ښايي ولسمشر نن خپله نوې کابينه اعلان کړي
04.12.2009 09:35ارګ ته د يوې نژدې سرچينې په وينا ښايي ولسمشر حامد کرزی نن خپله نوې کابينه اعلان کړي.
دسرچينې په وينا ولسمشر په دې اړه د پراخو کورنيو او بهرنيو فشارونو لاندې و او په کابينه کې د يوشمېر کسانو د شاملولو او نه شاملولو غوښتنې ترې کېدې،که څه هم دفشارونو او غوښتنو دغه لړۍ لا روانه ده خو ولسمشر له خپلو يوشمېر کورنيو او بهرنيو دوستانو او لوريو سره له مشورې وروسته د کابينې يو لېست جوړ کړی چې ښايي دنن ورځې تر ماښامه يې اعلان کړي.
دا چې په نوې کابينه کې کوم کوم کسان شامل دي،دسرچينې په وينا په دې اړه ټول مالومات پټ او خوندي ساتل شوي چې له اعلان وړاندې به يې په اړه څه ويل له وخته مخکې خبره وي.

