د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمیرمن کلتوري بهیر له خوا دژورنالیزم کورس پرانیستل شو

مجيب الرحمان انګار 03.12.2009 11:32

نجیبه آشنا: دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوپژواک خبرې اژانس له خوا دژورنالیزم دوه میاشتنی کورس پرانیستل شو.
په هغه غونډه کې چې دمیرمن بهیر دغړو او افغان میرمنو په ګډون دپوهنې وزارت په تالار کې جوړه شوې وه لیکوال او شاعر علم ګل سحر دژورنالیزم دکورس په اړه خبرې وکړې.
ورپسې لیکوال او ژورنالیست استاد امیرجان وحید احمدزي دهغو موضوعاتو په اړه څرګندونې وکړې چې په دغه کورس کې به یې په اړه معلومات وړاندې شي.
بیا دمیرمن بهیر غړوهرې یوې ندا ساپۍ،لطیفې لالهاند او وږمي فضلي خبرې وکړې ، دلیکوالي داساساتو دکورس له استادانو څخه یې مننه وکړه چې په تیره دوره کې ډیر څه پکې زده کړل ، دوی هیله څرګنده کړه چې دژورنالیزم ترڅنګ په دغه کورس کې دلیکوالي دنورو مسایلو په اړه هم ګټور لکچرونه ورته وړاندې شي.
دژورنالیزم دغه کورس به هره شنبه دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر داوونیزو غونډو ترڅنګ په ده افغانان کې دپوهنې وزارت په پنځم پوړ کې دایریږي او دژورنالیزم او پښتو ادبیاتو تکړه استادان به خپل لکچرونه ارایه کوي.
په پام کې ده په دغه دوه میاشتني کورس کې دلیکوالي او ژورنالیزم دنورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ دغه موضوعات هم تدریس شي:
دژورنالیزم اساسات،مرکه،له رسنیو سره دمرکې کولو مهارتونه،دکنفرانس او غونډو رپوټ،سرلیکنه،سرمقاله لیکنه،راډیویي پروګرام،راډیویي متن لیکل، تعلیمي متن لیکل،خبر او خبري ارزښتونه،دژورنالیزم اخلاق،دخبر برخې،دخبر ژبه،خبرې سرچینې،دخبر لیکل،ګزدی میز،مطبوعاتي کنفرانس،مطبوعاتي اعلامیه او درسنیو بلنلیک، مطبوعاتي اعلامیه لیکل،دخلکو غږ،راغلي لیکونه،ټلویزیوني پروګرام او ....نور
ټولې افغان میرمنې کولای شي په دغه کورس کې برخه واخلي،دپروګرام په پای کې معتبر بری لیکونه ګډونوالو ته ورکول کیږي.