د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پېښور يوارې بيا يوې زورورې چاودنې ولړزاه

مجيب الرحمان انګار 05.12.2009 08:20

نن له غرمې وړاندې د پېښور په تهکال سيمه کې يوه زوروره بمي چاوده شوې چې له لامله يې ګڼ شمېر ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چاودنه د پېښور په يونيورسټي روډ په تهکال کې( دمهاجرو هسپتال او تهکال کوڅې ترمنځ سيمه کې) د يونايټډ نومي مارکېټ مخې ته شوې،چېرته چې د يوشمېر افغان سندغاړو،ځايي قانونپوهانو او يوشمېر نور ملکي دفترونه او افغانانو هټۍ  چې  د واده ښادۍ توکي او ګلان پکې پلورل کېږي دي.

تر اوسه په پېښه کې د درېيو تنو د وژل کېدا او د ۱۴ تنو دټپي کېدا رپوټ ورکړل شوی. په مارکېټ کې اور لګېدلی او د اور وژنې عمله يې د قابو کولو هڅې کوي.

نور جزیات به وروسته پر ليکه شي.