د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لغمان کې پوليسو خبريالان ووهل او ډزې یې پرې وکړې

خبري څانګه 09.12.2009 08:17

د لغمان په ولايت کې د لاريون په مهال د ملي اردو او ملي پوليسو له خوا یو شمېر ژورناليستان وهل شوي دي. له وهلو برسېره پرې ډزې هم شوي دي خو کوم ژورناليست ژوبل شوی نه دی.

د پښتون پوسټ ورځپاڼې د د خبرونو څانگې مشر فضل قادر انډيوال وايي چې پوځيانو او پوليسو پر ده برسېره د شمشاد د تلويزيون د خبريال محمدطاهر ساپي، کيمره مين زړگى او د پژواک دخبري اژانس خبريال عبدالمعيد هاشمي هم ووهل او وټکول او بيا یې پرې ډزې وکړې.

انډیوال وايي چې دوی په لغمان کې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې د وژل شوو ولسي وګړو له امله د رامنځ ته شوي لاريون پوښښ کاوه چې د داسې ناوړه کار سره مخ شو.

انډيوال د ژورناليستانو وهل ټکول او پرې ډزې کول غندلي او دا يې د ژورنالېزم د اصولو او د بيان د ازادۍ ستر مخالف کار گڼلى دى.