د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په وړانديز شوې کابينه کې د پښتنو برخه ۲۴٪ ده

خبري څانګه 21.12.2009 10:54

د افغانستان ولسي جرګې ته په وړانديز شوې کابينه کې د افغانستان د اکثريت خلکو (پښتنو) برخه ۲۴٪ ده. د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې په حکومت کې د پښتنو ونډه تر دې کچې راټيټېږي.

د طالبانو د رژيم له سقوط څخه وروسته په افغانستان کې هم په پښتنو نادودو ښکاره بڼه غوره کړې ده. د پښتو ژبې ملي حيثيت له لاسه ورکړ او د ټولې نړۍ د استکباري ځواکونو په مرسته یو شمېر فاشيستانو د پښتنو د نفوس په اړه درواغجنې ډنډورې وکړې. په دې ډنډورو کې دوی په هېواد کې د پښتنو شمېر د ۶۵٪ په ځای کله ۳۸٪ کله ۴۲٪ او کله ۴۸٪ کې ښايي. له پرچميانو برسېره د جهاد او مقاومت په نامه سوداګرو او د ولسمشر حامد کرزي بېلابېلو حکومتونو د حقايقو کې ونډه اخيستي ده.

په داسې حال کې چې پښتانه د هېواد ۶۵٪ سلنه جوړوي، په وړانديز شوې کابينه کې یواځې شپږ وزيران پښتانه دي. باقي د افغانستان د نورو لږکيو سره تړاو لري. د يادونې وړ ده چې ولسمشر کرزي تر دې مهال د بهرنیو چارو، ملي امنيت، او د ښار جوړونې وزيران ولسي جرګې ته نه دي وړاندې کړي او په دې کوښښ کوي ټولې خوا د وړانديز شوې کابينې تر منلو وغولوي. هر ګوند، ډلې او اشخاصو سره چې ولسمشر د وزارتونو ژمنې کړي دي په تمه دي چې دا وزارتونه به دوی ته ورکوي.

د کابينې په ۲۵ وزيرانو کې ۶ وزیران  پښتانه دي او باقي نور ولسمشر کرزي د خپلو سياسي ايتلافيانو تر منځ ويشلي دي چې د مشهور وژونکي عبدالرشيد دوستم او حاجي محقق استازي هم په کې شامل دي.

د بون د تړون راهيسي په حکومت کې د پښتنو ونډه په تدريجې توګه ټيټېږي. په تېره کابينه کې هم د پښتنو ونډه کمه وه خو په وړانديز شوې کابينه کې آن د تېرې کابينې پښتانه وزيران هم لرې شوي دي او وزارتونه یې د کرزي جنګسالارو ملګرو ته ورکړل شوي دي.

سره د دې چې کرزي دعوه کړې وه چې د ملي مشارکت کابينه به جوړوي خو په وړانديز شوې کابينه کې د کوچیانو او لویې پکتيا یو وزير هم نشته دی.