د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: د ۲۰۱۰ د نړيوال جام د غوراوي مهال ویش اعلان شو. افغانستان او امريکا به د فروري په ۱۱مه لوبه کوي

خبري - څانګه 16.12.2009 10:02

چمتو کونکی: هلال مومند

د ۲۰۱۰ ز کال د ۲۰/۲۰ اورونو نړيوال جام لپاره چې په ويسټ انډيز کې ترسره کېږي، افغانستان د اوو نورو هېوادونو سره د ۲۰۱۰ ز کل د فروري په مياشت کې د غوراوۍ سيالي کوي. که افغانستان په دې سيالۍ کې لومړی یا دویم مقام لاس ته راوړي نو نړيوال جام ته به لاره پيدا کړي.

د غوراوۍ د سيالۍ مهال ويش اعلان شوی دی او په لاندې ډول دی. لوبې به د متحده عربي اماراتو د دوبۍ او ابوظبي په ښارونو کې ترسره کېږي. افغانستان په الف ګروپ کې د ايرلينډ، سکاټلينډ او امريکا سره لوبېږي. د افغانانو وړتيا ته په کتلو ډېر چانس لري چې د غوره څلورو لوبډلو یا سوپر فور پړاو ته لاره پيدا کړي. افغانستان به په سوپر فور پړاو کې دوه لوبې کوي. دا به د نورو لوبډلو د پايلو پورې تړلې وي چې په سوپر فور کې به افغانستان یوې او که دواړو لوبو ګټلو ته اړتيا ولري خو که بریالی شي نړیوال جام ته لاره پيدا کوي. د افغانستان ګروپ د ب ګروپ په پرتله اسانه ګڼل کېږي. په ب ګروپ کې کينيا، هالينډ، کاناډا، او امارات لوبه کوي.

د لومړي پړاو لوبې

الف ګروپ: افغانستان، ايرلينډ، سکاټلينډ او امريکا

نېټه

لوبډلې

د لوبې ځای

د اماراتو په وخت

۹ فروري

افغانستان – ايرلينډ

د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي

سهار ۹:۳۰ بجې

۹ فروري

سکاټلينډ – امريکا

د شيخ زايد لوبغالی – ابوظبي

سهار ۹:۳۰ بجې

۱۰ فروري

افغانستان – سکاټلينډ

د شيخ زايد لوبغالی – ابوظبي

سهار ۹:۳۰ بجې

۱۰ فروري

امريکا – ايرلينډ

د شيخ زايد لوبغالی – ابوظبي

ماسپښين ۱:۳۰ بجې

۱۱ فروري

افغانستان – امريکا

د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي

سهار ۹:۳۰ بجې

۱۱ فروري

ايرلينډ – سکاټلينډ

د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي

ماسپښين ۱:۳۰ بجې

ب ګروپ: کينيا، هالينډ، کاناډا، او امارات

۹ فروري

هالينډ – کاناډا

د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي

ماسپښين ۱:۳۰ بجې

۹ فروري

کينيا – امارات

د شيخ زايد لوبغالی – ابوظبي

ماسپښين ۱:۳۰ بجې

۱۰ فروري

کاناډا – کينيا

د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي

سهار ۹:۳۰ بجې

۱۰ فروري

امارات – هالينډ

د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي

ماسپښين ۱:۳۰ بجې

۱۱ فروري

کاناډا – امارات

د شيخ زايد لوبغالی – ابوظبي

سهار ۹:۳۰ بجې

۱۱ فروري

هالينډ – کينيا

د شيخ زايد لوبغالی – ابوظبي

ماسپښين ۱:۳۰ بجې


څلور غوره لوبډلې یا سوپر فور

نېټه

لوبډلې

د لوبې ځای

د اماراتو په وخت

۱۲ فروري

الف ۱ – ب ۲

د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي

سهار ۹:۳۰ بجې

۱۲ فروري

الف ۲ – ب ۱

د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي

ماسپښين ۱:۳۰ بجې

۱۳فروري

ب ۱ – الف ۱

د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي

سهار ۹:۳۰ بجې

۱۳فروري

ب ۲ – الف ۲

د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي

ماسپښين ۱:۳۰ بجې


پايلوبه  ۱۳ فروري -  د دوبۍ کرکټ لوبغالی – سپورټ سيټي -  ماښام ۷:۳۰ بجې


د سيالۍ ګټونکی به د ۲۰۱۰ ز کال نړيوال جام په C ګروپ کې د هندوستان او جنوبي افريقا سره لوبه کوي او دويم مقام ګټونکی به په D  ګروپ کې د انګلستان او ویسټ انډيز سره لوبه کوي.

 يادونه: سهارنۍ لوبې د کابل په وخت د سهار په ۹ بجو او ماسپښينۍ لوبې د کابل په وخت د ماسپښين په ۱ بجه پيل کېږي.