د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چاکلېټ

شیرین اغا جهانګیر 12.12.2009 09:53

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
په یوه چاکلیټ پېل شو، ما ورته په ورغوي کې یو چاکليټ کېښود، هغه هم زما په ورغوي کې یو چاکلیټ کېښود. زه ماشوم وم، هغه هم ماشوم وو. سر مې پورته کړه، سر يې پورته کړه. پوه شوم چې ما پېژني. په خندا شوم.

ويې ویل:« ملګري یو؟».
ومې ویل:«هو، ملګري».
ويې ویل:« تر کومه؟».
و مې ویل:« په ملګرتیا کې «تر» نشته».
ويې ویل:« تر مرګه؟».
زه په خندا شوم او ورته مې وویل:«ما درته وویل چې «تر» پکې نشته».
ويې ویل:« تر مرګه پس هم؟».
و مې ویل:« نه، نه، درته مې وویل چې «تر» پکې نشته».
ويې ویل:« سمه ده، تر هغه پورې چې ټول بېرته ژوندي کيږي، بیا به هم زه او ته سره ملګري یو، تر جنته، تر دوزخه، تر هرځایه چې وي، زه او ته سره ملګري یو».
په خندا شوم او ومې ویل:« ته چې تر هرځایه دې زړه وي، «تر» ورته وټاکه، یو«تر» له دې دنیا نه تر هغې پورې، مګر زه ورته بېخي«تر» نه ټاکم».
را ويې کاته، ور ومې کاته. باور يې نه کېده. پوهېدم، هغه حتماً غوښته چې زمونږ ملګرتیا دې «تر» ولري. هغه د «تر» نه غېر ملګرتیا باندې نه پوهېده.
×××
ويې ویل:« راځه چې د خپل ملګرتیا لپاره یوه نښه وټاکو».
ومې ویل:«سمه ده.».
ويې ویل:« چاکلیټ. هر کله چې سره وینو، یو چاکلیټ ستا او یو زما، سمه ده؟».
و مې ویل:«سمه ده».
هرکله به ېې زما په ورغوي کې یو چاکلیټ ایښوده، ما به هم د هغه په ورغوي کې یو چاکلیټ ایښوده. بیا به مو یو بل ته وکاته، یعنی ملګری یو سره.
ما به په ډېرې چټکۍ سره خپل چاکلیټ پرانسته، خولې ته به مې واچاوه او زر زر به مې وژوه.
ویل به يې:« خېټو! ته مې خېټو ملګری يې».
هغه به خپل چاکلیټ په یو ښکلي کوچني بکس ته اچوه.
ویل به مې:«ويې خوره!».
هغه به ویل:« خلاصېږي. غواړم چې خلاص نشي. غواړم چې د تل لپاره پاتې شي».
بکس يې له چاکلیټو نه ډک شوې وو. یوه يې هم نه خوړله. ما يې تول خوړلي وو.
ورته مې وویل:« که یوه ورځ درنه چاکلیټ چنجي او یا مېږیان وخوري، بیا به څه کوئ؟».
ويي ويل:« ساتمه يې، تر هغې چې سره ملګري یو».
او ما به چاکلیټ خولې ته واچاوه او ویل به مې:« نه، نه، «تر» پکې نشته. ملګرتیا «تر» نلري».
×××
یو کال، دوه کاله، درې کاله، لس کاله، شل کاله شوي. هغه لوې شوی دی.زه هم لوې شوی یم. ما ټول چاکلیټان خوړلي، هغه ټول ساتلي. هغه نن شپه راغلی دی چې خدای پاماني وکړي. غواړي چې لرې وطنونو ته لاړشي، وايې:« ځم، مګر زر بېرته راځم».
مګر زه پوهېږم چې ځي او بېرته نه راځي. هېر يې شو چې راته چاکلیت راکړي. زما هېر نشو. یو چاکلیټ مې ورته په ورغوي کې کېښود.
ومې ویل:« دا د خوړلو لپاره».
یو بل چاکلیټ مې ورته د بل لاس په ورغوي کې کېښود او مې ویل:« دا هم ستا د بکس لپاره وروستی چاکلیټ».
هېر شوی يې وو چې ګوندي د خپل چاکلیټ لپاره بکس لري. دواړه يې وخوړه. په خندا شوم. پوهېدم چې زمونږ ملګرتیا «تر» نلري. لکه د تل په شان. ښه شو چې خپل ټول چاکلیټونه مې وخوړه. مګر هغه یو هم ونه خواړه. اوس به د چاکلیټو په یو ډک بکس څه وکړي؟

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
هرات
۱۱-۱۲-۲۰۰۹