د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوباما غواړي د امريکايانو ملاتړ تر لاسه کړي !

نوروهاب څپاند 17.12.2009 14:16

سرچېنه : بې ، بې ، سې
لېکونکۍ : ادم بروکس
ژباړه او لنډيز: نوروهاب څپاند


امريکا او ناټو به دنورو ۱۸مياشتو لپاره زغم وکړي او له دې وروسته به بدلونونه پېښ شي . دا د امريکا خلکو ته د اوباما د وينا مرکزي پيغام وو چې د سه شنبې په شپه ورکړل شو او په دې پېغام کې هغه د افغانستان په هکله دنوي ستراتېژۍ غټ ټکې په ګوته کړل .

په دغو ۱۸مياشتو کې به د ستراتېژۍ سره سم د امريکا او ناټو تجهېز شوی شتوالی د طالبانو مخنيوی او د هېواد د اوسېدونکو د کلېدي مرکزونو خونديتوب تامين کړي ، افغان حکومت او وسله والو ځواکونو ته به د سا ايستو مجال ورکړي .

دا د افغانستان او د حامد کرزي د حکومت لپاره د فرصت د پېداکېدو يوه کړکۍ ده ، ښاغلی اوباما غواړي چې ووايي ، دا به د ښاغلي حامد کرزي وروستی چانس وي چې خپل مشرتوب ثابت کړي او د امريکا د پوځي پوره ملاتړ څخه ګټه پورته کړي .

ً د ولسمشر په وينا ًښايې امريکا اوناټود ۲۰۱۱ کال په جولاي کې افغان امنيتې ځواکونو ته د هغو برخو کنټرول بېرته وسپاري چې ددوي ځواکونه يې په ساتنه بوخت دي . دا به په خپل وار د بهرنيو ځواکونو د کمولو د پېل لپاره زمينه برابره کړي .

ښاغلي اوباما افغانستان ته څرګنده کړي چې امريکا د جګړي لپاره لازمه مرسته او ملاتړبرابروي اود جګړي په ډګرکې پاتې کېږي ، اما دا وعده « پوله نه لري ».

همدارنګه هغه د ډګري يونېفورم لرونکو امريکايانو ته څرګنده کړي ده چې ـ هغه بهېر تر لاس لاندي دی چې د هغې له مخې به امريکايې ځواکونه کور ته په راستنېدو پېل وکړي . ښايې په داسې بېړه چې تمه يې نه کېده .

د شپږو مياشتو په د ننه کې به ۳۰۰۰۰ نور امريکايې ځواکونه په افغانستان کې ځاي پر ځاي شي . دا به جګړه ايز سرتېري او څو زره به هم روزونکي وي ، څوک چې د افغان اردو او پوليسو د زياتولواو روزلو په چارو بوختيږي . دا هغه کليدي دنده ده چې د امريکا او ناټو مخې ته پرته ده .

جګړه ايز ځواکونه به د هلمند او کندهار په ولايتونو او د هېواد په ختېځو برخو اويا هغو سېمو کې چې د طالبانو اغېزه په کې زياته ده واچول شي .

په ټوله کې به ۱۰۰۰۰۰ امريکايې ځواکونه د اوړي تر پايه په افغانستان کې وي . دا د ځواکونو د ځاي پر ځاي کولو هغه شمېر دی چې د عراق سره پرتله کېږي .

د ولسمشر په وينا ، د ځواکونو د ځاي پر ځاي کولو لومړۍ موخه داده چې القاعده له بېخه وباسي ، د هغي دفاعي وړتيا له مېنځه يوسي ، نسکوره يې کړي او افغانستان ته د هغې د بېرته راستنېدو مخنېوی وکړي . دا د اوږدي جګړي موخه ده . دا هم تر اوسه نه ده روښانه شوي چې القاعده به په پاکستان کې څنګه له بېخه ووځې ؟

« موږ بايد طالبان شاته تګ ته اړکړو ، هغوي بايد ددې وړتيا پيدا نه کړي چې حکومت رانسکور کړلی شي » . دا خبره ولسمشر اوباما وکړه . دوي ته ماتې مه ورکوی ، په ياد ولری .

يوه لوړ پوړي چارواکې وويل طالبان « بې اهميته کړی » د هغه په وينا « د طالبانو بې اهميته کول » ددې مانا لري چې هغوي واک ته د راګرځېدو نور چانس ونه لري او کابل د زور د لاري ونه نيولاي شي .

داسې بريښې چې بايد دې ټکې ته تن ورکړو چې په ټاکلي کچه به د طالبانو بغاوت په افغانستا کې ادامه ولري ، د ټولو طالبانو له مېنځه وړل د جګړي موخه نه ده . داسي هم امکان نه لري چې طالبان دې د پاکستان سيمې د خپلو خوندي ځايونو په توګه وکاروي .

د ستراتېژۍ له مخې ، د ناټو او امريکا مجهز ټولګي د خلکو د غټو مرکزونو ، ښارونو او محلو ساتنه کوي . دا ددې مانا لري چې افغانانو ته وخت ورکړل شي چې خپله اردو او خپل حکومت په پښو ودروي . دا حالت د هغې موخې سره سر خوري ، چې په ۲۰۰۷کال کې په عراق کې د ناڅاپې پياوړي حرکت په توګه ، پلي شوه .

د ۲۰۱۱ کال د جولاي نيټه ايجابوي چې د افغان وسله وال ځواک عناصر بايد داسې بڼه خپله کړي چې د امنيت د ساتلو مسوليت اخېستوته چمتوشي . لومړۍ سيمې چې د سپارلو کار يې پيل کېږي د هېواد هغه ارامې برخي به وي چې د طالبانو د اغيزي ښندل په کې لږ وي .

ولسمشر وويل ، دا يو چټک او بېړنۍ مهالويش دی . ښايې د امريکا په اردو کې داسې کسان وي چې ددې خوشبېنۍ څخه تعجب وکړي چې د افغان اردو او پولېسو په کارپوه مشرانو د پېداکولو په برخه کې ستونزه په دې لنډ وخت کې څنګه هواريدلی شي ؟

د ښاغلي ولسمشر کرزي لپاره پيغام څرګند وو ، يانې بايد نوي بڼه خپله کړي او هغه هم ډير ژر .

« هڅه بايد پر هغه هنر ولاړه وي چې ددندي د پلي کېدو لپاره په کار راځې . د سپېن چېک د ورکولو دوران تېر شوی . د ولسمشر کرزي د لوړي د اخېستود مراسمو پيغام څرګند وو ، چې نوی لوری به اخلي او مخته به ځې . موږ به د خپلو مرستو او توقعاتو په برخه کې ډير زغرد يو ً اوباما وويل .ً

يوه حکومتي لوړپوړي چارواکي چې په افغانستان کې يې د ادارۍ اصلاحاتو د اهميت په باب خبري کولي وويل ، داسې اصلاحات بايد د« لاندي څخه پورته » ته وشي .

د خبرو بهېر څرګندوله چې د حامد کرزي مرکزي اداره د هېواد په زياترو برخو اغېزه ښندونکی نه ده . د لاندي څخه پورته ته اصلاحات چې يوه لوړپوړي چارواکې لا د وړاندي ورته ګوته نيولي ، دا مانا لري چې امريکا به په دې هکله د سيمه ايزحل لارو چارو موندلوته مخه کړي ـ ښايې د قومې مشرانو او ځايې زورواکانو سره موافقه وشي چې محلي امنيت ډاډمن کړي .

لوړپوړي چارواکې وويل ، ناټو لا د مخه د هغو لارو چارو په کتنه بوخته ده چې د امنيت عنعنوي جوړښتونه د دولت د امنيتې جوړښتونو سره کوشېر کړي .

له دې کبله د هغو هڅو په لور سترګي غړول په کار دي چې قومي او کلېوالي مليشاوي د خپلو محلود ساتلو ، د ستراتېژيکو موقعيتونو د څارلو او د طالبانود اغېزو په وړاندي د مقاومت کولو په موخه منظمې شي . بيا هم د عراق بېلګه !

همدارنګه د هغو هڅو په لور سترګي غړول اړين دي چې د سخت دريځه طالبانو د لېکو څخه هغه کسان را جلا کړي چې منځلاری فکر او چلند ولري او د هغو سره د موافقې کولو امکان وي .

په افغانستان کې ملکي هڅي لکه بيا جوړونه ، مرسته کول او پرمختګ به وده وکړي او د ولسمشراوباما په وينا هغې ته بيا پاملرنه په کارده . د فساد څخه خلاصې موسسي او وزيران به د پراختيا لپاره پيسي ترلاسه کړي .

د کرنې د سکتور د بيا سمونې چارو ته چې د عادي افغانانو په ژوند بېړنۍ او مستقيمې اغېزي لري لمړيتوب ورکول کېږي .

د واشنګټن کارپوهان د جګړي څخه وروسته بيا جوړونه کې د عوامو د رول په هکله ويره څرګندوي .

« د ستراتېژيکو او نړيوالو اړيکو په مرکز کې کارين وان هېپل وايې : دلته ډيري خواوي چې د چارو د پلي کولو دندي په غاړه لري شته لکه مرسته رسونکي اجنسۍ ، افغان حکومت ، د امريکا د بهرنيو چارو اداره او ً يو اس ای اي ډي ً ، که دوي سره يو ځاي وي يا نه وي ، پوځي چاره به بريالی وي ، اما په ملکي برخه کې برۍ ښايې ډيرد درک وړ نه وي » .

« اوباما وايې موږ داسې ستراتژۍ ته اړتيا لرو چې د پولي دواړو خواوو ته کار ورکړي » . هغه وعده وکړه چې پاکستان به په سياست ، اقتصاد اوامنيت کې ً ترهغې تقويه کړي چې د ټوپکو دشپيلۍ اوازغلی شي ً.

اما هغه خبرداری ورکړ چې ، « موږ د هغو تروريستانو خوندي پټنځا‏يونه نه شو زغملی د چا چې موقعيت څرګند او موخې يې روښانه دي » .

د حکومتي چارواکې په قول ، په نوي ستراتېژي کې موخه دا ده چې پاکستان به د القاعدي د تعقيبولو او دهغه هېواد د ګزار خوړونکې ډموکراسۍ د تقويې په اړه تر پاملرنې لاندي وي . ځينې نوري ځانګړتياوي هم بايد په پام کې وي ، يانې په ټوله امنيتې موازنه کې د پاکستان دمرکزيت د منلو خبره ژورسنجش ته اړتيا لري.

په پاي کې ، ددې وينا موخه په لمړي سر کې امريکايان وه ، يانې په دې برخه کې هيله څرګنده شوي چې د فوريت او هدفمندۍ احساس به ټولو افغاني هڅو او هاند ته لاره پرانېزي تر څو د جګړي لپاره د خلکو ملاتړ تر لاسه شي .

ښاغلي اوباما په کانګريس کې د خپل ګوند د غړو سره په ځانګړي توګه دهغو غړوسره خبري کولې څوک چې شک کوي اووايې ، ايا امريکايان په افغانستان کې د مطرح شوي موخو څخه کومه يوه په لاس راوړی شي ؟ همدارنګه د هغو وينو اومالي لګښتونو د جبران امکان شته چې ضايع کېږي ؟