مجرمینو، دا ځل مو نه بخښو! دتورې سوړي زندان په اړه
04.12.2009 08:37د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د بګرام په هوایي ډګر کې د "دویمې ګوانتانامو" بندیخانې تر څنګ ډېر کوچني نور هم شتون لري چې یو یې د "تورې سوړې" په نامه یادېږي . په راپور کې د دغې بندیخانې په اړه د ډېرو پخوانیو بندیانو کیسې را اخېستل شوې دي . دغه بندیخانه ځکه "توره سوړه" بولي چې پرته له یوه وره څخه هېڅ کړکۍ نه لري، خو بریښنا پکې تل روښانه وي چې دا په خپله د بې خوبولو جزا ده .
د امریکایانو په وینا په دغه بنديخانه کې لوی لوی ترهګر بندي دي، خو تر یوه کاله وروسته یې پرته له کوم تور او جرم څخه پرېږدي . امریکایي ځواکونه په دغه توره سوړه کې بې ګنا افغانان وهي، برق ورکوي، خوب ته یې نه پرېږدي، په یوه متر مربع قفسونو کې یې تخته کوي، د واټر بورډېنګ جزا ورکوي (ستونې ستغ یې څملوي، سترګې یې ورتړي، بیا یې پر خوله او سوږمو کې اوبه وراچوي . سړی داسې احساس کوي لکه په اوبو کې چې ډوبېږي او ډېر لوی درد لري)، په پښو او لاسو یې ځوړندوي او همداسې ځړېدلي یې په ساعتونو پرېږدي . د دې تر څنګ بندیانو ته روحي سزاوې هم ورکوي . په دې مانا چې دوی ته وایي چې د دوی پلار، مور، ورور یا ماشومان یې هم نیولي دي؛ یا یې پر مېرمن، خور، مور او لورګانو تېرې کوي . امریکایي فوځیان په همدې ډول د بندیانو دیني ارزښتونو ته سپکاوی کوي . دغه ټولې هغه جزاوې دي چې په خپله امریکایانو د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د ادولف هېتلر جنرالان او وزیران پرې ګرم وګڼل او دوی ته یې د مرګ سزا ورکړه، خو نن چې همدغه جرمونه امریکا او نور همجرمه یې سرته رسوي، د ترهګرۍ په ضد جګړه ګڼل کېږي . یوازې امریکایي فوځونه بې ګنا افغانان نه کړوي، همداسې یې نور همجرمان درواخلئ . په دې وروستیو کې د کاناډا او انګلېستان جرمونه هم برلا شول . د المان د بې باکه او بې پازه (بې مسئولیته) بمباري هم رسوا شوه .
دغه جرمونه هر ګوره افغان دولت هم تر خپله وسه او خوښې پورې سرته رسولي دي او لا پرې مشغوله دي . د نیویارک ټایمز د همدې راپور پر بنسټ، همدارنګه د ځینو کاناډایي رسنیو له مخې، کله چې افغان دولت ته بندیان وسپارل شي، د دې پر ځای چې باید پرېښوول شي، کړول کېږي . ښه بېلګه یې په کندهار کې د بندیانو ده . ان تر دې پورې چې د ځینو بندیانو لاس، پښې او یا نور هډوکي مات شوي دي .
همداسې یې طالبان در واخلئ . دوی هم تر خپله وسه خلک پرته له تور څخه مجرم ګڼلي او بې له محکمې یې په دار ځړول او یا یې سرونه ترې پرې کړي دي . د نقش بندي یې د جهاد په نامه سر غوڅ کړ، خو د اېټالوي ژورنالېست د خلاصون لپاره یې هم جهاد او هم پښتني غیرت رد کړ او د یو څو روپیو په اخیستلو سره یې دی خوشی کړ . هېوادوالو ته یې بېلګې پوره پوره مالومې دي .
شمالي ټلوالې خو ګرد سره وحشت په ټیکه نیولی دی . دې ټلوالې ته د انسان وژن، په تېره د پښتنو هغه د یوه مچ تر وژن هم بې اهمیته دی . د کره راپورونو پر بنسټ شمالي ټلواله اوس هم د هېواد په شمالي ولایتونو کې شخصي بندیخاني لري چې په سلګونو پښتانه پکې کړول کېږي . دغه ټول جنګي جرمونه دي چې نه یوازې یې اسلام غندي او ردوي، بلکې همداسې د جینوا د کونوانسیون له خوا هم بند شوي دي . هر څوک یې چې سرته رسوي، په هر نیاوتون (محکمه) کې مجرم دی . نو افغان ولس باید ټول دغه جرمونه ثبت کړي . انشا الله چې یوه ورځ به د عدل او انصاف حکومت جوړ شي . هر چاته به خپل حق ورکړل شي . دغه جرمونه که امریکایان او نور همجرمه یې، شمالي ټلواله، افغان حکومت، طالبان، اسلامي ګوند او یا بل هر وسلوال غونډ سرته رسوي او بې ګنا افغانان کړوي، نو غوږونه دې خلاص کړي او ځان دې وپوهوي :
افغان ولس مو دا ځل نه بښي!
دا ځل "عفوه عمومي" نشته !
دا ځل انشا الله له هر چا سره حساب هرو مرو دی!
ټول هغه کسان چې صلیبي تاړاکګرو، افغان حکومت، شمالي ټلوالې، طالبانو او اسلامي ګوند بندي کړي، وهلي، او یا یې د دوی پر رښتو (حقوقو) یې تېری کړی وي، باید له ځانه سره څو ټکي په لیکي بڼه ثبت کړي :
* چا، څه وخت، چېرته او ولې ونیولئ؟
* چا وکړولئ (تر هغه ځایه چې تاسې پوهېږئ او مالومات په لاس درځي)
* کومې جزاوې یې درکړي؟
* چېرته یې بندي کړئ؟
* څومره وخت وروسته یې راخوشي کړئ؟
* آیا ګوډ او مات شوئ اود روغتیا لپاره مو کوم ضرر پیدا شوی دی؟
* ستاسې په خلاصون څومره روپۍ لګېدلې دي؟
* څومره وخت مو خپل خپلوان درپسې وګرځېدل؟
او داسې نور مالومات چې ستاسې له کیسې سره تړاو لري .
هر وخت مو چې وس ورسېږي، خپله کسیه په پوره ډول ولیکئ، خو یو شي ته مو پام وي چې ستاسې هره کیسه به د بسم الله الرحمن الرحیم وروسته د (والله علی ما نقول وکیل) په لیکو سره پیلېږي . داسې ونه شي چې په خپله کیسه د بل چا له خولې یا اورېدلې کیسه راواخلئ او هغه دروغ وي . ستاسې یو ټکی دروغ او مبالغه به د هغو زرګونو بې وزلو، دردېدلیو او رنځېدلیو کسانو حقیقت بې مانا، ناچل او له منځه یوسي چې په ریښتیا سره یې غیر انساني جزاوې لیدلې دي . دغه جنګي جنایتونه باید ټول ثبت شي . یوازې تاسې کولائ شئ چې په خپلو ریښتینو کیسو سره د انسانیت د غلیمانو تور کرغېړن مخونه را برسېرن کړئ او خپل حق وغواړئ .
محمدکریم نور

