د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حميد حسن ته رایه ورکړﺉ، نن د رایې ورکولو اخري ورځ ده

خبري - څانګه 16.12.2009 11:23

د www.cricketeurope4.net ويب پاڼې د ۲۰۰۹ کال د غوره لوبغاړي ټاکلو لپاره يوه ټولپوښتنه وړاندې کړې. د افغانستان دکرکټ لوبډلې د دوو وتليو لوبغاړو حميد حسن او محمد نبي نومونه هم پکې شامل دي. دا مهال حميد حسن تر یو ايرلينډي لوبغاړي لږ مخکې دی خو امکان لري چې هغه ترې مخکې شي. ايرلينډی لوبغاړی ورو ورو مخکې کېږي او له ۱۵٪ څخه اوس ۲۱٪ ته ورسېد. د حميد حسن رایې له ۳۰ څخه ۲۵ ته راښکته شوې.

د ټولپوښتنې یوه ورځ پاتې ده. نن ماښام ټولپوښتنه بندېږي. دا مهال محمد نبي ته رایه ورکول بې ګټې دي. ښه به وي چې يواځې حميد حسن ته رایه ورکړﺉ.

تاسو کولای شﺉ حميد حسن د ۲۰۱۰ کال ښه لوبغاړی وټاکﺉ. په دې لاندې پته ټولپوښتنه په لومړۍ پاڼه پرته ده. هر کمپيوټر یواځې یوه رایه اچولای شي. مه پرېږدﺉ چې حميد حسن یې بايلي.

http://www.cricketeurope4.net/CRICKETEUROPE/

د رایې ځاي په پاڼه کې ښې خواته موندلی شﺉ. د ټولو لوبغاړو نومونه ليکل شوي دي. حميد حسن غوره کړﺉ او بيا د vote تڼۍ زور کړﺉ.

یواځې یوه رايه وکاروﺉ. که د رايو اچولو خانې نه ښکاري نو کوښښ وکړﺉ چې کمپيوټر بدل کړﺉ او يا هم بل انترنت کنکشن وکاروﺉ.