د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شلګری: له کرزي څخه وزارتونه په بدمعاشۍ اخيستل شوي دي

خبري څانګه 23.12.2009 09:46

د ولسي جرګې غړی عبدالجبار شلګري بېګاه په یوه تلويزيوني مرکه کې وویل چې د نوې کابينې له جوړښت څخه خوښ نه دی او ویې ویل چې له حامد کرزي څخه د وزارت پوستونه په بدمعاشۍ اخيستل شوي دي.

نوموړي ونه ويل چې دا بدمعاشي چا کړې ده، خو د کابينې وزارتونه د مارشال قسيم فهيم، جنرال عبدالرشيد دوستم، او حاجي محمد محقق تر منځ ويشل شوي دي. له ټاکنو مخکې داسې انګېرل کېدله چې له ټاکنو وروسته به په عمل کې حامد کرزی نه بلکه مارشال فهيم ولسمشر وي او کرزی به کم واک ولري او د مارشال فهيم بدمعاشۍ ته به ځوابونه ونشي ويلای. (وګورﺉ: کرزی به ولسمشر وي که قسیم فهیم!!)

د يادونې ده چې په نويمې لسيزې کې د نظار شورا د واکمنۍ او کورنۍ جګړې په مهال حامد کرزی د مارشال فهيم له خوا بندي شوی او وهل شوی و. هغه مهال حامد کرزی د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال و خو د نظار شورا نه غوښتل نوموړی په دې دنده کار وکړي نو بندي یې کړ چې وروسته د خاد ودانۍ د ګلبدين حکمتيار په توغندي ولګېده، د زندان د نړيدو په نتيجه کې حامد کرزی ټپي له زندانه وتښتېد او د چاراسياب له لارې یې ځان د مارشال فهيم له منګلو خلاص کړ.

شلګری په ولسي جرګه کې د غزني ولايت استازی دی، د حزب اسلامي د ګوند غړی دی او په ټاکنو کې یې حامد کرزي ته کمپاين کاوه. نوموړي وویل چې اوسنۍ کابينه د ولس د ارمانونو استازيتوب نه کوي او د دوی د ارمانونو خلاف جوړه شوې ده.

نوموړي طلوع تلويزيون ته خبرې کولې او زياته یې کړه چې ولسمشر ته یې دا خبرې په يو مجلس کې کړي دي خو ویې نه ویل چې د ولسمشر کرزي ځواب څه و.

په مرکه کې د غزني ولايت استازي عبدالقيوم سجادي هم ومنله چې ولسمشر کرزي د فشارونو په نتيجه کې کابينه جوړه کړې ده. نوموړي وویل چې د کابينې معرفي شوي غړي دومره ولسمشر کرزي ته ځواب ويونکي نه دي لکه څومره چې هغه کسانو ته وفادار او ځواب ويونکي دي چې دوی یې په کابينه کې ځای کړي دي. نوموړي دا هم وویل چې نوې کابينه نوې نه ده، بلکې ټول ورمعرفي شوي کانديدانو پخوا په دولت کې په جږو یا ټيټو پوستونو کار کړی دی. سجادي وايي کې په دولت کې فساد وي او رښتيا هم سرطان وي نو بيا دا ټول ورمعرفي شوي کانديد وزيران په کې شريک دي.

د يادونې ده چې د پارلمان ډېر شمېر وکيلان چې په ټاکنو کې یې ولسمشر حامد کرزي ته کمپاين کاوه اوس له ولسمشر څخه خفه دي او په کابينه یې نيوکې کوي. په دې وکيلانو کې یو شمېر داسې کسان هم و چې ويل کېدل وزارتونو ته په تمه و.


د واکمۍ نوی انداز