د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ۲۰۱۰ ز کال کې د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبو مهال ويش

خبري - څانګه 15.12.2009 10:22

چمتو کونکی: هلال مومند

۲۰۱۰ ز کال د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره برخليک ټاکونکی او له لوبو ډک کال دی. له کله راهيسي چې افغان لوبډلې د یو ورځنۍ لوبې لقب ګټلی دی نو د نړۍ ډېرو مهمو لوبډلو سره د لوبې کولو جوګه شوي دي.

په ۲۰۱۰ ز کال کې د کرکټ د لوبډلې د لوبو مهال ويش په لاندې ډول دی:

سيالي

د لوبې ځای

برخه اخيستونکي

نېټه

i Cup

سريلانکا

افغانستان، کاناډا، ايرلينډ او د سريلانکا A لوبډله

۱۵ جنوري ۲۰۱۰

انټرکانټننټل

سريلانکا

 افغانستان - ايرلينډ (یوه ځلور ورځنۍ او دوه یو ورځنۍ لوبې)

۲۳  جنوري ۲۰۱۰

د ۲۰۱۰ کال ۲۰/۲۰ نړيوال جام غوراوی

دوبۍ سپور سيټي، عربي متحده امارات

افغانستان په A ګروپ کې ځای لري. په A ګروپ کې ايرلينډ، کاناډا، او امريکال هم ځای لري. په B ګروپ کې امارات، کينيا، سکاټلينډ، او هالينډ ځای لري. له هر ګروپ څخه به دوه لوبډلې نیمه پایلوبې یا سيمه فاينل ته ووځي، پایلوبې یا فاينل ته وتونکې دوه لوبډلې به د ۲۰۱۰ز کال ۲۰/۲۰ نړيوال جام ته بریالۍ کېږي.

(افغان لوبډله به د سريلانکا له لوبې نېغ په نېغه د دې لوبو لپاره اماراتو ته ځي).

۹ څخه تر ۱۵ فروري ۲۰۱۰

 

انټرکانټننټل

شارجه، متحده عربي امارات

افغانستان - کاناډا (یوه ځلور ورځنۍ او دوه یو ورځنۍ لوبه)

۱۷  فروري ۲۰۱۰

ACC Trophy

 کوېت

افغانستان، بحرين، بوتان، هانګ کانګ، کوېت، ماليزيا، نيپال، عمان، سينګاپور، عمان، امارات

۳۱ مارچ څخه تر ۹  اپرېل ۲۰۱۰ 

۲۰/۲۰ نړيوال جام

T20 World Cup

ويسټ انډيز

افغانستان لا دې لوبو ته لاره نه ده پيدا کړې. که افغانستان ورته په فروري کې د دوبۍ د سيالۍ له لارې لاره پيدا کړي نو په دې نړيوال جام کې به یا په C او يا هم D ګروپ کې لوبه کوي. پهC  ګروپ کې جنوبي افريقا او هندوستان دي، او په D ګروپ کې ويسټ انډيز او هندوستان دي.

۳۰ اپرېل – ۱۶ می ۲۰۱۰

د آسيا جام

لا پرېکړه نه ده شوې

افغانستان لا دې لوبو ته لاره نه ده پيدا کړې. که افغانستان ورته لاره پيدا کړي نو د پاکستان، هندوستان، سريلانکا، او بنګلادېش چين لوبډلو سره به سيالي کوي.

۱۵ – ۲۵ جون ۲۰۱۰

 انټرکانټننټل

 سکاټلينډ

 افغانستان - سکاټلينډ (یوه څلورځنې او یوه یوه ون ډی)

۱۴ اګسټ ۲۰۱۰

انټرکانټننټل

کينيا

افغانستان – کينيا (یوه څلورځنې او یوه یوه ون ډی)

۵ اکتوبر ۲۰۱۰

آسيايي لوبې

چين

افغانستان، اماراتو او عمان آسيايي لوبو ته لاره پيدا کړې ده چې د پاکستان، هندوستان، سريلانکا، بنګلادېش او چين لوبډلو سره به د سرو، سپينو، او برونز مډالونو سيالي کوي.

سپتمبر ۲۰۱۰

انټرکانټننټل

امارات

پايلوبه: که افغانستان وکړای شي چې پايلوبې ته ووځي نو پايلوبه به په اماراتو کې کېږي.

۲۵ نومبر  ۲۰۱۰