د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

متعصب او فاشيست مخدوم رهين بيا وزير کېږي

خبري څانګه 16.12.2009 08:31

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ بدنامه او توره څېره مخدوم رهين چې له پښو ترسره متعصب او افغان ضد کس دی یو ځل بيا د ولسمشر کرزي له خوا په نوي کابينه کې د وزير په توګه منل شوی دی.

مخدوم رهين پخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزير و. نوموړی پېژندل شوی فاشيست دی چې د پښتو سره سخت دښمن و او پښتنو ته یې سپک کتل. په نوموړي هغه مهال یو کتاب هو وليکل شو چې نوم ویې و (رهين د قضاوت په تله کې). د ولس د نيوکو او د رهين د فسادونو په پايله کې نوموړی هغه مهال له وزارت لرې کړای شو. نوموړی هغه مهال همدې اوسنۍ ولسې جرګې ونه مانه.

کرزی غواړي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دوه برخو وويشي او رهين د یوې برخې وزير کړي. معلومه نه ده چې ولسې جرګه به نوموړي ته د باور رایه ورکړي او که نه خو دا ثابته ده چې ولس ورته رایه نه ورکوي.

حامد کرزي پرون د فساد د مخنيوي په موخه په یو کنفرانس کې د فساد ضد شعارونه واورول او وينا یې وکړه خو دا یې ونه ويل چې دی به پخپله هم د فساد سره مبارزه وکړي او که د تېرو اتو کلونو په څېر به ورته دوام ورکړي. پر رهين سربېره د یو بل کفايته پخواني وزير ضرار احمد مقبل نوم هم د کابينې په احتمالي ليستونو کې اوړي راوړي.

د رهين بيا وزير کېدل به نه یواځې افغان تاريخ او ولس ته سپکاوی وي، بلکه دا به د دې مانا ولري چې حامد کرزی د فساد په مبارزه کې دروغژن دی.

مخدوم رهين د خپل وزارت په مهال د اطلاعاتو او کولتور له وزارت څخه د پښتو کتابونه لرې کړل، په تلويزيون کې یې پښتو پروګرامونه له منځه یووړل، د پښتو او پښتنو سره یې په هر ډول دښمني وکړه او کله چې په هندوستان کې سفير شو (رپوټونه وايي چې ) هلته یې د افغانستان له سفارت څخه ټول پښتو کتابونه او د سفارت پښتو لوحه له منځه یووړل او لوحه یې په دري واړوله.