د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شنونکي: راتلونکي پنځه کلونه به د توکميز او ژبنيز حساسيتونو ډک وي

خبري څانګه 21.12.2009 10:59

شنونکي په دې باور دي چې په کابينه کې د متعصبو او فاشيستو کسانو د ګمارلو څخه جوتېږي چې حامد کرزی فساد سره په مبارزه کولو کې دروغژن دی او لکه د تېر په څېر به د حساسيتونو راپارولو له لارې خپل حکومت کولو ته دوام ورکړي.

شنونکی کمال الدين رنځور وايي چې ((په کابينه کې داسې فاشيستې او متعصبې څېرې معرفي شوي دي چې ولس یې حیران کړی دی چې کابينه په کابل که په تهران کې جوړه شوې ده. په دې څېرو کې هم  د اطلاعاتو او کولتور وزارت لپاره مخدوم رهين او لوړو زده کړو وزارت لپاره عبيدالله عبيد دی.))

د يادونې ده چې مخدوم رهين په ايران کې روزل شوی او له پيله تر اوسه یې د افغاني کولتور په تباهۍ کې لاس لرلی او د افغانستان د تاريخي ابداتو د نړولو او په تور بازار کې د دې ابداتو په سوداګرۍښکېل دی.

له بله پلوه عبيدالله عبيد بيا تر دې دمخه د کابل د طبي پوهنتون ريس پاتې شوی دی چې هلته یې د پښتنو او بېلابېلو توکمنو سره دښمني روښانه شوې ده. نوموړي له پيله تر اوسه دا کوښښ کړی دی چې طبي پوهنتون ته پښتانه بريالي نه شي او که بريالي هم شي د مور ميرې چلند یې ورسره کړی دی. نوموړی که د لوړو زده کړو وزير شي نو تمه نه کېږي چې کوم پښتون به بهر ته په کوم بورس لاړ شي او نه به هم په کانکور کې ورته سمه ونډه ورکړل شي.

د راتلونکو پنځه کلونو لپاره د لوړو زده کړو د وزارت په سر کې د متعصبو وزيرانو شتون به دا وزارت د داسې خلکو په لاس کې ۱۳ کلونه پوره کړي. د ديارلسو کالو لپاره به د لوړو زده کړو چوکاټ د واسطه بازۍ او توکميز تعصب په اساس ډکېږي او د لوړو زده کړو مستحق خلک به له دا ډول زده کړو محروم وي.

داسې ښکاري چې راتلونکی حکومت به په افغانستان کې ژبنيز او توکميز حساسيتونه نور هم راوپاروي او د افغانستان د اکثريت د لا ټکولو څخه به ډک وي.