د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اړينه خبرتيا: د کرکټ اتل وټاکئ

نعيم مومند 05.12.2009 10:41

www.cricketeurope4.net ويب پاڼې د ۲۰۰۹ کال د غوره لوبغاړي ټاکلو لپاره يوه ټولپوښتنه وړاندې کړې چې له نېکه مرغه د افغانستان دکرکټ لوبډلې د دوو وتليو لوبغاړو حميد حسن او محمد نبي نومونه هم پکې شامل دي.

له ټولو هيوادوالو هيله کېږي چې خپلو ځوانو لوبغاړو ته رايه ورکړي او دا ثابته کړي چې هغوی د نړۍ په کچه وتلي او غوره لوبغاړي دي.