د ننګرهار ملي تلويزيون په دوبۍ کې د افغانانو په ژوند پروګرامونه ثبت کړل
20.12.2009 14:59د ننګرهار ملي تلويزيون متحده عربي اماراتو ته د افغانانو په اړه د پروګرامونو جوړولو لپاره یوه پلاوی لېږلی دی او په دې موخه یې د اماراتو په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو سره ليدلي دي.
د ټول افغان استازو هم د ننګرهار تلويزيون پلاوي سره ليدلي دي او د دوی د یو شمېر پروګرامونو جوړول یې تعقيب کړي دي.
له شمشاد او خيبر تلويزيونونو څخه وروسته ننګرهار درېم تلويزيون دی چې په اماراتو کې د مېشتو پښتنو او افغانانو په ژوند تلويزيوني پروګرامونه او رپوټونه جوړوي.
یو نوښت چې د ننګرهار تلويزيون د دوبۍ په پروګرامونو کې کړی دی دا دی چې د تفريحي پروګرامونو او مرکو تر څنګ یې په اماراتو کې د مېشتو افغانانو په ستونزو، لوړو او ژورو مستند فيلمونه هم جوړ کړي دي. د ننګرهار تلويزيون پروګرام جوړونکي ايمل شېرزاد ټول افغان ته وويلې چې دوی غواړي له اماراتو څخه د افغانانو بشپړ انځور په هېواد کې او له هېواده بهر د ننګرهار تلويزيون کتونکو ته وښايي. نوموړي وویل چې دوبۍ یواځې لوړې ودانۍ او ښکلې منظرونه نه دي، بلکه د دې ترڅنګ دلته افغانان هم اوسي چې د دوی د ژوند د لوړو ژورو له انځورولو پرته به یې پروګرامونه بشپړ نه وي. شېرزاد وايي له همدې کبله یې په اماراتو کې دمېشتو افغانانو په ژوند او کاروبار د نړيوال اقتصادي بحران د اغېزې په اړه هم رپوټونه چمتو کړي دي، د سوداګرو او مزدورانو سره یې ليدلي او د هغوی په اوسيدنځايونو کې یې ورسره مرکې کړي دي.
کيمره مين حيات الله حميدي انځورونه اخلي.
پر دې برسېره د ننګرهار تلويزيون د دې مياشتې په سر کې په اماراتو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبې انځور کړي او رپوټونه یې پرې جوړ کړي دي. د ننګرهار تلويزيون کيمره مين حيات الله حميدي ټول افغان ته وويل چې درې ورځې وروسته به ننګرهار ته ستنېږي او تر هرڅه دمخه به لومړی به د کرکټ د لوبو رپوټونه خپروي. نوموړی خوښ و چې په اماراتو کې یې مېشتو افغانانو تود هرکلی کړی دی او د پروګرامونو زمينه یې ورته برابره کړې ده.
د ننګرهار تلويزيون ايمل شېرزاد د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې په کرکټ رپوټ چمتو کوي.
د يادولو ده چې د ننګرهار تلويزيون له دوبې برسېره په ابوظبي، العين، او شارجه کې هم تلويزيوني پروګرامونه ډک کړي دي. د دوی د راتګ په وياړ د العين په ښار کې لرو او بر افغان شاعرانو مشاعره هم وکړه. ايمل شېرزاد وايي چې دا مشاعره به د ننګرهار تلويزيون په دوه برخو کې خپروي.
په مشاعره کې د لروبرو شاعرانو برخه اخيستي وه.
په العين کې د شاعر احمدشاه حقوقي سره ايمل شېرزاد د مرکې او حيات الله حميدي د انځورګرۍ په حال کې.
په دوبۍ کې د شاعر خالد حسرت سره د مرکې په حال کې. خالد حسرت د خيال محمد د دې سندرې شاعر دی چې:
ګل راسره وژړل ازغو راسره وژړل
غم کې د جانان د هجر شپو راسره وژړل
له شاعرانو برسېره د ننګرهار تلويويزن د عبدالله مقري په شمول له یو شمېر سندرغاړو سره هم مرکې کړي دي.