د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنجاب ادعا کوي، طالبان یې زبادوي

محمدکریم نور 11.12.2009 15:57

د دېسمبر پر دریمه پنجابي لمړي وزیر سید رضا ګیلاني په لندن کې له خپل انګرېز سیال ګوردن براون سره په خبرو کې وویل چې اسامه بن لادن په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې دی . د ده دغه ادعا حیرانوونکي نه ده، ځکه چې د تل په څېر پنجابي ترهګر فوځ، آی اېس آی او دولت یې په وار-وار دغه ډول ادعاوې کړي دي . له بده مرغه چې طالبان د پنجابیانو ادعا ژر زباد کړي او پنجابیان ریښتنوي وګڼي . د ګیلاني له وینا دوه ورځې وروسته د انګریزي حکومت تبلیغي رسنۍ (بي بي سي) په پاکستان کې له یوه بندي طالب سره مرکه وکړه . بندي وویل چې د ده ملګري اسامه بن لادن پینځه لس ورځې وړاندې په غزني کې لیدلی وو چې د نویو جنګیالیو په پیدا کولو لګیا وو . دوه درې وروسته د طالبانو یوه سر بولن د قاري حسین په نامه پاکستاني خبري رسنیو ته وویل (په پښتو وېبپاڼو کې هم دا خبر خپور شو) چې اسامه بن لادن په افغانستان کې دی . پر نهم د دېسمبر د بي بي سي انګریزي خپرونې یو ځل بیا په افغانستان کې د بن لادن د شتون خبر خپور کړ ۰
د امریکا د کورني امنیت مشر جېمز جونز، دفاع وزیر ګېټس، امیر البحر مایک مولن او نورو امریکایي لوړ پوړو چارواکو هر ګوره په وار وار وویلي دي او لا وایي چې بن لادن په افغانستان کې نه، بلکې په پاکستان کې او د القاعدې ټول غړي تر سلو ډېر نه دي، خو بیا هم پنجابي دولت او آی اېس آی خپل دروغ وایي او په هغو طالبانو یې زبادوي چې د افغانستان، نړۍ او د اسلام د خلاصون نارې سورې وهي .
آیا دا بس نه ده چې یو ځل د همدې شکمن کس (بن لادن) لپاره ټول افغان وطن لوټه-لوټه شو؟
آیا طالبانو د پنجابي لومړي وزیر د دروغې ادعا په زبادولو او منښت له افغان ولس سره دوښمني نه کوي؟
آیا د طالبانو دغه ډول کړنلاره په خپله دا نه زبادوي چې طالبان یو پنجابي لښکر دی چې موخه یې یوازې د پښتنو تبا کول دي؟
آیا دا په خپله د افغان جهاد لپاره سپکاوی نه دی؟
آیا هغه څوک د جهاد نارې وهي چې ورځباړي، کارمن، دیني عالمان، ښوونکي، زده کوونکي، زده کړیالان، انجینران، ډاکتران او نور . . . وژني، په جومات کې ځان چوي، ښوونځی له دیني کتابونو سره یو ځای سېځي، مدرسه، کلینیک او روغتون ړنګوي، د خیریه کارونو مخه نیسي (د لارو او سړکو، اوبو او برق د بندونو د جوړولو مخنیوی کوي)، ټول ګټې ودانۍ ړنګوي، پر هغو سړکونو ماینونه خښوي چې ولسي وګړي پرې تګ راتګ کوي؟

شېخه ریښتیا وایمه معذور یمه
ډله د شیطان کې کوثر چېرته ځي (جهاني)

د افغان جهاد کوثر د چا په ډله کې چېرته ځي او آیا دا کېدون لري ؟؟؟
د اوباما په نوي ستراتېژۍ کې پاکستان هم شتون لري چې له مخې یې امریکا غواړي ان بلوچستان بمبارد وکړي . د دې لپاره چې پنجابي ترهګر دولت خپل خیرن مخ او ځان د امریکا له حملو څخه ساتلی وي، هڅه کوي چې خپلې ادعاوې په خپلو "بچیانو" (طالبانو1) زباد کړي . خو دا ځل نه افغان ولس ویده دی، نه بې سوله (بې عقله) او نه به هم له غلیم څخه وډار شي .
طالبان که په ریښتیا د پنجابي ترهګر دولت او د آی اېس آی بچیان نه وي (لکه څنګه یې چې آی اېس آی بولي) نو ولې په دروغو سره د پنجابي لمړي وزیر خبرې تکراروي؟
او که یې بچیان وي، نو بیا دې افغان ولس پرېږدي چې خپله راتلونکې، خپل جهاد په خپله وټاکي او د جهاد کوثر په خپلو لاسونو کې واخلي . که طالبان ریښتیا یوازې د افغان ولس د خلاصون لپاره د امریکایانو په وړاندې جنګېږي، نو بیا د خپل ولس ته هم پام وکړي . هغه ګواښ چې اوس افغان ولس ته بیا مخ کېږي، هر ګوره د دروغ ادعاوو پر بنسټ، نو طالبان یې باید مخنیوی وکړي . طالبان باید په زغرده ووایي چې بن لادن په افغانستان کې نشته . هر څوک چې د پنجابي دولت دروغ تکراروي، هغوی ته باید جزا ورکړي . د اسلام له مخې که څوک په یوه ټولنه کې فتنه او فساد رامنځته کړي او په دې سره د ټولنې امنیت او ټیکاو ته زیان ورسوي، نو هغه ته باید کلکه سزا ورکړل شي . قاري حسین او نور بلا بتر چې په دې ډول دروغو یوه مسلمانه ټولنه د صلیبي ټاړاکګر د اور مخې ته اچوي، دا په خپله د اسلام او د یوې مؤمنې ټولنې پر وړاندې ستر جرم دی . نو ځکه باید د داسې مجرمینو خولې ور وګڼدل شي .
بل خوا که ښه غور وشي، پوښتنه پېدا کېږي چې قاري حسین او هغه بل بندي ولې د بن لادن شتون په افغانستان کې ښیي؟
ولې دوی دواړو د لمړي وزیر ګیلاني له ادعا وروسته دغه ډول ویناوې پیل کړي؟
آیا همدغه قاري حسین به په قران الکریم لاس کېږدي او لوړه به وکړي چې دی ریښتیا وایي او مالومات یې سل په سلو کې کره دي؟
او ولې دا خبره کوي؟
که بن لادن ریښتیا هم په افغانستان کي وي، نو افغان طالبانو او قاري حسین باید تل ویلي وای چې بن لادن په افغانستان کې نه شته . یو خوا به بن لادن ساتل شوی وای او بلخوا به افغان ولس د صلیبي ځناورو له بمبارد څخه په امن وای . خو د دوی کړنلاره دا زبادوي چې طالبان نه جهاد کوي او نه هم د افغان ولس ژغور او ساتنې ته پام . دوی یوازې غواړي چې د خپلو پنجابي پلرونو او بادارانو امنیت د افغان ولس په وژن او پر اسلام په لوبو کولو ټینګوي .
طالبان که ریښتیا خپله کړنلاره په قرآني احکامو برابروي، نو ولې د خپلو پنجابي بادرانو کړه وړه او خبرې د دې مبارک آیت پر بنسټ نه تلي:
وَإِذَا لَقُواْ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوۡاْ إِلَىٰ شَيَـٰطِينِهِمۡ قَالُوٓاْ إِنَّا مَعَكُمۡ إِنَّمَا نَحۡنُ مُسۡتَہۡزِءُونَ
کله چې منافقان له هغو کسانو سره ملاقات کوي چې اېمان یې راوړی دی، وایي چې موږ اېمان راوړی دی، کله چې له خپلو شیطانانو سره یوازې شي، وایي چې موږ له تاسې سره یو او موږ مسخره کوونکي یو (دخدای په رسول اوپه قران اوپه اسلام او په مومنانو پسي )
د پنجابي دولت او آی اېس آی چې په طالبانو کې ګټه وي، نو ځانونه مجاهېد بولي، خو کله چې د ګټې وار راشي، نو بیا همدا د اسلام ټیکه داران په زغرده نه وایي چې موږ له امریکا او انګلستان سره یو؟
آیا پنجابي دولت، فوځ او آی اېس آی په امریکا کم طالبان وپلورل؟
آیا په پښتونخوا کې یې کم ولسي وګړي ووژل؟
آیا دغه آیۀ مبارکۀ د پنجابیانو په منافقت ستر ثبوت نه دی؟
آیا د دې وخت نه دی چې طالبان د پنجاب لارښوونې پرېږدي او د قرآني احکامو پر بنسټ خپله مجاهېده پیل کړي؟
1) د ډېرو خبري رپوټونو په وینا کله چې پنجابي فوځ او آی اېس آی د طالبانو په اړه په خپل منخ کې خبرې کوي، لوړ پوړي چارواکي یې طالبانو ته د "زما بچیان" یا "زما هلکان" لقب ورکوي ۰