د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان پوځ د يوې بلې کودتا لپاره لارې لټوي

عبدالهادي حېران 09.12.2009 20:39

په پاکستان کې باخبره سرچينې وايي چې د پاکستان د سياسي حکومت او پوځ ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي دي او پوځ اوس د يوې بلې کودتا لپاره لارې لټوي. دغه سرچينې وايي چې په اوسنۍ وضعه کې د پوځ لپاره د زرداري د حکومت د چپه کولو او په هېواد د قبضې لارې ډېرې محدودې دي ځکه چې امريکا په سيمه کې ژر تر ژره د تروريزم په وړاندې خپلو اهدافو ته رسېدل غواړي او نور جنجالونه ليدل نشي زغملى. دا سرچينې وايي چې زرداري او د هغه ډله هم غواړي چې دغه هدف ته ځان ورسوي خو د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارې او ځينې سياسي ګوندونه يې په مخ کې خنډ دي.

 

د دې سرچينو له مخې د پاکستان ځواکمن پوځ شک لري چې د زرداري ډله امريکا، هند  او افغانستان ته له ضرورته زياته نږدې شوې ده په داسې حال کې چې پوځ او استخباراتي او سياسي ملاتړي يې نه غواړي چې په سيمه کې د امريکا حضور پياوړى شي او يا د هندوستان او افغانستان سره د پاکستان د حکومت اړيکې د دوستۍ په لور روانې شي. دغه سرچينې ګومان کوي چې په پاکستان کې مخ پر زياتېدونکې امنيتي پېښې او هره ورځ څه نا څه چاودنې هم د هغو کړيو په مرسته ترسره کېږي چې د پوځ او حکومت ضد ډلو سره نږدې تړون لري تر څو په دې توګه خلکو او نړۍ ته وښيي چې د زرداري حکومت ډېر ضعيف دى او هيڅ نشي کولى. خو بل پلو ته د زرداري ډلې امريکا ته داسې ثبوتونه په لاس ورکړي چې د پاکستان پوځ د القاعده او نورو تروريستي شبکو سره نږدې اړيکې لري او مرسته ورسره کوي. ويل کېږي دغه ثبوتونه د ځينو هغو پوځي عملياتو په اړه دي چې پوځ په خپل سر ترسره کړي دي خو په ځاى د دې چې مخالفين وځپي هغوى يې قوي کړي دي. ويل کېږي چې ځينې سياسي کړۍ امريکا ته دا خبره هم رسوي چې څه موده وړاندې د هند په ممبۍ ښار کې خونړي بريدونه د پوځ او د هغوى د ملاتړو لخوا د دې لپاره پلان شوي وو چې د زرداري د حکومت او هند ترمنځ د دوستۍ اړيکې له منځه يوسي او دغه پلان تر ډېره حده بريالى هم شو.

 

د دې په ځواب کې پوځ او په حکومت کې دننه د پوځ ملاتړو د زرداري د ډلې پر ضد يو پراخ کمپاين پېل کړى قاعده او تروريستي س ورکړي چې د پاکستان پوځ د القاعده او تروريستي ه لور کا حضور پياوړى شي او يا د هندوستان او افغانستان سره  جنجالونه ليدل نه غواړيچې په هغې کې د سترې محکمې له لارې د زرداري او د هغه د وزيرانو پر ضد ډېرې قضيې بيا راايستل او د هغوى محکمې ته راکش کول او بيا بدنامول شامل دي. دا چې ستره محکمه به په دې شخړه کې څه رول ولوبوي اوس يې په اړه څه نشي ويل کېداى ځکه ځينې خلک فکر کوي چې پوځ غواړي پخوانى ولسمشر جنرال پروېز مشرف، چې په ١٩٩٩ کې يې د يوې پوځي کودتا له لارې په پاکستان قبضه کړې وه خو په ٢٠٠٨ کې يې د سخت سياسي فشار په ترڅ کې استعفا ورکړه، بېرته د يو سياستپوه په توګه پاکستان ته راولي او حکومت ته يې ورسوي. جنرال مشرف ته نږدې سرچينې وايي چې هغه څو ځل دا خبره ياده کړې چې د پاکستان په سياست کې به مهم رول ترسره کړي. خو مشکل دا دى چې هغه د سترې محکمې د مشر قاضي افتخار چوهدري سره د اختلافاتو له امله استعفا ورکړې وه او افتخار چوهدري ته نږدې ډلې د هغه د محاکمې کلکه غوښتنه کوي.

 

د باخبره سرچينو له مخې د پاکستان پوځ نه غواړي چې په پاکستان او قبايلي سيمو کې د سخت دريځه ډلو او القاعده پر ضد عمليات وکړي بلکې په يوه داسې لاره تلل غواړي چې د امريکا څخه پېسې ترلاسه او دغه ډلې پرې قوي کړي. خو د دې برعکس د زرداري حکومت غواړي چې پوځ ريښتيني ګامونه واخلي او د سخت دريځو ډلو پر ضد قاطع عمليات وکړي. همدا لامل و چې په دې نږدو کې امريکا د پاکستان په وړاندې جدي لهجه کارول پېل کړه او خبردارى يې ورکړ چې که د پاکستان د پوځ او حکومت لخوا د تروريستي شبکو پر وړاندې قاطع عمليات ونشول نو پخپله به بريدونه وکړي. په عين حال کې امريکا د پاکستان سره خپلې نوې مرستې هم په دې شرط ورکړې چې که د القاعده پر ضد کار ونشو نو دغه مرستې به بندېږي او دا شرط يې هم ولګاوه چې ټولې مرستې به د سياسي حکومت له لارې پوځ ته ورکول کېږي او پوځ مجبور دى چې سياسي حکومت ته يې ي حکومت له لارې پوځ ته ولغه ډلې پرې قوي کړي. قوي کړي دي. حساب ورکړي. دې کار د پاکستاني پوځ هغه جنرالان چې د ځينو رسنيو په وېنا د پخوانيو پېړيو د پاچاهانو په څېر ژوند تېروي او سياستمداران ورته کوم مهم خلک نه ښکاري ډېر په غوصه کړل او بېخي ښکاره يې د حکومت پر ضد مېدان ته راودانګل.

 

سرچينې وايي چې پوځ اوس خپلې ټولې سرچينې په کار اچولي او د زرداري د حکومت د چپه کولو لپاره د داسې لارو په لټون دى چې نه ورسره پوځ په ستونځو کې ګېر شي او نه د امريکا مرستې بندې شي. د دې لپاره پوځ هغو سياسي ګوندونو، ډلو، رسنيو، او نورو ملاتړو ته چې د سخت دريځو ډلو او القاعده ملاتړ هم کوي ويلي چې د زرداري د حکومت د بدنامولو لپاره دې شپه ورځ په ځان يو کړي او حکومت د رسېدو لپاره دې چمتو واوسي. دا چې په دې جنجال کې زرداري کومې خوا ته ځي، پوځ څه لاسته راوړي، او امريکا يې په وړاندې کوم غبرګون ښايي اوس يې په اړه څه نشي ويل کېداى خو د افغانستان په وضعه به يې يو څه مثبت يا منفي اغېز خامخا کېږي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان په دوه شپېته کلن تاريخ کې نږدې پنځوس کاله پوځ د کودتاو په ترڅ کې په قبضه کې پاتې شوى دى. دا پوځ د پاکستان د نورو ټولو ادارو پياوړى ګڼل کېږي او ډېرې کاروباري ادارې هم لري. په عام ولس کې دا خبره مشهوره ده چې په نوره نړۍ کې پوځونه د هېوادونو لپاره جوړ شوي دي خو د پاکستان هېواد د پوځ لپاره جوړ شوى دى.