د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهرات دوريجو حاصلات دوه برابره شوي دي

محي الدین نوري 10.12.2009 07:15

دهرات ولایت د کرنې دریاست دمعلوماتو پر بنسټ دهرات ولایت دوریجو حاصل سږ کال دتیر کال په پرتله دوه برابره شوی دی .

ددې ادارې چاروکي وایي چې سږ کال ۱۲ زره هکتاره ځمکه په دې ولایت کې شولې (شالې) کرل شوي وه چې ۶۰ زه ټنه حاصلات  کړي دي.

‍په دي حساب سږ کال دشالېو دکښت دعوایدو له کبله نیږدي دوه نیم میلیارده افغانۍ دهرات دبزګرانو عايد اټکل شوی دی.

په تیرو کلونو کې د وچکالۍ او باران دلږ ورښت له کبله د شالېو دکښت په حاصلاتو کې دپام وړ کمښت راغلی و، خو سږ کال په ژمي او پسرلي کې دښه ورښتونو له کبله دتیر کال زیانونه جبران شوي دي.

دهرات ولایت دکرنې او مالدارۍ د ادارې دمعلوماتو پر بنسټ سږ کال ددې ولایت په ۱۲ زره هکتاره ځمکه کې شالې کرل شوې وې. ددې ادارې د ترویج مدیر بشیر احمد احمدي وایي چې دهرات ولایت دبزګرودشالیو حاصلات سږ کال تر ۶۰ زره ټنه دیره شوي چې دتیر کال په ‍ پرتله څلویښت په سلو کې زیاتوالی ښايي . په منځني توګه سږ کال دهر جریب څمکې څخه نیږدې یو ټن وريجې اخیستل شوي دي چې دتیرو کلونو په پرتله بې سارې بلل کیږي.

دکرنې دریاست دترویج مدیر وایي چې دمګړۍ دهرات ولایت وريجې هرکیلو په بازارکې په څلویښتو افغانیو پیرودل کیږي .

ښاغلی احمدي وایي په دې حساب سره ویلی شو چې سږ کال نیږدې دوهنیم میلیارده افغانې دشالیو دکښت له کبله دهرات ولایت د بزګرو ګټه شوې ده .

دی زیاتوي چې دهرات وريجې ډیر ښه کیفیت او خوند لري چې ۸۰ په سلو دهرات ولایت داړتیا وريجی برابروي.

دسږ کال دوروجو دیر تولیدات دهرات ولایت دګذره، پښتون زرغون، انجیل، زنده جان او ابي ولسوالیو نه لاس ته راغلي دي . دمګړۍ دهرات سدری، نیلوفر او رشتی وريجی په دېی ولایت کې ښه بازار لري او دښه خوند او عالي کیفت لرونکي دي .