د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شرعي قانون يوه پېژندګلو : د شريعت مقاصد

پوهنيار نبی حبيبي او عبدالهادی حيران 23.12.2009 09:21

شرعي قانون يوه پېژندګلو : دوهم باب (دریمه برخه)

پوهاند داکترمحمد هاشم کمالي د ماليزيا اسلامی پوهنتون
ژباړن: پوهنيار نبی حبيبي او عبدالهادی حيران

د شريعت مقاصد

قران د شريعت د مقاصدو تشريح په دې ډول کوي:

اى خلکو، ستاسې د رب لخوا تاسې ته هدايت راغلى چې ستاسې په سينو کې د مريضتيا (روحاني) شفا ده او دا د مومنانو لپاره لارښودنه او رحمت دى (سورة يونس، ايت ٥٧).
يَا اَيُهَا النَاسُ قَدْ جَاءَتْکُمْ مَوْعِظَة مِنْ رَبِکُمْ وَ شِفَاء لِمَا فِى الصدُورِ وٍَ هُدًى وَ رحمةً للعَالَمِيْن.

دلته پېغام د هغو ټولو بريدونو نه اوړي چې انسانيت تقسيموي؛ هيڅوک بايد د هغه رحمت او ښېګڼې په لار کې ونه درېږي چې خداى يې د ټولو انسانانو لپاره اراده لري. د دې توثيق په يو بل عبارت کې هم شوى کله چې قران د پېغمبر د مشن مقصد ته يواځې د انسانيت نه بلکې د خداى د ټولو مخلوقاتو لپاره رحمت ويلي دي (سورة الانبياء، ايت ١٠٧). د رحمت نه مطلب رحم، مهرباني، پېرزوينه او ښېګڼه ده. ابن قيوم الجوزي (مړ: ١٣٥٦ع) د دې وضاحت داسې کوي چې د شريعت هدف په دې او هغه دنيا کې د خلکو د ګټو ساتنه ده؛ "دا په کليت کې عدل، رحمت او حکمت دى".٣٥ د دې لپاره چې دا اهداف ترلاسه شي، شريعت درې داسÛ
ډګرونه جوړوي چې د رحمت جزوي برخې ترې تشکيلېږي، او هغه دي فرد ته تعليم ورکول، د عدل قيام او خلکو ته خېر (مصلحه) رسول.٣٦ د دې باب پاتې برخه دې هر يو ته جلا جلا کتنه کوي.

فرد ته تعليم ورکول (تهذيب الفرد)

د اسلام بنيادي تمرکز په فرد دى، په دې مانا چې دا په مومن باندې عقيده الهاموي او د اعتمادي او نېک جوړېدو صلاحيتونه وربخښي. د فرد د اصلاح له لارې اسلام خپلو ټولنيزو مقاصدو ته د رسېدو هدف ترلاسه کوي. عبادتي اعمال د اسلام د تعليمي پروګرام يوه برخه ده؛ دا ټول د دې لپاره جوړ شوي چې مومن ته تعليم ورکړل شي، چې دا توان ورکړي چې د ټولنې يو ګټور غړى وي او نورو ته د زيان رسولو څخه په ډډه اوسي. د عبادت د ټولو اقسامو هدف د زړه او دماغو د هر ډول فساد، خود غرضۍ او د مادي شيانو په تعقيب کې د نفس پرستۍ نه مينځل دي. همدا مقصد د لمانځه هم بيان شوى دى، لکه قران چې وايي:

بېشکه چې لمونځ د فحشاو او بديو نه منع کوي او د خداى ذکر کول د ټولو نه لوى عبادت دى (سورة العنکبوت، ٤٥)
اِنَ الصَلوٰة تَنْهَا عَنِ الْفُحَشاء وَالمُنکَرِ وَ لَذِکْرُ اللهِ اَکْبَر.

لمونځ فکري او جسماني روزنه کوي؛ دا داخلي بشپړتيا راولي او د انسان لپاره خداى سره د نژدېوالي واسطه ده. د لمانځه د ادا کولو په وخت عبادت کوونکى ټوله توجه راټولوي؛ هغه دې ته ازاد نه وي چې هر څه يې خوښه وي وې کړي او يا داسې حرکت وکړي چې د لمانځه تسلسل ګډوډ شي. د لمانځه په وخت اړخ بدلول، بل خوا ته کتل، خندل، خوراک او څښاک نشته او دا ټول د ځان د قابو (کنټرول) ساتلو تمرين دى. د الله اکبر ويلو څخه د مخه بايد ټول بدن ارام او ټينګ ولاړ وي. د قران د لومړني سورت (سورة الفاتحه)، چې په يادو ويل کېږي، يوه برخه داسې وايي:

مونږ يواځې ستا عبادت کوو اى خدايه، او يواځې ستا نه مرسته غواړو.
اِياکَ نَعْبُدُ وَ اِياکَ نَسْتَعِيْنُ.

دلته "زه" تورى نه استعمالېږي بلکې "مونږ" راځي کوم چې دا ښيي چې لمونځ يواځې د يو فرد کار نه دى بلکې د پوره ټولنې عافيت دى.٣٧ د لمانځه د فرض د پوره کولو لپاره وخت ټاکل شوى دى او د سهار وختي لمونځ ادا کول، چې د لمر د راختو سره سم باطلېږي، د خوبجن کېدو په عذر نشي پرېښودل کېداى. د وخت د ساتنې (پنځه وخته لمونځ) مقصد فرد ته تعليم ورکول دي؛ او بيا راته دا حکم شوى چې لمونځ د کعبې په لور وکړو. کعبې ته بايد ولې مخ کړو په داسې حال کې چې قران په ښکاره ډول وايي:

هر لوري ته چې تاسې مخ کوئ، هغه لور ته د خداى مخ دى (سورة البقره، ايت ١١٥).
فَايْنَما تُولوا فثم وَجْهُ الله.

خو د دې هدف يوه ټولنيزه ښوونه ده چې ټول دې يو لور ته مخ کړي. د هر چا هر لور ته مخ کول ښايي بې نظمي او ګډوډي رامنځ ته کړي. د هغه منظر لږ تصور خو وکړئ چې د جمعې په لمونځ کې هر چا جلا جلا لور ته مخ اړولى وي! د بدن او جامو پاکوالى او د جامو تناسب د هر لمانځه شرط دى. برسېره پر دې، لمونځ په جمع ادا کول د عبادت کوونکو ترمنځ د يووالي، برابرۍ او اتحاد هدف ته وده ورکوي او همدارنګه په يو امنناک ماحول کې د يو بل د ليدلو اسانتيا پېدا کوي. او بالاخر لمونځ د دې فقرې په ويلو سر ته رسي چې "د خداى رحمت او سلامتيا دې د هغه په مستحقو بنده ګانو وي"؛ دا د يو انسان لخوا د نورو انساÙ
�انو په لور د ښه نيت څرګندونه ده. دا مقاصد د دې نه لا زيات په روژه، حج او صدقه کې هم څرګند دي او دا ټول فرد ته د خود نظمۍ، قربانۍ او نورو سره د ښېګڼې د احساس تربيت ورکوي. حج په ځانګړې توګه داسې تعليم دى چې د فرد نظر د يوې خاصې سيمې د حدودو نه راوباسي او د نړۍ په کچ د مسلمانانو د پراخو علاقه منديو په اړه بېدارۍ ته يې هڅوي.٣٨
د قران او حديث زيات زور د تقوى، صدق، په وعده د وفا، د ښو اخلاقو، تواضع، حيا، اخلاص، احسان، ښو کارونو کې د تعاون، شجاعت او مړانې له لارې په خودنظمۍ او مورال دى. د اسلام په دې سرچينو کې د دې نه هم زيات زور د ظلم، درواغو، خيانت، خباثت او رزالت، تکبر، ريا وغېره نه په ځان ژغورلو راغلى دى. فرد ته د ښو ارزښتونو او لوړ مورال زده کړه ښايي د اسلام اساسي هدف او مقصد وبلل شي.

انصاف (عدل)

لکه څنګه چې د اسلام او د دې د شريعت بنسټيز هدف د فرد د کرکټر (کردار) پاکول دي، په ټولنيزه برخه کې يې هدف د انصاف (عدل) قيام دى. په اسلام کې د عدل دا مفکوره تش رسمي او عادي انصاف نه دى، بلکې دا د مومن د عقيدې، کرکټر او شخصيت برخه جوړوي.
"عدل په لغت کې د شيانو په هغه ځاى ايښودلو ته وايي چېرته چې يې ايښودل پکار وي. د دې مقصد د حقونو او فرايضو د ادا کولو او د افراط او اختلاف د ختمولو له لارې د ژوند په ټولو اړخونو کې يو توازن او تعادل راوستل دي.٣٩ شريعت نه يواځې د سموونکي او بدله ورکوونکي شکايتي قضيو د حل له لارې نه بلکې پخپله د انصاف د تقسيم له لارې هم د داسې عدل د قيام په تکل کې دى چې ټولنې ته يې ښېګڼې او ګټې په انډول سره ورسېږي.٤٠ دا خبره د قران د هغه جامع او مقصدي روش څخه جوته ده چې د انصاف د قيام په لور يې اخلي. دا يو د هغو اوچتو مقاصدو څخه دى چې په مجموع کې د قران پېغام ښکاره کوي، لکه چې
په قران کې راغلي:

مونږ خپل پېغمبران د ثبوتونو سره لېږلي دي او په هغوى باندې مو کتاب او ميزان نازل کړى دى تر څو د خلکو ترمنځ انصاف قايم کړي (سورة الحديد، ٢٥)
لَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلُنَا بِالبَينَاتِ وَ اَنْزَلْنا مَعَهُمَ الْکِتَاب وَالْمِيْزان لِيَقُومُ الناسَ بِالْقِسْطِ.

د "زمونږ پېغمبران" فقره جمع ده او د دې ټول بيان د انداز نه دا خبره راوځي چې عدل يو مقصد دى، يواځې د اسلام نه بلکې د ټولو نازلو شويو دينونو؛ دې په ټولو پېغمبرانه تحريکونو کې مرکزي اهميت درلود؛ او دا په خپله دايره کې ټول خلک بې له کوم مذهبي توپيره شاملوي. نو د خداى کتاب او شريعت د دې لپاره نازل شوي چې د عدل قانوني چلند راولي تر څو د ناپوهۍ او تعصب په وجه د عدل څخه انکار ونکړاى شي.٤١
د عدل لپاره د قران معيارونه افاقي دي ځکه چې دا په نژادي، قبيلوي، قومي او مذهبي سوچونو نه دي ککړ شوي. قران عدل خپله تر ټولو ستره موضوع بلي، دې ته په لږ تر لږه دري پنځوسو مواقعو کې اشاره شوې ده چې په هره سطح د نورو سره انصاف وکړئ، که هغه شخصي او که عوامي وي، که په قول او که په فعل وي، که دوستانو او که دښمنانو سره معامله وي، که مسلمان وي که نامسلمان، ټولو سره بايد انصاف وشي.
د قران يو څو اوامر د اقتباس په توګه:

اى مومنانو! په انصاف ټينګ ودرېږئ د خداى د ګواهانو په توګه که هغه ستاسو د خپلو ځانونو، مور و پلار، خپلوانو او که په شتمن او غريب باندې وي (سورة النساء، ايت ١٣٥).
يَا اَيُهَا الَذينَ آمَنُوا کُونوا قَوامين بِالْقِسْطِ شُهَداءَ لِلهِ وَ لَوْ عَلىٰ اَنْفُسِکُمْ اَوِالْوَالِديْن وَالاَقْرَبيْن اِنْ يَکُنْ غَنِياً اَوْ فَقِيْراً فَاللهُ اَوْلٰى بِهُما.

او مه پرېږده چې د خلکو نفرت دې د انصاف له لارې واړوي. انصاف کوه ځکه چې دا تقوى ته نژدې دى ( سورة الانعام، ايت ٨).
وَ لاَ يَجْرِمَنکُم شنآنُ قوم علَى الا تَعْدِلُوا اِعْدِلُوا هُوَ اَقْرَبُ لِلتقوٰى.

او کله چې تاسو خبرې کوئ نو په عدل سره يې وکړئ (سورة الانعام، ايت ١٥٢).
وَ اِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا.

په يو بل ځاى کې قران د عدل او احسان باره کې امر کوي:

بېشکه خداى تاسو ته امر کوي په عدل او احسان (نورو سره ښه کولو) (سورة النحل، ايت ٩٠).
اِن اللهَ يَاْمُرُکُمْ بِالْعَدْلِ وَالاِحْسَان.

په دې ايت کې د عدل او احسان يو ځاى ايښودنه د انصاف او نېکۍ په لور د غور او فکر لار خلاصوي، په ځانګړې توګه هغه مهال کله چې د ژبپوهنې حدود او د قانوني متن تخنيک د انصاف په اداره کې شخړه راولاړولى شي. انصاف بايد د احسان په بڼه د ورکولو کوښښ وشي، يانې ان هغه مهال چې چا يې غوښتنه نه وي کړې، دا کوښښ بايد په برابرۍ او ښه نيت وي چې د خداى خوشحالي ورسره ترلاسه شي. ابن قيوم الجوزي په دې خبرې کولو سره په قران کې د انصاف روح ته رسي چې انصاف چېرته هم وموندل شي بايد ساتنه او پېروي يې وشي، که هغه د قانوني شرايطو دننه وي او که بهر: ځکه چې انصاف د اسلام تر ټولو لوړ مرام اÙ
ˆ هدف دى. خداى مقدس کتابونه او پېغمبران د دې لپاره رالېږلي چې په خلکو کې انصاف قايم کړي. کله چې د انصاف د لارې نښې نښانې وليدل شي، نو پسې تلل د خداى د قانون سره سم چلند دى. ځکه نو "هره لاره چې د انصاف او نېکۍ په لور ځي هغه د دين يوه مهمه برخه ده او دين هيڅکله هم د دې پر ضد نشي کېدلاى".٤٢ د ابن قيوم د خبرې مطلب دا دى چې که په شريعت کې داسې څه پېدا نشي چې د انصاف د لارې لارښودنه وکړي، نو بيا هم په دې اړه کوښښ کول پکار دي او د داسې کوښښونو روح تل بايد د شريعت سره همغاړى وي.
مسلمانانو ته کافرو سره د اړيکو په اړه دوى ته ويل شوي دي:

خداى تاسو ته د هغو خلکو سره د نېکۍ او انصاف حکم درکوي چې تاسو سره يې په دين کې جنګ نه دى کړى او تاسو يې د خپلو کورونو نه نه يئ ايستلي. خداى د انصاف کوونکو سره محبت کوي (سورة الممتحنه، ايت ٨).
لاَ يَنْهَاکُمُ اللهُ عَنِ الذِيْنَ لَمْ يُقَاتِلُوکُمْ وَ لَمْ يُخْرِجُوکُمْ مِنْ دِيَارِکُمْ اَنْ تَبرُوهُمْ وَ تُقْسِطُوا اِلَيْهِمْ اِنَ اللهَ يُحِبُ الْمُقْسِطين.

د طبري له مخې، د دې ايت حکم په ټولو قومونو او د هر مذهب په منونکو، او بې شکه چې په ټول انسانيت تطبيقېږي.٤٣ سيد قطب د دې او په دې موضوع د نورو ايتونو د راخيستلو څخه وروسته دې نتيجې ته رسي چې انصاف په شريعت کې د هر انسان پېدايشي حق دى.
نو څرګنده شوه چې بې انصافي د اسلام روح او مضمون ته د منلو وړ نه ده. ښايي د فقهې ځينې داسې اصول وي چې د تاريخي شرايطو په يو جلا چاپېرچل کې جوړ شوي وي او اوس بې انصافه معلومېږي. زما په نظر د داسې ګډو وډو شيانو په اړه د ابن قيوم څخه د هغې زړه ته پرېوتونکې اندازې څخه لارښودنه واخيستل شي چې ما يې مخکې حواله ورکړه او وايي چې داسې اصول د شريعت سره هيڅ اړه نه لري هر څو که دا ادعا کېږي چې دا د شريعت برخه ده. په همدې وجه د اجتهاد له لارې بايد د شريعت د پراخه مقاصدو او د ټولنې د روانو ګټو په رڼا کې په دوى نظر ثاني وشي

د عوامي ګټو لپاره غور او فکر (مصلحة)

د شريعت يو ستر هدف په دې او راتلونکې دنيا کې د دوى د چارو په اړه ګټه رسول دي. عمومي نظر دا دى چې د شريعت په خپلو ټولو برخو کې هدف د خلکو ګټې خوندي کول او هغوى د فساد او بدۍ نه بچ کول دى. الشاطبي، چې په دې موضوع يې د بحث پېل کړى، په خپل کتاب الموافقات فى اصول الشريعة کې په حقيقت کې مصلحه د شريعت د يواځيني داسې لوړ هدف په توګه رابېل کړى چې په خپله پراختيا کې هغه ټول حدود رانيسي کوم چې خلکو ته ګټور دي، د انصاف د ادارت ا و عباداتو په ګډون. هغه يو ځل بيا د شريعت په مقاصدو دومره زيات زور راوړى چې د شريعت په فلسفه او مقاصدو د پوهېدنې په اړه د هغه د کار پراخه ستاين
ه شوې ده. الشاطبي چې کله د شريعت د اصلي او بنسټيزو اهدافو يووالى را په ګوته کوي نو هغه وايي چې خداى شريعت په دې او هغه دنيا کې د انسانيت د ګټې لپاره جوړ کړى دى. دا د قانون جوړوونکي (خداى پاک) يو بنيادي مقصد دى او يوځاى کوونکى عامل دى چې د شريعت د اوامرو په تفصيل کې ليدل کېداى شي.٤٥
سره د دې چې د الشاطبي د تفصيلي نظر سره اختلاف شوى دى خو د مقاصد الشريعة په اړه د هغه د مفکورې دا مهم ټکى په عمومي توګه منل شوى دى.٤٦ علماء د دې خبرې سره متفق دي چې په ټول شريعت کې داسې کوم امر نشته چې د اصلي ګټې ساتنه نه کوي؛ او دا چې د شريعت ټول حکمونه د ګټو لپاره دي، او دا چې د دې ټول بندېزونه د فساد د مخنيوي لپاره دي. لکه واجب، مندوب او مباح ګټه رسونکي دي او مکروه او حرام د فساد او بدۍ مخنيوى کوي. که د حالاتو له امله د دوو حکمونو ترمنځ د تطبيق پر مهال ټکر راشي، نو بيا د هماغه حکم غوره کول پکار دي چې زياته ګټه لري. د بېلګې په توګه د اوبو ډوب کړي سړي بچ کول
د فرض لمانځه د ادا کولو څخه غوره دي. په همدې توګه که د دغه سړي د بچ کولو لپاره د فرض روژې ماتولو ته اړتيا شي نو اجازه يې شته.٤٧
په دې مو لا وړاندې خبره کړې ده چې د عباداتو په مېدان کې شريعت د ګټو ساتنه څنګه کوي. د عباداتو مقصد نه يواځې دا چې د خداى د خوښۍ ترلاسه کول دي بلکې دا د فساد مخنيوى هم کوي او فرد او ټولنې دواړو ته ګټه رسوي. شريعت د دې او هغې دنيا دواړو ګټو څنګ په څنګ ډاډګيرنه کوي. فرد ته ويل شوي چې د ټولنې يو فايده رسوونکى غړى دې وي، لکه محنت کول او جايزه ګټه (په کاروبار کې پېسې ګټل)، د خپل فاميل مرسته کول، او ان په علم پسې وتل او خورول يې د عبادت برابر کارونه بلل شوي دي.
د دې برعکس، ان هغه عبادت چې ټولنې ته د ورکړې او کوم ګټور کار نه د ځان خلاصولو لپاره وکړاى شي روحاني وړتيا له لاسه ورکوي.٤٨
ګټې په مجموع کې په درېو ډولونو ويشل شوې دي، کوم چې ضروريات، حاجيات او تحسينيات دي. شريعت په خپلو ټولو برخو کې د دېو څخه يوه يا بله ګټه رسوي. ضروري ګټې هغه ښودل شوي چې د چا ژوند پرې تکيه کوي، چې لاپرواهي ترې ګډوډي او انتشار راولي. دا د ژوند، عقيدې، پوهې، جاييداد او نسب مهم ارزښتونه دي. د دوى ساتنه ضروري ده او د دې لپاره ټولې وسيلې په کار اچول پکار دي که هغه د فرد لخوا وي او که د حکومتي چارواکو لخوا. حاجت لرونکې ګټې د ضروري ګټو تکمله ده او مطلب يې هغه ګټې دي چې لاپرواهي ترې ستونځې پېدا کوي خو نورمال ژوند د ګډوډۍ سره نه مخ کوي. د بېلګې په توګه په احتکار (ناØ
�ايزه ګټه) بندېز لګول، يا د شرابو په خرڅ بندېز تر څو استعمال يې کم شي، او داسې مراعات ورکول لکه چې شريعت په عباداتو کې مسافر او مريض ته ورکړي دي، دا ټول د حاجياتو په درجه کې راځي.٤٩
تحسينيات هغه ګټې دي چې پرمختګ راوړي او ترلاسه کول يې خوشحالي رسوي لکه پاکوالى، د بې ځايه مصرف نه ځان ساتل، او داسې اقدامات کول چې هدف يې په محکمو کې د درواغو د ادعاوو مخنيوى کول وي، او داسې نور.
د دې لپاره چې قانوني اتبار ولري، مصلحه بايد څو شرطونه پوره کړي، يو په هغوى کې دا دى چې دا به حقيه وي نه وهميه.٥٠ شريعت يواځې د حقيه ګټو ساتنه کوي، کومې چې، لکه الغزالي ورته اشاره کړې، د پورته يادو شويو پنځو ضروري ګټو د ساتنې سره تړلې دي. هر اقدام چې د دې ارزښتونو حفاظت کوي د حقيه يا اصلي ګټو په کرښه کې راځي او چې د دې نه سرغړونه کوي نو هغه پسات يا مفسده دى چې د دې (مفسده) مخنيوى هم ګټه ده.٥١ د بېلګې په توګه به ووايو چې عقيده د فتنې او الحاد د خورېدو مخنيوى کوي. په همدې ډول د دې مانا د قران د دې پرېنسيپ ترمخه د عقيدې د ازادۍ ساتنه ده چې:

په دين کې سختي نشته (سورة البقره، ايت ٢٦٥)
لاَ اِکْرَاهَ فِى الدينِ.

همدغسې د ژوند د حق ساتنه ده، چې د هغو ذرايعو ساتنه پکې شامله ده کومې چې د انسان ژوند ته وياړ ورکوي لکه د کار ازادي، د وېنا ازادي، او د سفر ازادي. د پوهې ساتنه زده کړې ته وده ورکوي او د مصيبتونو نه ساتنه، ځکه چې مصيبتونه فرد خرابوي او په ټولنه يې پېټى کوي. همدغسې د نسب او کورنۍ د پاکوالي حفاظت د کورنۍ ساتنه کوي او د ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره ښه ماحول برابروي. په پاى کې دا چې د جاييداد ساتنه د ملکيت د دفاع حق ورکوي؛ او دا د انساني ورورولۍ ترمنځ پاک تجارت او د شيانو او کارونو د قانوني راکړه ورکړې اسانتيا برابروي.٥٢
د دې لپاره چې د ګټو د ثبات مقصد خوندي شي، نو په عوامي ګټو دې په داسې طرز غور وشي چې د تلپاتې اتبار لپاره د خاصو افرادو د هوسايۍ او خوشحالۍ څخه ازادې وي. دا ځکه، لکه الشاطبي چې يې وضاحت کوي، شريعت په خپل اتبار او تطبيق کې ابدي او همېشه دى. ځکه نو کومې ګټې چې دا لټوي او خپلوي يې هغه بايد شخصي او ځاني نه بلکې افاقي او کايناتي وي.
ځاني ګټې په دې ارتباط د اهواء النفس، شخصي منافع، طرفدارۍ او هيجاني خواهشاتو له امله د مصلحه ضد مانا ورکوي او په دې توګه مصلحه ځاني او شخصي کوي. کله چې يوه ګټه د شخصي مصلحتونو پر بنسټ منځ ته راځي نو هغه غېرعادي جوړېږي او خامخا به د نورو ګټو سره په ټکر کې کېږي. د مصلحه د واقعيت اندازه د ضروري ګټو، چې شريعت په واضحه توګه خپلې کړې دي، سره د دې د مناسبت او خدمت نه لګي.٥٣ مصلحه په اصل کې يو عقلي تصور دى او د دې دنيا زياتره ګټې (مصالح الدنيا) د انساني پوهې، تجربې او رواج په واسطه ان د شريعت د لارښودنې څخه پرته پېژندل کېداى شي. دا خبره د فساد او بدۍ په اړه هم رښØ
�يا ده چې انساني پوهه يې درک کولى شي. شريعت په دې اړه يواځې د درجو او لارښودنو يوه مجموعه ورکوي تر څو د مصلحه او تعصب ترمنځ د ذهني ګډوډۍ مخنيوى وشي. دا خبره بيا د راتلونکې دنيا د ګټو لپاره نه ده، او هغه ګټې چې د دې او راتلونکې دنيا شريکې دى، يواځې د شريعت له لارې پېژندل کېداى شي.٥٤
په اخر کې، د شريعت د مقاصدو په اړه دا بحث به نيمګړى وي که د شريعت دوو پرېنسيپونو رفع الحرج او دفع الضرار ته پکې اشاره ونشي. دا دواړه د عمومي پرېنسيپ مصلحه مهمه برخه ده.
قران کې په واضحه توګه راغلي:

او خداى په دين کې په تاسو باندې سختي نه ده کړې (سورة الحج، ايت ٧٨).
وَ مَا جَعَلَ عَلَيْکُمْ فِى الدينِ مِنْ حَرَج.

په يو بل ځاى کې د دې تصديق شوى چې په زياته عامه اصطلاح کې وايي "خداى هيڅکله په تاسو د سختۍ اراده نلري" (سورة المايده، ايت ٦ او سورة النساء، ايت ٢٨). د دې اعلانونو د مفهوم تصديق د عايشې په يو حديث کې هم شوى او د پېغمبر په اړه ويل شوي:

هغه د دوو لارو څخه چې کومه اسانه ده هغه غوره کړې تر څو چې ګناه پکې نشته.
انه ما خير من الامرين الا ايسرهما ما لکم اثما.

دې ته په يو قانوني اصل کې په دې توګه کتل شوي چې "سختي اسانتيا پېدا کوي" او دا خبره د مجلات الاحکام په اولسمه ماده کې خپله کړاى شوې ده.٥٦
په همدې توګه د ضرر نه منع د اسلامي شريعت يو عمومي هدف دى لکه په لاندې حديث کې چې راغلي:

په اسلام کې ضرر او ضرر رسول نشته.٥٧
لا ضرر و ضرار فى الاسلام.

د دې حديث مطلب په ځينو نورو حديثونو کې هم راغلى دى او ويل شوي چې دې حديث کې د مصلحه د ټولو ډولونو روح راخيستل شوى دى.٥٨ يو حنبلي فقيه نجم الدين الطف (مړ: ١٣١٦ع) خو تر دې حده تلى دى چې ويلي يې دي دا حديث د مصلحه په اړه واضح نص دى.٥٩ دا حديث په مجلات الاحکام کې د قانوني اصل په توګه خپل کړاى شوى او د نورو قانوني اصولو په جوړولو کې يې هم کار کړى لکه "د ګټې د ترلاسه کولو نه د بدۍ مخنيوى غوره دى"، دا چې "ضرر دې خامخا له منځه يوړل شي" او دا چې "د يو عمومي ضرر د مخنيوي لپاره ښايي يو خاص ضرر وزغمل شي".٦٠

پايله

که د غټو صحابه و او د فقهې د يادو عالمانو په مثال او بېلګه قضاوت کوو نو ګورو چې معاصر عالمان د پرله پسې او تېزو ټولنيزو بدلونونو په جريان کې د قانون د بيارغاونې او اجتهاد څخه لاچار دي. د دې يو څه وجه د ړوند تقليد اوږد تاريخ دى چې د فقهې طبعي وده يې په خطرناک انداز کې ګډه وډه کړه او د اجتهاد د غوټۍ د ګل کېدو لاره يې بنده کړه. اجتهاد پکار ده چې هر وخت جاري وي تر څو قانون د ټولنې د بدلېدونکو شرايطو او ضرورتونو سره سم وساتل شي. د څلورمې (هجري)/يوولسمې (عيسوي) پېړۍ په پېل کې د اجتهاد په مخ د خلاصې دروازې بندېدو په دې مېدان کې رکود رامنځته کړ. نتيجتاً د شريعت او
د اوسنۍ زمانې د اسلامي ټولنو د ژوند د شرايطو ترمنځ واټن پېدا شو. د دې بدمرغه بدلون نتيجه دا راووتله چې د تاريخ په روانو پړاوونو کې، او په ځانګړې توګه په لويديځ کې د صنعتي انقلاب راتللو او اسلامي هيوادونو ته يې نتايج واردېدلو سره دې سوچ وده وموندله چې ګوندې شريعت نور په تېزۍ سره د بدلېدونکو ټولنيزو حالاتو سره يو ځاى نشي چلېدلى.
په دې وروستيو لسيزو کې د جديديت تجربې او د لويديځ کولو د عمل لېوالتيا ختمه شوې ځکه چې دغه عمل په اسلامي نړۍ کې هغه نتايج ورنکړل چې تمه ترې کېدله، بلکې څه نوې ستونځې يې راپېدا کړې.٦١ اوس په مسلمانانو کې د دې ضرورت احساس پېدا شوى چې د خپل کولتور سره خپل تړون نوى کړي او د خپلو ستونځو لپاره خپل حل ولټوي. دا مېلان تش شريعت ته، چې د دوى د کولتور ريښتينې برخه ده، ستنېدل نه دي بلکې د خلکو د اوسنيو شرايطو سره د شريعت د مربوطولو کوښښ دى. دا به د تخيلي بيارغاونې او اجتهاد له لارې د فقهې په اصولو کې د سمون او نظرثاني اسانتيا پېدا کړي تر څو د شريعت پراخه مقاصد د مع
اصرو ادارو او قانونو په قالب کې واچول شي.

حوالې

١: اق. Sharia, The Encyclopedia of Islam
٢: اق. مذکور، مدخل، مخ. ١١، السبونى، المدخل الفقهي، ٢٠.
٣: جوسف شاټ، An Introduction، ١.
٤: سعدي، ابو حبيب، دراسه فى منهاج، ٤٥٤
٥: اق. مذکور، مدخل، مخ. ١٧، N.P. Aghnides, Muhammadan Theories of Finance, 1.
٦: اق. محمد اسد، The Principles of State, 12; A. A. A. Fayzee, Outline of Muhammadan Law, 22.
٧: اق: Fayzee, Outlines of Muhammadan Law, 16; Kamali, ‘The Sharia: Law as the Way of God’، مشموله، Cornell, Ed, Voices of Islam, 1, 149.
٨: سيد ابوالاعلى مودودي، The Islamic Law and Constitution, 69.
٩: محمد اسد، The Principles of State, 13.
١٠: اق. الصابونى، المدخل الفقهى، مخ ٢٧، محمود شالتوت، الاسلام، مخ ٤٠٥.
١١: اق. سيد پروېز منظور، ‘Environment and Values’, 155.
١٢: العطاش، ‘Islam and Secularism’, 167.
١٣: شاټ، An Introduction, 200.
١٤: اق. همايون کبير، Science, 56.
١٥: شالتوت، Al-Islam, no. 10,494؛ الخلاف، علم، مخ ٣٢.
١٦: الشوکانى، ارشاد الفهول، مخ ٢٥٠.
١٧: ابو زهره، اصول الفقه، مخ ٨٠.
١٨: الشاطبى، الموافقات فى اصول الشريعة، جلد ٣، مخ ٢١٩.
١٩: د نورو بېلګو لپاره وګورئ: بدران ابوالعينين، بيان النصوص، مخونه ٢، ٣.
٢٠: ابن تېميه، السياسة الشريعة، مخ ١.
٢١: د تفصيل لپاره وګورئ: محمد هاشم کمالي، Jurisprudence, 38 ff.
٢٢: اق. الطاهر بن عاشور، مقاصد الشريعة، مخ ٩٤.
٢٣: اق. خَلاف، علم، مخ ٣٤: ابو زهرا، اصول، مخ ٧١.
٢٤: د نورو مثالونو لپاره وګورئ: کمالي، Jurisprudence, 27 ff.
٢٥: الغزالي، المصطصفى، جلد ١، مخ ٨٣.
٢٦: خَلاف، علم، مخ ٣٤.
٢٧: د تفصيل لپاره وګورئ: مصطفى الصبائى، السنه، مخ ٣٧٩؛ خلاف، علم، مخ ٣٩.
٢٨: بدران، بيان، مخ ٧.
٢٩: ابن قيوم، اعلام الموقعين، جلد ٢، مخ ٣٣؛ الصبائى، السنه، مخ ٣٨٠.
٣٠: ابو داود السجستان، سنن ابو داود، جلد ٣، مخ ١٠١٩، حديث لمبر ٣٥٨٥؛ الغزالي، مصطصفى، جلد ٢، مخونه ٦٣، ٦٤.
٣١: اق. مذکور، مدخل، مخ ١٠٧؛ محمساني، Philosophy, 109.
٣٢: د تفصيلاتو لپاره وګورئ: محمساني، Philosophy, 109, ff.
٣٣: همدا اثر، مخ ٦٧.
٣٤: همدا اثر، مخ ٦٧.
٣٥: ابن قيوم، اعلام، جلد٣، مخ ١.
٣٦: مذکور، مدخل، مخونه ٨٥، ٨٦.
٣٧: اق. ابو زهره، اصول، مخ ٢٨٩.
٣٨: اق. ابو زهره، اصول، مخ ٢٨٩؛ مذکور، مدخل، مخ ٢٢.
٣٩: د نور تفصيل لپاره وګورئ: مطهري، Spiritual Discourses, 68, 9.
٤٠: اق. عبدالسلام، قواعد، جلد ١، مخ ٧٢؛ مطهري، Spiritual Discourses, 68؛ ابو زهره، اصول، مخ ٢٨٩.
٤١: اق. سعدي ابو حبيب، دراسه فى منهاج، مخ ٧٤٩.
٤٢: ابن تېميه، الطرق الحکميه، مخ ١٦.
٤٣: الطبري، تفسير الطبري، جلد ٢٨، مخ ٤٣.
٤٤: سيد قطب، فى ظلال القران، جلد ١١، مخ ٦٨٩.
٤٥: خالد مسعود، Islamic Legal Philosophy, 221.
٤٦: اق. ابو زهره، اصول، مخ ٢٩٧.
٤٧: عبدالسلام، قواعد، جلد ١، مخ ٦٦.
٤٨: د تفصيلاتو لپاره وګورئ: مذکور، مدخل، مخ ١٣.
٤٩: ابو زهره، اصول، ٢٢٠.
٥٠: د مصلحه په شرط د تفصيلاتو لپاره وګورئ: محمد هاشم کمالي، ‘Have we Neglected the Sharia Law Doctrine of Maslaha?’ 287-304.
٥١: الغزالي، مصطصفى، جلد١، مخونه ١٣٩، ١٤٠.
٥٢: ابو زهره، اصول، مخ ٢٢٠.
٥٣: مسعود، Islamic Legal Philosophy, 233, 234.
٥٤: عبدالسلام، قواعد، جلد ١، مخونه ٥ او ١٠.
٥٥: مسلم، مختصر صحيح مسلم، مخ ٤١٢، حديث لمبر ١٥٤٦.
٥٦: اق. محمساني، Philosophy, 154.
٥٧: ابن ماجه، سنن ابن ماجه، ١١٧٨٦، حديث لمبر ٢٣٤٠.
٥٨: خَلاف، علم، مخ ٩٠؛ ابو زهره، اصول، مخ ٢٢٢.
٥٩: د تفصيل لپاره وګورئ: کمالي، Jurisprudence, 360 ff.
٦٠: ابو زهره، اصول، مخ ٣٠٢؛ مذکور، مدخل، مخ ١١٦؛ الصبوني، مدخل، مخ ٢٦٩ ف ف.
٦١: د تفصيل لپاره وګورئ: John Robert Voll, Islam, Continuity and Change, 277.