د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چارلي چاپلین لیک خپلې لور ته

ژباړن : شیرین اغا جهانګیر 19.12.2009 13:36

چارلي چاپلین د سینما یو له منل شوو نابغه ګانو ځنی دی. کله چی هغه دبري لوړو پوړونو کې وو، د «اونا اونیل» سره یی واده وکړه اودهغې نه د ۷یا ۸ اولادونو پلار شو، مګر له هغوي ځنی یواځي یو تن چې جرالدین نومیده، تمثیل یی له پلاره په میراث وړې ده او څو کلونه کیږي چې د سینما په نړۍ کې په فعالیت بوخته ده او اتفاقآ هغه هم د خپل پلار په شان لوړشهرت او افتخارته رسیدلۍ ده او هنري غونډې پرې حساب کوي.
څو کاله وړاندې کله چې جرالدین غوښته چې تازه دهنر نړۍ ته پښه کیږدي، چارلي هغې ته لیک ولیکه چی دنړۍ په ښکلو او شور جوړوونکو لیکونو په سر کې يې ځای ونیوه او د شک پرته هر لوستونکی او اوریدونکی فکر کولو ته اړباسي.
جرالدین لوری!
دلته شپه ده، یوه د کرسمرس شپه. زما په قلا کې ټول جنګیالي بې وسلې ویده شوي دي. نه دي ورور، نه خور او حتی نه دی مور ، په ډیرې ستونزې مې وکولای شو بی لدی چی دغه ویده مارغان راویښ کړم، ځان د انتظار دغې وړې نیمه روښانې خونې ته د مرګ نه وړاندی ورسوم. زه درنه لیرې یم، ډیر لیری، مګر سترګی می ړندی شه که تصویر دی یوه لحظه له سترګو لیری کړم.
ستا تصویر هلته د میز د پاسه ایښی دی. ستا تصویر دلته د زړه د پاسه هم شته. مګر ته چیرته یی؟ هلته په جادوګر پاریس کی، د (شانزلیزه) د درنې سهنی دپاسه نڅیږئ. پدی پوهیږم، اود شپی پدی چوپتیا کی داسی دی لکه چی ستا د پښوغږ اورم او د ژمی پدی تیاره کی ستا د سترګو بریښنا وینم. اوریدلي می دي چی په هغې درنې اوله روڼاګانو ډکه ننداره کې ستا رول دهغې ایرانۍ شهزادګۍ ده چی د تاتار د خان اسیره شوې ده. د شهزاده ناوی اوسه او ونڅیږه. ستوری اوسه او روښانه شه. که د نندار چیانو لمانځنیز خندا او دهغو ګلانو بوي چې تاته یې در لیږلي، تاته د فکر کولو وخت درکړ، یوې څنډې ته کښینه، زما لیک ولوله اود پلار آواز ته دې غوږ ونیسه. زه ستا پلار یم، جرالدین! زه چارلي چاپلین یم. کله چی ماشومه وې، اوږدې شپې دې د بالښت سرته کیناستم او کیسې به مې درته ویلې. د (خوب په ځنګل کې) ښکلې کیسه، د (ویښ ښامارپه صحرا کی)کیسه، کله چې به مې په زړو سترګو کی خوب راغی، پیغور به می ورکړه او ورته به می وویل چی لاړ شه! زه مې دلور په خیالونو کې ویده یم. خیال می لیده جرالدین، خیال......
ستا د سبا خیال، ستا د نن خیال، نجلۍ به مې د سهنې مخې ته لیدله، پرښته به می د اسمان پرمخ لیده، نڅیده به او اوریدل به می چی نندارچیانو به ویل: «نجلی وینی؟ دا د همغه زوړ ټوکمارلور ده، نوم یی درته در په یاد دی؟ چارلي». هو زه چارلي یم. زه د یو زوړ ټوکمار نه زیات څه نه یم.
نن ستا وار دی. نڅیږه! زه دهغه اوږد او څیري څیري کمیص سره نڅیدلی یم، اوته د شهزادګانو په دغو وریښمو جامو کی نڅیږئ. دغه نڅا وې، او د هغی نه زیات، د نندارچیانو د لاسونو پړکا، ځني وخت به دې آسمانونو ته یوسی. لاړه شه. هلته لاړه شه. مګر کله کله د ځمکې مخ ته راشه، او دخلکو د ژوند ننداره وکړه.
د هغو تیارو کوڅو د ګرځیدونکو نڅاګرو ژوند، چی په وږو نسونو او په خواروځواکو پښو، چې له خوار ځواکۍ لړزیږي، نڅاکوي .
جرالدینه! زه هم یو د همدوي ځني نه وم، اوپه هغو شپو کې، ستا د ماشوموالي په افسانوي شپو کې، چې ته به مې د کیسو په خدای پامانی ویده کیدئ، او زه به بیا هم ویښ پاتی شوم او ستا مخ ته به می کتل، ستا د زړه درزا به می شمیرله، او له ځانه به می پوښتنه وکړه: دغه وړه نجلۍ به کله هم تاپیژني؟
.............جرالدین! ته مې نه پیژنئ. په هغو لرو شپو کی، بس له تا سره می کیسې وویلې، مګر هیڅکله مې هم خپله کیسه درته ونکړله. دا د اوریدو داستان دی:
د هغه وږي ټوکمار داستان دی چې د لندن په سپکو ځایونو کې یی سندرې ویلې او نڅیده به او خیرات به یې ټولوه. دا زما داستان دی. ما د لوږي خوند څکلی دی. ما د بې کورۍ درد څکلی. او ددی نه زیات، د هغه ګرځیدونکی ټوکمار درد چی د زړه د درد له وجهې یې اوقیانوس څپی وهي، مګر د لاروي د خیرات سکه د هغه عزت نفس ماتوي، ما دا ټول حس کړي.
ددی ټولو سره سره زه ژوندی یم، او د ژوندیو نه ترڅو چې مړه شوي نه وي، باید څه ونه وايئ. ددې سره سره زه ژوندی یم او نوم می له تا سره دی«چاپلین». ددې نه پس، زما داستان ستا نه په کاریږي، هغوي مې وخندول، ځمکه می وخندوله، او دهغی نه زیان دا چې څلویښت کاله په همدې نوم د خلکو مخ ته وژړیدم.
موسیقي یواځې نڅا او .... ندی.
جرالدین!
ته چې د هغوشتمنو تحسین کوونکو په نړۍ کې ژوند کوئ، نیمه شپه چې کله د تئاتر د ښکلي تالاره بهر راوځئ، پوښتنه وکړه، د هغه تکسیوان حال چی تا تر کوره رسوي، دښځی تپوس یی هم وکړه.... که امېدواره ده، پری یی ږده. د میړه په نوم یې زما په نماینده د پاریس په بانک یو چک ولیکه او پټ یی په جب کی بی له کومه سوال او ځوابه کیږده. مګر ستا د لګښتونو غوندې لګښتونو لپاره یواځی می «دا» ورکړی، نور باید صورت حساب ولیږئ. کله کله د مترو یا موټر سره په ښار کې وګرځه. خلک وګوره، او لږ ترلږه په ورځ کې یوځلي له ځانه سره ووایه:«زه هم یو د دوي څخه یم» ته یو د دوي څخه یې - زما لور، بل څه نه، دا چې هنرسړي ته د پرواز لپاره دوه وزرې ورکوي، دوې پښې ورماتوي. کله چې هلته ورسې چی ځان یوه ګړۍ د خپل نڅا د نندارچیانو ځني لوړ وګڼئ، هغه وخت سهنه پریږده، له خپل ټکسي سره ځان د پاریس څنډوته ورسوه. زه هغه ځای ډېر ښه پیژنم، هلته له پیړیو وړاندی، د کولیان پسرلنی ځای وو. هلته به د ځان په څېر نڅاګر ووینې. ستا نه ښکلي، ستا نه چالاک او لتانه معروره، هلته د تیاتر د رڼا خپروونکو ړندوونکي رڼا «شانزلیزه» هیڅ پته نشته.
د چالاکو نڅاګرو رڼا اچوونکي، یواځی د سپوږمی رڼا ده، ویې ګوره، آیا ستا نه ښه نه نڅیږي؟
لوری! ومنه. تل یو څوک شته چی ستا نه ښه نڅیږی.
تل یو څوک شته چی ستا نه ښه غږوي او پدې وپوهیږه چی د چارلي په کورنۍ کې هیڅکله څوک دومره ګستاخ نه وو چی د «کالسکي» د یو ډریور او یا د
« سن» د سیند د غاړې یو ملنګ ته ستغې سپورې وکړي. زه به مړ یم او ته به ژوندۍ یې. زما هیله داده چی هیڅکله په لوږه کی ژوند ونه کړئ، ددی لیک سره درته یو سپین چک هم درلیږم. هر څومره چې په کې لیکئ، ولیکه او وایې خله.
مګر هرکله چی دوه فرانکه لږوئ، د ځانه سره ووایه: «دوهمه سکه زمه نده. د ا دې د یو نا معلوم کس مال وي چې نن شپه یو فرانک ته اړتیا لری».
کوښښ ضروري ندی. دغه نامعلوم خلک، دغه محتاجه خلک، که وغواړئ هر چېرته به یې ومومئ. که د پیسو په اړه درسره غږیږم، ددی لپاره ده چی زه دا د شیطان د زامنو د مکر او فریب نه ښه خبر یم، زه ډېر وخت په سرکس کې اوسیدلای یم، تل او هره ګړۍ، دهغو بند بازانو په خاطر چې د یوط نري پړي په سر ګرځي، په تشویش کی به وم، مګر دا حقیقت لتا سره وایم لوری: خلک د هواره ځمکې پرسر، ډیر د هغو بند بازانوځني چی د هغه نا اوراه پړي پرسر ګرځي، رالویږی. کېدای شي یوه شپه تاته ددې نړۍ د ترټولو ګران الماس روښنایي فریب درکړي. هغه شپه، هم دغه الماس به ستا نا اواره پړی وي، اوستا ګذارېدل حتمي دی. کېدای شي یوه ورځ د شهزاده ښکلی مخ تا وغولوي، هغه وخت به ته یو بی تجربه بند بازه يي، او بې تجربې بند بازان تل راګذاریږي.
په سرو اوسپینو زړه مه تړه، ځکه چی ددې نړۍ ستر الماس لمر دی او د نېکه مرغه دغه الماس د ټولو په غاړه کې ځلیږي.
...... مګر که کومه ورځ دې په لمر مخې سړي زړه وبایلوده، د هغه سره مینه وکړه، ستا مور ته مې ویلی دی چې په دې اړه درته لیک ولیکې. هغه له مانه په مینه ښه پوهیږي. او هغه لمانه د میني په درپېژندلو کې تکړه ده. ستا کار ستونزمن دی، پدی پوهیږم.
د سهنی پرمخ، دوریښمو د یو ټوکر نه غېر، بل هیڅ څیز ستا وجود نشي پټولای. د هنر لپاره کولای شئ د سهنی مخې ته لوڅ لغړ لاړشئ او له پخوا نه ښه پټه او ښه باکره بېرته د سهنې نه راوګرځئ. ولې نور هیڅ څیز او هیڅوک پدې نړۍ کې ددې وړ ندی چی یوه نجلۍ دې د هغه لپاره خپل د پښې یو نوک لوڅ کړي.
لغړتوب اوس زمونږ د دور یوه ناروغي ده، او زه بوډایم، کیدای شي د خندا وړ خبرې وکړم. مګر زما په ګمان ستا لوڅ بدن باید دهغه چا شتمني وي چې ته یې د لوڅ روح سره مینه کوئ. بده نده که ستا فکر پدې اړه د لسو تېرو کلونو شته وي. دهغه وخت شته چی ته پټه وې. مه ډاریږه، دغه لس کلونه به دې نه زړوي.......

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۱۱-۰۸-۲۰۰۹