلابېلو حکومتونو د حقايقو کې ونډه اخيستي ده.

 د يادونې وړ ده چې ولسمشر کرزي تر دې مهال د بهرنیو چارو، ملي امنيت مسولين ولسي جرګې ته نه دي وړاندې کړي او په دې کوښښ کوي ټولې خوا د وړانديز شوې کابينې تر منلو وغولوي. هر ګوند، ډلې او اشخاصو سره چې ولسمشر د وزارتونو ژمنې کړي دي په تمه دي چې دا څوکۍ به دوی ته ورکوي.

د بون د تړون راهيسي په حکومت کې د پښتنو ونډه په تدريجې توګه ټيټېږي. په تېره کابينه کې هم د پښتنو ونډه کمه وه خو په وړانديز شوې کابينه کې آن د تېرې کابينې پښتانه وزيران هم لرې شوي دي او وزارتونه یې د کرزي جنګسالارو ملګرو ته ورکړل شوي دي.