د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوه ګونو تابعيت لرونکيو وزيرانو رد وطندوستي که چال ؟

محمد نعمان دوست 16.12.2009 08:11

د دوه ګونو تابعيت وزيرانو ته د باور رايې د ورکولواو نه ورکولو موضوع له درې څلور ورځو راهيسې ولسي جرګې وشاربله او دوه ورځې وړاندې ترې کوچ دا راووتل چې وکيلانو په اکثريت ، دغه شان وزيرانو ته رايه ورکول رد کړل .
د اساسي قانون له مخې، د وزيرانو تعيين د ولسمشر واک دى، خو د ولسي جرګې تاييد په کې شرط دى .
ددغه قانون د ٧٢مې مادې له مخې، هغه څوک چې د وزير په توګه ټاکل کېږي له نورو شرايطو سربېره، بايد يواځې د افغانستان تابعيت لرونکى وي، خو که چېرې د بل هېواد تابعيت هم ولري، ولسي جرګه يې د رد او تاييد واک لري .
د ولسي جرګې ډېرې وکيلانو ويل چې ددوه ګونو تابعيت لرونکي وزيران د خپل هېواد ګټو ته وفادار نه دي نو بايد ، رايه ورنه کړل شي .
خو اوس پوښتنه داده چې ايا همدغه وکيلان د هېواد ګټو ته وفادار دي ؟
وګوري ! دغه جرګه اوس نږدې ٢٤٠ ژوندي غړي لري ، خو په جلسو کې يې ډېرى وخت د ګوتو په شمار کسان حاضر وي او هغې سينما ته ورته وي چې تکراري فلمونه ښيي .
کله چې د دوه ګونو تابعيت لرونکيو وزيرانو په اړه پرېکړه هم کېده نونيمايي څوکۍ تشې وې او همدا ناسوبتيا د ډېرو مهمو پرېکړو د تصويب مخه نيسي .

که چېرې د وکيلانو کار مهم او د هېواد په ګټه وي نو ولي غير حاضري کوي او که نه وي نو ولې د داسې يوه غر يب هېواد شتمني په دغه جرګه لګول کېږي ؟؟

زما په اند د خيانت او اختلاس د مخنيوي لاره يواځې د دوه ګونو تابعيت لرونکيو وزيرانو په ردولو نه تړل کېږي ، په دې هېواد کې يو تابعيته خلکو هم ډېر خيانتونه کړي او کوي يې .

شايد ددې پرېکړه ترشا نورې موخې وي. ځکه ولسي جرګه په دې پوهېږي چې په کا بينه کې د سترو تمويلونکيو هېوادونو فرمايش حتمي دى اودغه هېوادونه په هغو کسانو ډېر باور کوي چې د هماغه هېواد تابعيت ولري .
وګوري ، ولسي جرګې دوه کاله وړاندې د غويي په مياشت کې د مهاجرينو وزير استاد اکبر او د بهرنيو چارو وزير ډاکټر رنګين دادفر سپنتا له استيضاح وروسته سلب اعتماد کړل .
اکبر چې بهرني تابعيت يې نه درلود ګلم يې ټول شو خو سپنتا چې له جرمني سره نږدې اړيکې لري او ډېر عمر هلته پاتې شوى ، تراوسه هم هسکه غاړه ګرځي .
که څه هم ولسي جرګې څو ځلې ګواښونه وکړل چې که سپنتا وزير وي نو ددې جرګې دروازه به وتړي خو ډالري معاشونو يې دغه جذبه ډېره ژر سړه کړه .
شايد ولسي جرګه غواړي خلکو ته وښيي چې دوى له وطن او د وطن له ګټو سره دومره مينه لري ، چې د بل هېواد تابعيت لرونکي افغان باندې هم باور نه کوي .
او يا شايد په همدې کار شخړه جوړوي ترڅو د شته وزيرانو عمر اوږد شي او يا پر دولت باندې د ځواکمنو ډلو فرمايشونه پوره شي او د هغوى د خوښې وزيران معر في شي .
ولسي جرګه که رښتيا هم د هېواد له ګټو سره مينه لري نو بايد د اساسي قانون له ٨٩ يمې مادې څخه ګټه واخلي .
دغې مادې ولسي جرګې ته د حکومت د اعمالو د څارلو لپاره کميسيون جوړ کړي .
که دغه کميسيون رښتيا هم غښتلى او زړه سوانده وي ، نو هيڅوک به د فساد او اختلاس وس ونه لري ، هغه يو تابعيته وي که دوه تابعيته .