د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر کرزي خپلو پلويانو ته په ولسي جرګه کې د کابينې د ردولو لپاره شنه رڼا وښوده

خبري څانګه 23.12.2009 12:51

پرون ولسمشر حامد کرزي د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن سره په یو ګډ کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ولسي جرګه حق لري چې ورپېژندل شوي نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورنکړي.

له ولسمشر څخه پوښتنه شوې وه چې ويل کېږي ولسي جرګه به د نوموړي ۵۰٪ وړانديز شوې کابينې ته د باور رایه ورنکړي. نوموړي وويل چې دا د ولسي جرګې حق دی.

شنونکي په دې باور دي چې دا د ولسمشر کرزي له خوا په پارلمان کې خپلو ملګرو ته شنه رڼا ده چې هغه کسان چې په بدمعاشۍ او فشارونو پر ده منل شوي دي ونه مني او د باور رايه ورنکړي.

شنونکی او ژورناليست کمال الدين رنځور وايي چې د مارشال قسيم فهيم، کريم خليلي، عبدالرشيد دوستم او حاجي محمد محقق د فشارونو او ورسره د شوو ژمنو په نتيجه کې کرزی مجبور و چې واک د دوی په منځ کې وويشي او د دوی له خوا ورپېژندل شوي کسان وزارتونو ته ونوموي، خو په خپله کرزی به لکه د ولس هيله مند وي چې ولسي جرګه فشاري وزيرانو ته د باور رايه ورنکړي. نوموړی وايي چې د ولسمشر پرونۍ خبره په ولسي جرګه کې د نوموړي خپلو ملګرو ته متوجه ده، ((کرزی خپلو ملګرو ته وايي چې که زه مجبور یم تاسو مجبور نه ياست، دا کسان رد کړﺉ زه به نور دروپېژنم.))

رنځور وايي همدا لامل دی چې په ټاکنيز کمپاين کې د ولسمشر یو شمېر ملګري دا مهال په پارلمان کې د دې کسانو ضد حلقې جوړوي او کوښښ کوي فشاري وزيران د باور رايه وانخلي.