د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملګرو ملتونو امريکايي چارواکي د کرزي د ليرې کولو پلان جوړ کړى و

عبدالهادي حېران 17.12.2009 16:44

د امريکا يوې معتبرې ورځپاڼې نيو يارک ټايمز په خپل يوه تازه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو يو لوړپوړي چارواکي، امريکايي ديپلومات، پيټر ګالبريت د ولسمشرۍ له ټولټاکنو وړاندې د حامد کرزي د ليرې کولو او د يو بل حکومت د منځته راوړلو پلان جوړ کړى و خو لدې امله چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي خصوصي استازي کاى ايدي ورسره مخالفت وښود نو هغه په سمدستي توګه له افغانستانه ووت او څو اونۍ وروسته ورپسې له دندې ګوښه کړاى شو.

 پيټر ګالبريت يو لوړپوړى امريکايي ديپلومات دى چې په عراق کې يې هم کار کړى او پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا د ولسمشر باراک اوباما د ځانګړي استازي ريچرډ هالبروک په خصوصي سپارښتنه او ملاتړ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دوهم مشر په توګه ټاکل شوى و. دا امريکايي ديپلومات هغه مهال د خبرونو موضوع وګرځېد چې په افغانستان کې د ټولټاکنو له ترسره کېدو سمدستي وروسته يې افغانستان پرېښود او په خپلو مرکو کې يې تورونه ولګول چې په ټولټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده. لدې تورونو له لګولو وروسته هغه په ملګرو ملتونو کې د خپلې دندې څخه ګوښه کړاى شو خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي کاى ايدي وروسته د هغه دا خبره تاييد کړه چې په ټولټاکنو کې پراخه درغلي شوې وه. خو هغه دا هم ورسره وويل چې ملګرو ملتونو په ټولټاکنو کې مثبت رول لوبولى دى. څو ورځې وړاندې کاى ايدي هم د خپلې دندې څخه استعفا ورکړه او اوس په افغانستان کې د هغه د کار لږې ورځې پاتې دي.

 نيو يارک ټايمز په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو او متحده ايالاتو د لوړپوړو امريکايي چارواکيو په حواله ويلي چې کاى ايدي په خپل يو خط کې ليکلي چې پيټر ګالبريت له انتخاباتو وړاندې ولسمشرۍ نه د حامد کرزي د ايسته کولو او په ځاى يې د يو نوي حکومت د رامنځته کولو لپاره پلان جوړ کړى و او غوښتل يې چې دغه پلان په واشنګټن کې لوړپوړو چارواکيو ته د وړانديز په توګه ورکړي.

 ورځپاڼه زياتوي چې کاى ايدي وايي کله چې دغه پلان ده ته ورکړل شو نو ده رد کړ او د قانون خلاف يې وباله.

 د ورځپاڼې له مخې د ښاغلي ايدي په وېنا پيټر ګالبريت داسې پلان جوړ کړى و چې په يو پټ مشن به واشنګټن ته لاړ شي او مرستيال ولسمشر جو بايډن ته به د حامد کرزي د ليرې کولو او د هغه په ځاى د يو بل افغان مشر د راوستلو وړانديز وکړي. که چيرې بايډن دا پلان ومانه نو بيا پروګرام دا و چې د ولسمشر اوباما څخه يې منظوري واخيستل شي. د جوړ کړاى شوي پلان له مخې حامد کرزى به لومړى په زوره دې ته اړ کړاى شي چې استعفا ورکړي او بيا به يوه نوې اداره رامنځته کړاى شي چې مشري به يې د ماليې د پخواني وزير اشرف غني او يا د کورنيو چارو د پخواني وزير علي احمد جلالي په غاړه وي، ځکه د پيټر ګالبريت په فکر دوى دواړه تر حامد کرزي د امريکا ښه دوستان دي.

 د راپور له مخې په کابل کې د امريکا د سفارت يوې وياندې ومنله چې پيټر ګالبريت دغسې يو پلان ورته وروړى و خو سفارت هغه په سمدستي توګه رد کړ. د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دفتر مشر هم نيو يارک ټايمز ته ويلي چې د پيټر ګالبريت د دغه پلان څخه خبر و مګر دوى رد کړى و. خو د پاکستان او افغانستان لپاره د اوباما ځانګړي استازي ريچرډ هالبروک ويلي چې د دغه ډول کوم پلان څخه نه و خبر.

 ورځپاڼه په خپل راپور کې ليکي چې ولسمشر حامد کرزى کله د دې پلان څخه خبر شو نو ډېر سخت غوصه شو خو پيټر ګالبريت په سمدستي توګه له افغانستانه ووت.

 د يادونې وړ ده چې د اوباما په ګډون ډېرو امريکايي چارواکيو او نړيوالو اتحاديانو يې، لکه ګورډن براون او نورو، څو ځلې په ښکاره حامد کرزي سره د اختلافاتو څرګندونه کړې او دا يې ويلي چې دى د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې پاتې راغلى او په اداره کې يې اداري فساد اوج ته رسېدلى دى. دوى تمه لرله چې حامد کرزى به په ټولټاکنو کې بريالى نشي او د دې لپاره يې ښکاره هڅې هم وکړې او ښايي پيټر ګالبروت دا پروګرام په دې تمه جوړ کړى و چې خپل مشران به يې په لېوالتيا ورسره ومني خو داسې ښکاري چې کله کرزي ټولټاکنې وګټلې نو امريکايي چارواکي په دې خبره وپوهېدل چې حامد کرزي سره په شريکه له کار کولو پرته بله کومه چاره نه لري. او همدا لامل دى چې ټولو په شريکه د پيټر ګالبريت پلان رد کړى دى.

ښاغلي ريچرډ هالبروک نيو يارک ټايمز ته په خپلو خبرو کې زياته کړې چې که دا پلان د بهرنيو چارو سکرترې هيلري کلنټن ته هم وروړل شوى واى نو هغې به رد کولو ځکه چې امريکايي چارواکيو د داسې کوم پلان د ترسره کولو اراده نه درلوده.