د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوې ډوډۍ

شیرین اغا جهانګیر 22.12.2009 10:44

د اختر ورځ وو. هرې خواته خوشحاله خوشحالي وه. هر چا نوي جامې په تن کړې وې. د کلي د هټیو مخ ته ټول ماشومان سره راټول شوي وو. سړي خپلو ماشومانو ته ډېر د لوبو سامان واخسته او له هټې نه بهر شو. د هټۍ مخې ته په زړو او شلېدلو جامو کې وړه نجلۍ د اوښکو ډکې سترګې نیولې وې او ژړل يې او په ځیر ځیر يې د نورو ماشومانو نوو جامو ته کاته.
د سړي ورته د لرې نه پام شو. ښه شېبه يې د وړې نجلۍ ننداره وکړه. د خپلو ماشومانو لاسونه يې خوشې کړه او د نجلۍ خواته روان شو. کله چې د نجلۍ څنګ ته ورسېده، د هغه پرسر يې لاس راوکاږه او پوښتنه يې ځني وکړه:
« څه شوي؟ دا ژاړئ ولې؟»
د هغې سلګۍ نورې هم پسې زیاتې شوې. سړي ته يې هیڅ ځواب ورنکړه.
سړي د هغه له لاسه ونیوه او هټۍ ته يې بوتله او بیایې ترې وپوښته:
«هله نو! راته ووایه چې څه درته واخلم؟!!»
وړې نجلۍ خپل سر پورته کړه، په خپولو نازکو لاسونو يې خپلې اوښکې يې پاکې کړې او په سلګو سلګو کې يې سړي ته وویل:
« دوی ډوډۍ راته واخله. دا دوهمه ورځ ده چې زه او مور مې وږي یو».