د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هرات په رباط سنګي کې د امنيې قوماندان وژل شوی دی

شیرین اغا جهانګیر 16.12.2009 08:09

د سه شنبې په ورځ د ماښام پر اتو بجو د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د امنيي قومندانۍ د قومندان بریدمن عبدالکریم موټر د یو ریموټ کنترول بم په واسطه الوزول شوی دی.

په پېښه کې نوموړی قومندان او د هغه درې ساتونکي وژل شوي او د موټر چلوونکی سخت ټپي دی. هغه د درملني لپاره د هرات روغتون ته انتقال شوی دی.