د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژمي پيل او د بریښنا حالت

ګل آغا احمدي وردګ 09.12.2009 19:50

د افغانستان د بريښنا په اړه زياتې څرګندونې كيږي خو تر دې مهاله د پلازمینې کابل او ځینو ولایتي مرکزونو یو شمیر خلك د بريښنا له وقفه يي موجوديت څخه برخمن شوي او استفاده ترې کوي. د دې حقیقت څرګندونه ضروري ده چې په ټولیزه توګه د افغانستان خلک له دغه نعمت څخه تر ډیرې اندازې بې برخې دي څو خپل كورنه روښانه كړي او د ژوند د اړتیاوو په لاره کې ترې ګټه واخلي. په کلیوالي سیمو کې خو هسې هم د بریښنا څرک نه لګیږي خو د ښاري سیمو زیاتره اوسیدونکي هم مجبور دي چې د بريښنا پر ځاى د نورو وسايلو د برابرولو هڅه وكړي. په دې حقيقت خو ټول ښه پوهيږي چې بريښنا د نړۍ د نورو وګړو په څير د افغانانو د ژوند لپاره هم ډيره مهمه ده. بايد وويل شي چې بريښنا د هيواد د بيا رغولو د هراړخیزې پروسې لپاره یوه اړینه او ارزښتناکه وسیله ګڼل کیږي . همدارنګه ثابته او هميشنۍ بريښنا د هيواد د اقتصادي او صنعتي پرمختګ لپاره خورا ګټوره ده چې د افغانانو لپاره د نوو دندو او وظيفو په پيدا كولو كې ډيره مرسته كولاى شي. په همدې توګه بريښنا د غوره ښوونيز سيستم د رامنځته كولو او روغتيايي چارو د سمون په لاره كې هم ډيره اړينه ده همدارنګه د معلوماتي ټکنالوجۍ په مرسته د عصر زیاتره وسایل د بريښنا په وسیله باندې د کار کولو جوګه ګرځي. نو په دې توګه ويلاى شو چې له بريښنا پرته د خلكو په ژوند كې د يوه ريښتني، مثبت او حقيقي بدلون او پرمختګ منځته راتلل ناشوني دي.
چې خبره په دې ډول ده نو موږ د يوې اساسي پوښتنې سره مخ كيږو هغه دا چې د كابل د بريښنا سيستم اوس مهال څرنګه دی؟ او افغانستان د بريښنا د موجودیت په كوم يوه پړاو كې قرار لري؟
باید وویل شي چې د جګړې او وچکالۍ كلونو د افغانستان د انرژۍ سكتور سخت ځپلى دى. د انرژۍ هغه سيستم چې د کورنیو جګړو د ورانیو له كبله په سخته توګه اغيزمن شوى ډير زوړ او د هيواد د اوسيدونكو د اړتياوو لپاره كافي نه دى. همدارنګه د هيواد خلك د انرژۍ د چمتووالي داسې بيړنيو سرچينو ته سخته اړتيا لري چې دې هيواد ته په ارزانه بيه بريښنا توليد كړي او په نوې ټکنالوچۍ باندې سمبال وي.
د افغانستان د بریښنا د زيربناوو جوړول په کمه موده كې شوني نه دي بلكي نوموړى كار د افغانستان د حكومت او نړيوالې مرستندويه ټولنې په ګډو هلو ځلو سره ممكن دى چې بريښنا منځته راوړي. پرته له دې څخه بله آسانه لاره نه په ګوته كيږي ځكه چې نوموړى كار زيات وخت، د بریښنا د تولید زیربناوو، د بریښنا نوو مزیو، د بریښنا نوو ستنو، د اوبو بندونو، د بریښنا نوو فابریکو، پانګې، امکاناتو، تخنیکي وسایلو، نوې ټکنالوجۍ، مسلکي کاري ځواک او صبر ته اړتيا لري.د افغانستان حكومت په وار وار ويلي دي چې بايد د دې هیواد د انرژۍ د سكتور چارو ته د لومړيتوب حق وركړل شي خو تر دې مهاله د افغانستان وګړي د سختو ستونزو سره لاس په ګریوان دي. په همدې توګه نړيوالي ټولنې د ميليونونو ډالرو پانګې تخصيص همدې څانګې ته ځانګړى كړى دى چې د بريښنا اوسنى سيستم و رغول شي او د بريښنا د سيستم د تهيه كولو نوي سيستمونه رامنځته شي. خو دا پوښتنه تر اوسه پورې د زياتو افغانانو په ذهنونو بې ځوابه پاتې ده چې ولې اوس هم د دې هيواد هر وګړى بريښنا نه لري؟
نوموړې ستونزه ډيره پيچلې ده ځكه چې د داسې ځواب پيدا كول چې په لنډ مهال كې د خلكو لپاره بريښنا تهيه شي د نوموړې ستونزې يوه برخه او د بريښنا د تهيه كولو د نوو او اغیزمنو سيستمونو جوړول دي چې د افغانستان د انرژۍ سيستم ورته اړتيا لري د هغه بله برخه ګڼل كيږي.
همدارنګه په دې اړه د يوه عملي توازن پيدا كول هم يوه بله ستونزمنه مسئله ده ځكه چې خلك اوس مهال بريښنا غواړي او د داسې نوي سيستم تر جوړيدو پورې صبر نه شي كولاى چې كلونه كلونه نيسي خو د بريښنا د نوو سيستمونو جوړيدل بيا هم زیات وخت ته اړتيا لري. اوس مهال په كابل كې د بريښنا فعلي تصوير څرنګه دى؟
كابل ښار ته اوس مهال یوه اندازه بریښنا د نغلو، سروبي او ماهیپر د بریښنا له فابریکو څخه اخلي او بله برخه یې د كابل د شمال لويديځ حرارتي بريښنا دستګاه له لارې تهيه كيږي چې د حرارتي دستګاوو د تيلو د پيرودلو لپاره د امريكا د USAID د موسسې له خوا تر اوسه پورې له ۵۰ ميليون ډالرو څخه زياته پانګه لګولې ده. نوموړى مبلغ د هغو سيستمونو لپاره لګيږي چې توليدي بريښنا يې د ښارونو د اړتياوو لپاره كافي نه ده او د نوموړو ښارونو زياتې برخې اوس هم په تياره كې ډوبې دي ځكه چې اوسني سيستمونه د دې وړتيا، توانايي او ظرفيت نه لري چې د مصرف كوونكيو د شمير او بريښنايي غوښتنو سره سم بريښنا توليد كړي. له بلې خوا دا څو کلونه کیږي چې د بريښنا پرچاوى د كابل د ښاريانو د ژوند يوه حقيقي برخه ګرزيدلې ده او نوموړې موضوع د ژمي په سړه هوا كې نوره هم ډيره ستونزمنه كيږي. په ۱۳۸۸ کې د تاجکستان هغه برخه بریښنا د کابل په سیستم ورګډه شوه چې د بریښنا د شمال ختیځ لیږدونکي سیستم په وسیله کابل ته را رسیدلې ده او په پام کې ده چې یوه اندازه بریښنا په همدې ورځو کې له ازبکستان څخه په همدې سیستم ورګډه او د انرژۍ د وزارت د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ به په نږدې راتلونکي کې کابل ته راورسیږي.
په اوسني حالت كې د افغانستان حكومت د نړيوالو مرستندويو اړخونو سره يو ځاى په څو قيمتي او پيچلو پروژو كار كوي چې د افغانستان لپاره د بريښنا زيربناوې رامنځته کړي او هڅه كيږي چې د كمې بيې بريښنا د دې هيواد د اوسيدونكيو د كورونو او صنعتي فابريكو لپاره تهيه كړي.د دې ستونزې لپاره محدود حل د څو اغيزمنو ګامونو د پورته كولو په وسيله شونى دى چې په لاندې ډول وړاندې كيږي:
حكومتي اړوندو ادارو ته ښايي چې د بريښنا د مصرف بيل او له خلكو څخه د مصرف شوې بريښنا په مقابل كې د پيسو ټولول په ښه شكل تنظيم كړي البته نوموړى كار په خپل وخت او له هر ډول ناروا لاسوهنې او مالي فساد څخه پرته سر ته و رسول شي.
له بلې خوا راټوله شوې پانګه پداسې پروژو و لګول شي چې د بريښنا سكتور ته وده وركړي او د زياتې بريښنا د توليد لپاره زمينه برابره كړي. خلكو ته هم ښايي چې په دې اړه خپله دنده په ښه توګه درك كړي په داسې ډول چې د مصرف شوې بريښنا د بيلونو پيسې په خپل وخت پرته له کوم ځنډ څخه مسئول اړخ ته و سپاري، د حكومت او اړوندو ادارو سره مرسته وكړي څو دوامداره بريښنا ولري.
همدارنګه وګړي مسئوليت لري چې د خپل بريښنايي سيستم سره داسې مرسته وکړي څو اوسنۍ بريښنا د تودولو او ګرمولو د موخو لپاره استعمال نه كړي، په خپلو كورونو او سوداګريزو ځايونو كې داسې ګروپونه استعمال كړي چې کمه اندازه بریښنا مصرف کړي.
د لمر له انرژۍ څخه ګټه اخيستل د دې مشكل يو بل محدود حل ګڼل كيداى شي څو د دوبي پر مهال نوموړې انرژي له تخنيكي پلوه په سمه توګه زيرمه او د ژمي پرمهال ورڅخه ګټه واخيستل شي ځكه چې افغانستان د پسرلي او دوبي په زياتو ورځو كې لمر لري.
بايد وويل شي چې د بريښنا له اړوندو ادارو څخه د مالي او اداري فساد په مخنيوى کې هم د هيواد د بريښنا له سيستم سره زياته مرسته كولاى شي او په هغه صورت كې زيات خلك كولاى شي چې د بريښنا له انرژۍ څخه ګټه پورته كړي. د اداري او مالي فساد د مخنيوي په چارو كې د افرادو له كورونو څخه د بريښنا د ځانګړو مزو پرې كول، په سمه توګه د انرژۍ د بيلونو جمع كول او په اغیزمنه توګه د راټولې شوې پانګې لګول شامل دي څو د سيستم د پراختيا سره په زياته پيمانه مرسته وكړي.
افغانستان په داسې لوري حركت پيل كړى دى چې د خپلو خلكو لپاره يوه ثابته بريښنا تهيه كړي له همدې كبله پتيل شوې ده چې د انرژۍ نوې او پرمختللې زيربناوې جوړي كړي. همدارنګه د دې هڅو په لړ كې په پام كې ده چې د نوې انرژۍ سرچينو ته هم د هیواد په ښاري او کلیوالي سیمو کې وده ورکړل شي.
ژمی به بیا هم د بریښنا د بهیر له پلوه له ګواښونو څخه خالي نه وي او داسې اټکل نه کیږي چې د لویو ښارونو خلک دې له دوامدارې بریښنا څخه برخمن وي خو که چیرې هیوادوال د خپلو بریښنایي سیستمونو سره د همکارۍ کلکه ژمنه وکړي او له بریښنا څخه یوازې د روښانه کولو په چارو کې کار واخلي نو شونې ده چې په موثر ډول به بریښنا ورته رسیږي او د ژمي شپې او ورځې به یې د بریښنا تر رڼا لاندې تیریږي.