د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: له ۱۹ کالو ټيټه لوبډله به د نړيوال جام لپاره په سريلانکاکې تمرين کوي

خبري - څانګه 17.12.2009 10:00

د افغانستان د کرکټ د بورډ چارواکي وايي چې د ۱۹ کالو څخه د ټيټ عمر لوبډله به د ډيسمبر د مياشتې په ۲۳مه نېټه سريلانکا ته سفر کوي. دا سفر نړيوال جام ته د تياري په موخه دی.

د کرکټ د ځوانانو ملي لوبډلې سږه کال د کاناډا په سياليو کې وکړای شول چې د ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام ته - چې د ۲۰۱۰ ز کال د جنوري په مياشت کې په نيوزيلانډ کې ترسره کېږي - لاره ومومي.

د ځوانانو لوبډله به په سريلانکا کې د روزونکي کبيرخان د نګرانۍ لاندې اته ورځې تمرين کوي  او تر هغې وروسته به د ۲۰۱۰ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه د نيوزيلانډ په لور خوځېږي.

په نيوزيلانډ کې به لوبډله ۱۴ ورځې د تمرين کيمپ لري او د جنوري په ۱۵مه به لومړۍ لوبه د هندوستان سره کوي. دا لوبه به د یو شمېر سپورتي تلويزينونو له لارې ښودل کېږي.  افغانستان په خپل ګروپ کې د انګلستان او هانګ کانګ سره هم لوبې لري. د تمرين په مهال به افغان لوبډله د ايرلينډ او زيمبابوی سره لوبې هم کوي.

په نيوزيلانډ کې به د انګلستان سفارت افغان لوبډلې ته ميلمستيا هم کوي. په ميلمستيا کې د انګلستان له خوا افغان لوبډلې ته د انګلستان د اوسنۍ ملي لوبډلې د لوبغاړو له خوا یو لاسليک شوی بيټ ډالۍ کول هم شامل دي.

د نيوزيلانډ په سفر کې د کبيرخان سربېره مرستيال روزونکی احمدشاه احمدي دی. احمدي سره د کرکټ مينه وال ډېره اشنايي نه لري او نه هم تر دې مخکې د کرکټ د لوبډلو سره ځلېدلی دی. معلومه نه ده چې د احمدي د ټاکنې وجه څه ده. ډېری وخت معلومات نه کېږي چې د کرکټ بورډ د کومو اصولو په اساس پرېکړې کوي.

نيوزيلانډ ته د تلونکې لوبډلې په تشکيل هم یو شمېر نيوکې شوي دي. د کرکټ په اداره کې یو شمېر کسان په تشکيل نيوکه کوي او تور لګوي چې  ځينې لوبغاړي په کې په واسطه شامل کړای شوي دي. دوی تور لګوي چې په واسطو غوره کول به لوبډلې په لوبه منفې اغېزه وکړي او وبه نشي کړای چې د هندوستان او انګلستان غوندې پياوړو لوبډلو سره سيالي وکړي. خو د کرکټ د بورډ عملياتي مرستيال الله داد نوري څو ورځې وړاندې د ملي تلويزيون سره په یوه مرکه کې دا تور رد کړ او ویې ویل چې د لوبغاړو د غوره کولو لپاره سالمه پروسه لري.

د لوبډلې روزونکي کبيرخان او یو شمېر نورو چارواکو تېره مياشت ټول افغان ته د دې پخلی کړی و چې د افغانستان کرکټ بورډ لکه د نورو هېوادونو د بورډونو په ډول د غوره کولو کميسيون یا (سليکشن کميټي) نه لري چې لوبغاړي غوره کړي. دا کار تر اوسه د کرکټ د بورډ د مشر په لارښوونه کبيرخان، الله داد نوري او سيدشاه امينزی کوي. د سليکشن کميټي شتون کولای شي په غوراوي کې د واسطه بازۍ او نورو فسادونو مخنيوی وکړي.

د يادونې وړ ده چې د ۱۹ کاله ټيټې لوبډلې پنځه لوبغاړي او روزونکی په کاناډا کې سږه کال پټ شول او بېرته هېواد ته راستانه نه شول. د دوی داناوړه کار په هېواد کې د کرکټ د بدنامۍ سبب شو. داسې وېره هم وه چې له دې کبله به لوبغاړي به په راتلونکي کې بهر ته د ويزو اخيستلو ستونزه ولري. خو د کرکټ بورډ وايي چې لوبغاړو ته یې د نيوزيلانډ ويزې او ټکټونه اخيستي دي.

په کاناډا کې د تښتېدلو لوبغاړو او روزونکي د تېښتې پوښتنه ګروينه لا تر اوسه نه ده شوې او نه هم په دې تور د کرکټ کوم چارواکي سره څېړنه شوې ده.

لا معلومه نه ده چېد تښتېدلو لوبغاړو نه شتون به په نيوزيلانډ کې د ۱۹ کاله ټيټې لوبډلې په لوبو څومره اغېزه کړي وي.