د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لمانـځه په اړه لس مهمي فتواوي

زاهدجلالي 09.12.2009 10:28

فتوي: عبد العزيز بن عبد الله بن باز

ژباړه: زاهد جلالي

لمړي فتوی:

پوښتنه:

ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي لمونځ ګذاران نشي کوي د جومات دنـنـه ودريـږي نـو پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟ او که د جومـات د لمـونـځ کوونـکو او د کوڅـو او لارو د لمونـځ کوونکو ترمنـځ فاصله وي ددوي او د جومات د لـمونـځ کـوونـکـو تـرمنـځ په اجـر اوثـواب کي څه فرق شـتـه او کـنـه؟

فتوي:

کچيـري صفونه ډک شـو نـو څـه خـبـره نـشته خو لمونځ کوونکي بايد د مام غږ واوري او يا دا چي نور صفونه وويني، او د بيرون د لمونځ کوونکو او ددننه د لمونځ کوونکو ترمنځ څه توپير نشته که ددوي ترمنځ فاصله هم وي خو نه بايد لمونځ کوونکي له مام څخه مخکي ودريږي ځکه دا دمقتدي ځاي ندي.
______________________________

دوهمه فتوي:

پوښـتنه:

ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟

او کـوم يـو ډيـر اجـر او ثـواب لـري هـغـه چـي د سـهـار لـه لـمـونـځ څـخـه وروسـتـه اداء شـي او کـه د لـمـر راخـتـو تـه انـتـظـار وکـړاي شـي؟

فـتـوي:

چـاتـه ددي اجـازه نـشـتـه چـي هـغـه جـومـات تـه نـنــــوزي پــداسـي حـال کـي چـي جـمـاعـت ولاړ وي او دي خـپـل سـنـت او يـا تـحـيـة الـمـسـجـد اداء کړي، مـګـر دي بايد لـه امـام سـره ځـان پـه جـمـاعـت کـي يـوځـاي کړي او هـمـاغـه حـاضـر لـمـونـځ اداء کـړي لـکـه څـنـګـه چـي ددي مـوضـوع په اړونـد نـبـي کـريـم صـلـي الـلـه عـلـيـه وسـلـم فـرمـايـي: (اِذا اُقـيـمـت الـصـلاة فـلا صـلاة الا الـمـکـتـوبـة)خـرجـه الامـام مـسـلـم فـي صـحـيـحـه.

دا حـديـث راښـيـي چـي لـمـړي بايد لـه امـام سـره په لـمـونـځ کـي شـريـک شـو بـيـا اخـتـيـار لـرو چـي کـلـه لـمـونـځ اداء کــړو لـــــه لـمـانـځـه څـخـه مـتـصـل وروسـتـه او کـه د لـمـر راخـتـو تـه انـتـظـار شـو چـي د لـمـر طـوع تـه انـتـظـار افـضـل دي.
_____________________________

دريمه فتوي:

پوښتنه:

په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره رخيي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟


فتوي:

لمونځ ورپسي کيږي که چيري په سمه طريقه څنګه چي خداي فرض کړي سرته ورسوي ورپسي کيږي.

او د کافر امام پسي لمونځ نه کيږي په امام کي شرط اسلام او بل چي په سمه او اسلامي طريقي سرته رسيدل دي.
______________________________

څلورمه فتوي:

پوښتنه:

کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم په دري لاندنيو حالاتو کي څه دي؟

١- کچيري يي د لمانځه په منځ کي پياد شو؟

٢- کچيري يي له سلامه وروسته پياد راوړ او لمونځ کوونکي له جوماته نه و وتي؟

٣- ګچيري يي وروسته لدي پياد راوړ چي خلک له جوماته وتي و؟


فتوي:

کچيري يي له سلامه وروسته پياد شو په لمونځ کوونکو يي بيرته راګرځول نشته، مګر امام بايد خپل لمونځ راوګرځوي.

او کچيري د لمانځه په منځ کي ورپياد شو نو امام بايد په خپل ځاي بل څوک مخکي کړي، لکه څنګه چي امير المومنين عمر رضي الله عنه د لمانځه په منځ کي ووهل شوي او خپل پرځاي يي عبدالرحمن بن رضي الله عنه مخکي کړ او هغه لمونځ پاي ته ورساوه.
___________________________

پنځمه فتوي:

پوښتنه:

ډيري کسان مخکي لدي چي لمانځه ته ننوځي لځانه سره څه الفاظ تلفظ کوي دا کار څه حکم لري؟ او آيا دا کار په شريعت کي څه اصل لري او کنه؟

فتوي:

د نيت تلفظ په شريعت کي نشته، او نه نبي عليه السلام او نه يي اصحابو لمانځه ته دننوتلو په مهال نيت ندي تلفظ کړي، ځکه چي د نيت اصلي ځاي قلب دي، لکه څنګه چي نبي صـلـي الله عليه وسلم فرمايي: (اٍنما الاْعمال بالنيات و لکل امرئ مانوي)متفق عليه

شپږمه فتوي:

پوښتنه:

د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟ پداسي حال کي چي ځني يي مستحب ګڼي؟

فتوي:

پدي اړه کوم صحيح حديث ندي راغلي، مګر ابن عمر رضي الله عنه او ډيرو سلفو دا کار کړي. او پدي اړه يو ضعيف حديث هم نازل شوي چي ابي داوود رحمه الله روايت کړي خو که موږ يي ددي لپاره وکوو چي زموږ سلف صالح دا کار اداء کړي ښه ده.
_______________________________

اومه فتوي:

پوښتنه:

داسي مو اوريدلي وايي له لمانځه څخه وروسته د مخ پاکول له خاورو څخه ښه ندي، آيا داخبره څه اصل لري او کنه؟

فتوي:

داخبره کوم ديني اصل نلري مګر دا کار هغه وخت بد دي چي له لمانځه څخه نه وي خلاص شوي ياني له سلام ګرځولو مخکي مخ له خاورو پاک شي ځکه چي دا په ځنو لمنځونو کي له نبي عليه السلام څخه ثابت شوي چي ښـه دادي چي له لمانځه وروسته مخ پاک کړل شي.
______________________________

اتمه فتوي

پوښتنه:

ډيري وروڼه ددوو سجدو ترمنځ فاصلي ته په ډير ارزښت قائل دي چي له پريښودو سره يي سخت مخالف دي پدي اړه څه نظر لري، او دا بايد امام يواځي اداء کړي اوکه مقتدي يي هم اداء کړي او په ځانته لمونځ کي څنګه دي ادا‌ء کيږي او کنه؟

فتوي:

د دوو سجدو په منځ کي وقفه کول او لږ کيناستل امام، مقتدي او هم ځانته لمونځ کي مستحب دي، او دا يوه لنډه وفقه کول دي چي ذکر او دعا پکي ښه ندي، خو که چا دا وقفه ونکړه هم څه خبره نشته.

او پدي اړه ډير احاديث شته چي له هغو څخه مالک بن الحويرث، ابي حميد الساعدي او ډيرو نورو اصحابو رضي الله عنهم.
_____________________________

نهمه فتوي

پوښتنه:

آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟

فتوي:

ښځو ته د آذان او اقامت ويلو اجازه نشته، آذان او اقامت يواځي د نرانو خصوصيت دي چي ويي کړي، لکه څنګه چي په ډيرو صحيحو احاديثو کي له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت شوي.
___________________________

لسمه فتوي

پوښتنه:

ډيري کارګران په خپلو کارونو کي مصروف وي د ماسپښين او د مازيګر لمونځونه شپي ته ځڼډوي ځکه چي هغوي مصروف وي او يايي کالي پاک نه وي، ددوي په اړه څه فتوي ورکوي؟

فتوي:

مسلمان ته هيڅ کله هم دا اجازه نشته چي خپل فرض لمنځونه له خپله وخته وځنډوي، مګر بايد په خپلو وختونو کي يي ادا‌‌ء کړي او هر مسلمان او مسلمانه پدي باندي تر خپلي وسي مکلف دي چي خپل لمنځونه په خپل وخت اداء کړي.

او کار او د کاليو نجسوالي هيڅ کله هم د لمونځ ځنډولو عذر نشي کيدي.

او بايد د لمانځه وختونه له کارونو څخه مستثني شي او کارګر بايد دلمانځه وخت کي خپل ناپاک کالي وباسي او دلمونځ لپاره پوره تياري ونيسي